هسپانیا ۳ تنه شکمن پاکستاني افراطیان ونیول

د سټاف راپور

لیدا، هسپانیا -- ازادۍ راډېو د جولای په ۱ د هسپانیا د کورنیو چارو د وزارت له قوله خبر ورکړ چې د هسپانیا مقاماتو په وروستیو وختونو کې په لیدا کې درې تنه پاکستانیان ونیول. هغوی په دې تور نیول شوي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د عراق او شام د اسلامي دولت (داعش) او طالبانو په ګټه تبلیغ کاوه.

هسپانیایي مقامات وایي چې دغه درې تنه شکمن کسان په یوه کور کې سره ګډ اوسېدل چې له هغه ځای څخه یې په ټولنیزو رسنیو د ترهګرۍ په ګټه مواد خپرول. چارواکي هڅه کوي چې معلومه کړي چې آیا دغه پاکستانیان د یوه لوی ګروپ برخه ول او کنه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500