امنیت

په شمالي وزيرستان کې د تحريک طالبان پاکستان وسله والو هغه عسکر وژلی چې د پوليو د ټيم ساتنه يې کوله

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو روغتیایي کارکونکی، چې يو پولیس افسر يې ساتنه کوي، په پېښور کې د مۍ په ۲۲مه د واکسینو د کمپاین په ترڅ کې یو ماشوم ته د پولیو واکسینو څاڅکي کوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

یو روغتیایي کارکونکی، چې يو پولیس افسر يې ساتنه کوي، په پېښور کې د مۍ په ۲۲مه د واکسینو د کمپاین په ترڅ کې یو ماشوم ته د پولیو واکسینو څاڅکي کوي. [عبدالمجید/ای اېف پي]

اسلام آباد -- د دغه هېواد پوځ وویل، یو پاکستاني سرتېری د چهارشنبې په ورځ (د مۍ په ۳۱مه) هغه وخت ووژل شو کله چې وسله والو د پولیو د واکسین په یو ټیم باندې ډزې وکړې، چې دا یو وروستی برید دی چې ​تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) یې پړه منلې ده​.

ترهګرو په پاکستان کې د پولیو د له منځه وړلو هڅې له خنډ سره مخ کړي او د واکسین ورکولو ټیمونه په نښه کوي. دوی د یوې لسیزې په اوږدو کې د سلګونو خلکو ژوند اخیستی دی.

پوځ د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې چې له افغانستان سره پوله لري، د برید په اړه په یو بیان کې وویل، "ترهګرو هڅه وکړه چې د پولیو د ټیم په غړو باندې په ډزو سره د پولیو روان کمپاین ګډوډ کړي."

هغه زیاته کړه، یو سرتېری چې د واکسین د ډلې د ساتنې لپاره ګمارل شوی و د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

اسوشیټیډ پریس راپور ورکړو چې په سیمه کې يو پولیس افسر اسلم ریاض وویل، دا ډزې څو ورځې وروسته له هغې وشوې کله چې حکومت د پولیو د له منځه وړلو وروستی کمپاین پېل کړو.

تحريک طالبان پاکستان، چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد کمپاین ترسره کوي، رسنیو ته په یو بیان کې د برید ادعا وکړه.

پاکستان او افغانستان یوازیني دوه هېوادونه دي چېرې چې د وحشي پولیو ویروس شتون لري، که څه هم په مالاوي او موزمبیق کې هم په ۲۰۲۲ کال کې د وارد شوي وحشي پولیو کېسونه موندل شوي دي.

په پولیسو برید کول

پولیس د پاکستان په لویدیځو سیمو کې د پولیو واکسین ټیمونو په منظم ډول ساتنه کوي، او په افسرانو باندې برید کول ټي ټي پی خپل عادت ګرځولی دی، په داسې حال کې چې هغوی په لرې پرتو ناکراره سیمو کې سفر کوي.

د تېر نومبر په ۳۰مه، ​د تحریک طالبان پاکستان یو ځانمرګي بریدګر د بلوچستان په کویټه کې د پولیسو په یوې لارۍ برید وکړو​، چې درې تنه یې ووژل او ۲۳ تنه یې ژوبل کړل.

د پولیسو سينير چارواکي اظهر مهیسار ای اېف پي ته په هغه وخت کې وویل چې چاودنې په ښار کې هغه امنيتي ځواک په نښه کړل کومو چې د پوليو واکسين ورکونکو د خونديتوب لپاره تياری کولو، او په وژل شويو کسانو کې "يو پوليس، يوه ښځه او يو ماشوم شامل دي".

د نومبر په پېل کې،​​شپږ پولیس افسران د تحریک طالبان پاکستان لخوا هغه مهال په ډزو ووژل شول کله چې دوی د خېبر پښتونخوا په شهاب خېل کلي کې، چې ​​د افغانستان له پولې څخه ۱۰۰ کیلومتره لرې دی، ګشت کولو.

د سیند د حکومت ویاند مرتضی وهاب په وينا، د فبرورۍ په میاشت کې، د تحريک طالبان پاکستان یوې ځانمرګې ډلې د کراچۍ د پولیسو په دفتر (کی پي او) برید وکړو، چې څلور کسان یې ووژل او ۱۹ نور یې ژوبل کړل.

له درېو بریدګرو څخه يو د ودانۍ په څلورم پوړ کې ځان ته چاودنه ورکړه، او دوه نور یې په چت په ډزو ووژل شول.

د سیند د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام میمن وویل، د فبرورۍ د ۱۷مې له حملې وروسته، د سیند د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي)، فدرالي استخباراتو او نورو ادارو یوه ګډه ډله جوړه کړه چې د دې تر شا شبکه معلومه کړي او ماته يې کړي.

پولیسو د مارچ په ۱۳مه وویل چې دوی ​د برید دوه "پلان جوړونکي" ووژل او ​دوه نور شکمن کسان یې ونیول چې له تحريک طالبان پاکستان سره يې تړاو لرلو.

د سي ټي ډي د يو راپور له مخې چې د مۍ په ۱۳مه خپور شوی و، د تحريک طالبان پاکستان او نورو ترهګرو ډلو په وړاندې په روانو عملياتو کې د لوړ پوړو وسله والو وروستيو نيولو او وژنو ​په خېبرپښتونخوا صوبه کې په ترهګرۍ کې د پام وړ کمی راوستی دی.

د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې مشاهده وکړه چې په صوبه کې د ترهګرۍ په پېښو کې د کال د تېرو درېو میاشتو په پرتله په اپرېل کې ٪۱۱.۹ کمی راغلی دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500