درې پاکستاني عسکر وژل شوې ، ۱۸ وسله وال نيول شوې

سټاف راپور

کراچۍ: کراچۍ او کوېټه کي لږ تر لږه درې پاکستاني امنیتي سرتېري وژل شوي، دا په داسې حال کې چې د رسنیو د راپورونو ترمخه امنیتي ځواکونو ۱۸ شکمن وسلوال نیولې دي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه د سیند پولیسو مرستیال مشر مشتاق مهر وېلې دي چې د جولای په ۲۶مه په موټر سائیکل سورو کسانو دوه پوځیان په ډزو مړه کړل. د پاکستاني طالبانو غورځنګ ددغې مسوولیت پرغاړه اخیستلی.

د اې آر وايي تلوېزیون ترمخه په کوېټه کې د جولای په ۲۷مه وسله والو د پولیسو مرستیال سب انسپکټر عزیز الرحمان په هلاکوونکې ډول په ‌‌ډزو وویشتلو.

هم په دې حال کې امنیتي ادارو په ټول هېواد کې یو شمېر کسان ونیول.

دجیو تلویزیون ترمخه د جولای په ۲۶مه په کراچۍ کې نیم پوځي رېنجر ځواک پنځه شکمن وسله وال ونیول، هم په دغه ورځ هغلته کې دوه پوځیان وژل شوې وو.

د دنیا نیوز تلویزیون د ایف سي ځواکونو د ویاند له خولې وايي د جولای په ۲۷مه د کوېټې او مچ وسله والو د ایف سي ځواکونو نهه افغان وګړې سره د شل کلوګرامو بارودي موادو ونیول-

‌‌ډان ورځپاڼه د پنجاب د تره ګرۍ ضد ادارې د چارواکو له خولې لیکلې دي چې د جولای په ۲۶مه د لاهور او ملتان نه د ایراق او شام د دولت اسلامي ډلې سره په تړاو کې درې شکمن وسله وال نيول شوې. د تره ګرۍ ضد ادارې دا راپور هم ورکړې چې د نصرالله څلور لارې سره نزدې د لشکرې جهنګوي یو تن هم نیول شوی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500