د کراچۍ پولیسو د صابري د قتل په قضیه کې ۳ مشکوک کسان نیولي دي

سټف رپورټ

کراچۍ – پولیسو د جولايي په ۶مه په کراچۍ کې د قوالي سندرغاړي امجد صابري د وژنې د جرم په تړاو درې مشکوک کسان نیولي دي، دنیا تلویزون راپور راکړ.

صابري د جون په ۲۲مه په کراچۍ کې په شدیدو ډزو کې ووژل شو.

ددغو کسانو نیول ښايي په قضیه کې د سترو لاسته راوړنو لامل شي، تحقیق کوونکو وویل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500