د کویټې او مردان په بمي چاودنو کې ۱۵ پاکستانیان ټپیان شول

سټاف رپورټ

کویټه -- د رسنیو د راپورونو له مخې په دې وروستیو کې کویټه او مردان ولسوالیو کې د سړک د غاړې بمي چاودنو لږ تر لږه ۱۵ پاکستانیان ټپیان کړل.

دنیا تلویزیون راپور ورکړ چې یو بم چې په کویټه کې خښ کړی شوی و، د جولای په ۶ مه هغه وخت وچاودېد چې د امنیتي ځواکونو کاروان پرې تېر شو، څلور تنه پکې ټپیان شول. په کاروان کې چاته زیان ونه رسېدو.

سرچینو وویل چې امنیتي ځواکونو وروسته په سیمه کې شپږ شکمن کسان ونیول.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو د عملیاتو مشر سیف الله ډان ورځپاڼې ته وویل چې د خیبر پښتونخوا په مردان ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د یو بم د چاودېدو په پېښه کې د پولیسو د یو افسر په ګډون لږ تر لږه ۱۱ تنه ټپیان شول.

په عین حال کې، دنیا تلویزیون راپور ورکړ چې پولیسو په کراچۍ کې د جولای په ۵ مه د یو داسې تنظیم چې بندېز پرې لګول شوی، دوه شکمن غړي ونیول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500