پاکستاني ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان غړي او د جنایت کارانو د ډلی یو غړی ووژل، ۴۸ تنه شکمن کسان يي ونيول

د سټاف راپور

کراچۍ - د پاکستان پوليسو په دې وروستيو کې په کراچۍ کې او په وهاړي ولسوالۍ، د پنجاب په ولایت کې يو ترهګر او د جنایت کارانو د ډلی یو غړی ووژل او ۴۸ مشکوک ترهګر او جنايتکاران يې وونيول.

د دنیا تلویزیون خبر له مخي، په کراچي کي په دې ورستيو کې په ډزو کې يو پوليس ټپي شو او دوه جنايتکاران ووژلی شو. پوليسو وژلی شوی کس وپيژندو چي د تحریک طالبان پاکستان او د لیاري د جنایتکاري ډلې غړی و.

پوليس وايي، چي وژلي شوي کسان په ۴۲ قتلونو او ۱۵ نه زيات تروریستي اعمالو کې ښکېل دي.

د دنیا تلويزيون راپورله مخي، له بلې خوا د جون په ۸ مه پوليسو په کراچۍ کې په دې وروستيو کې ۲۲ شکمن جنايتکاران او ترهګر، ۱۱ بهرنيان، زياتره افغاني وګړي ونيول.

د جيو خبري اژانس خبر ورکړ چي په وهاړي ولسوالۍ، د پنجاب په ولایت کې، پوليسو او د ولايت د ترهګرۍ سره د مبارزې وزارت د جولای په ۸ مه لږ تر لږه ۲۶ مشکوک د ترهګرو مالي مرسته کوونکي ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500