پاکستانی قبایلي مشر ووژل شو؛ او کویټه کې بم ۷ تنه ووژل

سټاف راپور

کویټه -- ډان ورځپاڼې خبر ورکړ چې د بلوچستان یو قبایلي مشر د جولای په ۲۷مه نېټه وویشتل او ووژل شو، په داسې حال کې چې کویټه کې یوې بمي چاودنې اوه تنه پاکستانیان ټپیان کړل.

ډان ورځپاڼې خبر ورکړ چې میر بشیر احمد بزنجو حب کې خپل کور کې ووژل شو.

بزنجو د بلوچستان د اسامبلې د مرستیال رییس د تره زوی او د اواران ولسوالۍ د شورا د مشر نصیر احمد بزنجو ورور و.

په یوه جلا پېښه کې، د ایف سي ملېشې ویاند خان وسیع ډان ورځپاڼې ته وویل چې د جولای په ۲۷مه نېټه کویټه کې د سړک د غاړې یوې بمي چاودنې د سرحدي ملېشې د درې تنه پرسونل په ګډون اوه تنه ټپیان کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500