کډوالان

افغان کډوال په پاکستان کې له اقتصادي، تعلیمي او د استوګنې له ستونزو سره مخ دي

د احسان الله لخوا

افغانان د فبرورۍ په ۲مه په ننګرهار صوبه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم په پوله کې له پاکستان څخه تر رارسیدو وروسته د باړ لرونکي دهلیز په اوږدو کې په یوه لاره تګ کوي او خپل سامان وړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغانان د فبرورۍ په ۲مه په ننګرهار صوبه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم په پوله کې له پاکستان څخه تر رارسیدو وروسته د باړ لرونکي دهلیز په اوږدو کې په یوه لاره تګ کوي او خپل سامان وړي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- ډېر افغانان چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې پاکستان ته مهاجر شوي په دغه هېواد کې د دوامداره ستونزو او د ژوند د حالت د خرابېدو راپور ورکوي.

د پاکستان د حکومت له مخې، په پاکستان کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال ژوند کوي.

۳۴ کلن حبیب الله زلمی چې له شاوخوا یو کال راهیسې په پېښور کې ژوند کوي، بېکاري او اقتصادي ستونزې یې له افغانستانه د وتلو اصلي لاملونه وبلل.

هغه وویل، "د کار فرصتونه ورځ تر بلې مخ په کمېدو ول ... او موږ اړ شو چې پاکستان ته کډه وکړو.

افغان کډوال د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۶مه د پاکستان د کویټې په څنډه کې د عارضي خیمو په شاوخوا کې راټول شوي. [بنارس خان/ای اېف پي]

افغان کډوال د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۶مه د پاکستان د کویټې په څنډه کې د عارضي خیمو په شاوخوا کې راټول شوي. [بنارس خان/ای اېف پي]

زلمي د ۲۰۲۱ کال تر اګست میاشتې پورې په افغانستان کې په یو ساختماني شرکت کې انتظامي دنده ترسره کوله.

هغه وویل، "هغه کمپني چې ما پکې کار کولو بنده شوه ځکه چې ساختماني کارونه خورا ډېر کم شول." له هغه وروسته، هغه د اسعارو د تبادلې په برخه کې کار پېل کړو، خو ويې ويل چې په دې کار کې يې پېسې له لاسه ورکړې.

هغه په ​​پاکستان کې بله دنده موندلې ده.

خالد، یو افغان خبریال چې د تخلص د کارولو غوښتنه یې وکړه، وویل چې هغه د ۲۰۲۱ کال په وروستیو کې افغانستان پرېښودو او اوس په راولپنډۍ کې د خپلې کورنۍ سره ژوند کوي.

هغه وویل، "ما د امنیتي ګواښونو او د رسنیو د کار د محدودیتونو له کبله افغانستان پرېښودو." هغه زیاته کړه چې اوس د ژوند کولو لږ فرصتونه لري.

"په پاکستان کې د افغان خبریالانو لپاره د رسنیو کار نشته. ډېر ژورنالیستان یا دلته وزګار دي یا په خورا لږ معاش سره سخت کار کوي."

خالد وویل، "د ژوند لګښت او بې روزګاري هغه نورې لویې ستونزې دي چې زه او نور افغان کډوال ورسره مخامخ دي."

هغه زیاته کړه، "زه د خپل ژوند لګښتونه کله ناکله په سختو کارونو سره ترسره کوم، یا له خپلو ملګرو څخه پیسې قرض اخلم."

فرشته رامین، چې د بشري حقونو یوه افغان فعاله ده چې اوس د اسلام آباد په یوه څنډه کې ژوند کوي، وویل، د امنیتي اندېښنو او د ښځو پر کار او زده کړو د سختو محدودیتونو له امله له افغانستانه تېښتې ته اړ شوه.

"د کډوالو د بیا مېشت کېدو په برخه کې ستونزې او ناڅرګندتیا، خراب اقتصادي وضعیت، د کډوالو د ادارو لخوا د ملاتړو اسنادو نشتوالی چې افغانانو ته د کار او ژوند کولو اجازه ورکړي، وړیا زده کړې او د ژوند اړتیاوو لکه د کور، خواړو او روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي نشتوالی په پاکستان کې د افغان کډوالو ځینې اصلي ستونزې دي.

د ویزې ستونزې

په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ویزو د وخت زیاتولو ستونزه بله ننګونه ده.

رامین وویل، "دا حقیقت چې افغان کډوال د دایمي استوګنې حیثیت نه لري او د دوی لپاره د ویزې نه زیاتیږي، یوه بله ننګونه ده چې دوی ورسره مخ دي." "دوی د درېو مياشتو ویزې لپاره خورا ډېرې پیسې ورکوي."

هغې زیاته کړه، "که دوی د ټاکل شوي وخت نه زيات پاتې شي، نو دوی باید د بېرته سفر کولو لپاره لویه جرمانه ورکړي کله چې دوی له پاکستان څخه ووځي یا بېرته راستانه شي."

رامین وویل، دا ستونزې د ګڼ شمېر افغان کډوالو په منځ کې د نفسياتي خپګان لامل شوي دي.

انوري چې په يو لوېديځ هېواد کې يې د پناه غوښتنه کړې، وويل چې د کډوالۍ په کېس کې يې پرمختګ ډېر ورو دى.

هغه وویل، "زموږ لپاره په افغانستان کې د ژوند کولو هېڅ فرصت نه و، او موږ اړ شو چې هېواد پریږدو او د پناه غوښتنه وکړو. "خو په پاکستان کې اوږد انتظار زما ماشومان له زده کړو څخه محرومه کړي دي."

انوري وویل چې د هغه ویزه په ختمېدو ده او هغه اندېښنه لري چې آیا د پاکستان حکومت به د هغه او د هغه د کورنۍ د ویزې وخت زیات کړي او کنه.

هغه وویل، "له بده مرغه، په پاکستان کې د اوسېدو وخت زیاتول زموږ لپاره یوه لویه ننګونه ده او موږ د خپلو ویزو په نوي کولو کې له ډېرو خنډونو سره مخ یو."

"کله ناکله موږ باید د د ویزو تسهیل کوونکو ته ډېرې پېسې ورکړو، چې موږ یې نشو برداشت کولی."

۴۷ کلن غلام مرتضی حبیبي په ۲۰۲۲ کال کې پاکستان ته کډه وکړو.

هغه وویل، "ما په افغانستان کې د پوهنې په برخه کې د یوې نادولتي موسسې [اېن جي او] لپاره کار کوو، خو د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته مې خپله دنده له لاسه ورکړه، کله چې د نادولتي موسسو بودجه کمه شوه."

هغه وويل، "د بې روزګارۍ له امله، ما له يو کال څخه زيات وخت مخکې له خپلې کورنۍ سره د پاکستان پېښور ته کډه وکړه." "زه وزګار یم، خو زما زوی، چې ۱۷ کلن دی، د ميوو په بازار کې کار کوي."

حبيبي وويل، خو د انفلاسیون او په پاکستان کې د ژوند د لوړ لګښت له امله دوی په ډیر تکلیف سره خپل ضرورتونه پوره کوي.

هغه وویل، "له هغه وخت راهیسې چې موږ پاکستان ته تللي یو، یوازینی شی چې په اړه يې موږ فکر کولی شو هغه د خپلې کورنۍ لپاره خوراک پيدا کول دي، او له بده مرغه زما زوی ... او زما دوه لوڼې، چې ۱۴ او ۱۳ کلنې دي، له زده کړو څخه محرومه دي."

د حبيبي لوڼې په افغانستان کې سکولونو ته نه شوې تلې. ځکه چې دوی مناسب اسناد نه لري، دوی ممکن په پاکستان کې هم زده کړې ونه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500