امنیت

ګډ سمندري ځواکونه په ژورو سمندرونو کې قانون او نظم ته وده ورکوي

د پاکستان فارورډ لخوا

کښتۍ په عرب خلیج کې د درې ورځني ګډ کاري ځواک ۱۵۲ د کښتیو په ګډ مشق کې برخه اخلي چې د فبرورۍ په ۲۸مه پای ته ورسیدو. بحرین د کښتیو د مشق مشري وکړه. کویت، سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او امریکا هم په دې مشق کې ګډون کړی و. [سېنټکوم]

کښتۍ په عرب خلیج کې د درې ورځني ګډ کاري ځواک ۱۵۲ د کښتیو په ګډ مشق کې برخه اخلي چې د فبرورۍ په ۲۸مه پای ته ورسیدو. بحرین د کښتیو د مشق مشري وکړه. کویت، سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او امریکا هم په دې مشق کې ګډون کړی و. [سېنټکوم]

په ۲۰۰۱ کال کې د خپل تاسیس راهیسې، ګډ سمندري ځواکونو (سې اېم اېف) په لویو سمندرونو کې د قوانینو پر بنسټ د نړېوال نظم ساتلو، د سوداګرۍ آزاد جریان ته د ودې ورکولو او د ترهګرۍ او سمندري غلا له ګواښونو سره د مبارزې لپاره کار کړی دی.

د ۳۴ هېوادونو سمندري ایتلاف، چې مرکز یې په بحرین کې دی، د غیرقانوني غیر دولتي لوبغاړو سره د مبارزې لپاره کار کوي او د نړېوالو اوبو په شاوخوا ۳.۲ ملیون مربعه میله کې امنیت، ثبات او سوکالۍ ته وده ورکوي.

دا اوبه د ۲۱ هېودونو سره پوله لري او د نړۍ ځینې مهم بار وړونکي لارې پکې شاملې دي. په دوی کې درې مهم ځايونه هم شامل دي: د هرمز تنګی، د سور سمندر په دروازه کې باب المندب او سویز کانال.

د سي اېم اېف موخه ​د ترهګرۍ، سمندري غلا او غیرقانوني مخدره توکو او وسلو د قاچاق سره د مبارزې له لارې​ د سیمې په اوبو کې د ټولو قانوني سمندري مسافرو لپاره د تګ راتګ ازادي رامینځته کول، هغې ته وده ورکول او ساتنه ده.

د جاپان د سمندري ځان دفاع ځواک ویجاړونکی جې اېس مکینامي د اپرېل په ۸مه د ګډ سمندري ځواکونو او د اروپا اتحادیې د سمندري ځواکونو ترمنځ د ګډې روزنې په جریان کې د عدن په خلیج کې د ایټالیا د سمندري کښتۍ آی ټي اېس کارلو برګامیني سره یوځای سفر کوي. [عکس د امریکا سمندري ځواک لخوا چمتو شوی]

د جاپان د سمندري ځان دفاع ځواک ویجاړونکی جې اېس مکینامي د اپرېل په ۸مه د ګډ سمندري ځواکونو او د اروپا اتحادیې د سمندري ځواکونو ترمنځ د ګډې روزنې په جریان کې د عدن په خلیج کې د ایټالیا د سمندري کښتۍ آی ټي اېس کارلو برګامیني سره یوځای سفر کوي. [عکس د امریکا سمندري ځواک لخوا چمتو شوی]

د متحده ایالاتو سمندري پرسونل چې په لارښود شوي توغندي ویجاړونکي يو اېس اېس پاول هیملټن کې ځای په ځای شوي، د مارچ په ۲۰مه د عمان په خلیج کې د لیدنې، د ځای په ځای کېدو او لټون او نیولو عملیات ترسره کوي. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

د متحده ایالاتو سمندري پرسونل چې په لارښود شوي توغندي ویجاړونکي يو اېس اېس پاول هیملټن کې ځای په ځای شوي، د مارچ په ۲۰مه د عمان په خلیج کې د لیدنې، د ځای په ځای کېدو او لټون او نیولو عملیات ترسره کوي. [د متحده آيالاتو سمندري ځواک]

دا د مشروع سوداګرۍ د آزاد جریان په ملاتړ، د تروریستي او غير قانوني غير دولتي لوبغاړي د لویو بحرونو د کارولو څخه په منع کولو او په سیمه کې د سیمه ایزو ملګرو او نورو مهمو شریکانو سره د ستراتیژیکو ښکېلتیا په ترسره کولو سره دا کار کوي.

سي اېم اېف د ۱۲ ورته فکر لرونکو هېوادونو سره پېل شوی او له هغه وخت راهیسې د خلیج د همکارۍ شورا (جي سي سي) فعال ملاتړ او د سویل ختیځ آسیا هېوادونو څخه د مخ په ودې ښکېلتیا سره پراخه شوی.

د ۲۰۲۰ کال په جولای کې د انګلستان د سمندري سوداګرۍ عملیاتو (UKMTO) لخوا د وړاندې شوي بریفنګ له مخې، پو نويو هڅو کې د انساني قاچاق مخنیوی، او د غیرقانوني غیر منظم او غیر رجسټر شوي کب نیولو سره مبارزه شامله ده.

په دوی کې ښه همغږي او د معلوماتو شریکول هم شامل دي.

سي اېم اېف د خپل ماموریت په اړه په حقیقت پاڼه کې وویل، "نړېوال اقتصاد د نړېوالو اوبو له لارې د تګ راتګ په آزادۍ پورې اړه لري ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې په پراخه بحرونو کې د توکو ګړندي ليږد یقیني شي."

"د نړۍ سمندري ځواکونه باید د یو بل او بهرنیو ادارو سره په همکارۍ او همغږي کې کار وکړي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې سیمه خوندي ده."

'د ورته فکر لرونکو ایتلاف'

د سي اېم اېف کمانډ په بحرین کې د دې د مرکز څخه کیږي.

په غړیتوب کې د سیمې لس هېوادونه شامل دي: بحرین، کویت، قطر، سعودي عرب، متحده عرب امارات، عراق، اردن، ترکیه او یمن. مصر، چې د ۲۰۲۱ په اپرېل کې یوځای شو، د سي اېم اېف ۳۴م غړی شو.

په اروپايي غړو کې برتانیا، بلجیم، ډنمارک، فرانس، جرمني، یونان، ایټالیا، هالېنډ، ناروی، پرتګال او هسپانیه شامل دي.

په نورو غړو کې متحده ایالات، کاناډا، برازیل، استرالیا، نیوزیلینډ، جاپان، مالیزیا، پاکستان، فیلیپین، کوریا، سیشلز، سنګاپور او تایلینډ شامل دي.

"د ورته فکر لرونکو ایتلاف" په توګه، سي اېم اېف د ګډون ځانګړې کچه نه وړاندیز کوي، چې لامله یې د غړو ګډون د شتمنیو د برابرولو د وړتیا او په يو وخت کې د دغه شتمنیو له شتون سره توپیر لري.

د سي اېم اېف اصلي تمرکز د مخدره توکو سره مبارزه، د قاچاق سره مبارزه، د سمندري غلا مخنیوی، د سیمه ایزې همکارۍ وده او د سیمه ایزو او نورو شریکانو سره په ښکېلتیا باندې دی ترڅو په ټوليزه توګه امنیت او ثبات پیاوړی او ښه کړي.

په بحر کې د سي اېم اېف شتمنۍ هم د چاپیریال او بشردوستانه بحرانونو ته ځواب ورکوي کله چې له دوی څخه وغوښتل شي چې دا کار وکړي.

ګډ کاري ځواکونه

سي اېم اېف پنځه ګډ کاري ځواکونه (سي ټي اېفز) لري: سي ټي اېف ۱۵۰ د عرب خلیج څخه بهر د سمندري امنیت عملیات ترسره کوي، سي ټي اېف ۱۵۱ د سمندري غلا پر ضد کار کوي، سي ټي اېف ۱۵۲ د خلیج په اوبو کې په سمندري امنیت او سي ټي اېف ۱۵۳ د سور سمندر په امنیت تمرکز کوي.

پنځم کاري ځواک، سي ټي اېف ۱۵۴، یوازې د مۍ په ۲۲مه جوړ شو، او په منځني ختیځ کې د سمندري امنیت د لوړولو لپاره به د ملګرو سمندري ځواکونو په روزنې او د عملیاتي وړتیاو په ښه کولو تمرکز وکړي.

سي ټي اېف ۱۵۳ اوس مهال د ایتلاف د نوي غړي مصر تر قوماندې لاندې دی.

د سي اېم اېف پخواني وايس ايډميرل سمویل پاپارو د ۲۰۲۱ کال په اپرېل کې اسکندریه ته د سفر پرمهال د مصر د سي اېم اېف غړیتوب ته هرکلی وويل او په سور سمندر کې یې د دې د زیاتې همکارۍ او ګډو عملیاتو څخه مننه وکړه.

پاپارو وویل، "مصر په سیمه کې د ثبات په یقیني کولو کې یو مهم شریک دی، او موږ په فخر سره په خپل ماموریت کې چې د سیمې او نړۍ د خوندي ځای په جوړولو تمرکز کوي د مصر ملګرتیا ته هرکلی وایو."

هغه وویل، "د مصر په سي اېم اېف کې د شاملېدو سره، دا همکاري او د ګډ کار وړتیا به وده ومومي."

د سمندري ایتلاف غړي په ګډه کار او روزنې ته دوام ورکوي، پداسې حال کې چې د سي اېم اېف سره په بحرین کې د اکتوبر له ۳مې نېټې څخه تر ۶مې نېټې پورې د څلور ورځو د سمندري امنیت کانفرنس په جریان کې د ۳۸ هېوادونو د لوړ پوړو پوځي مشرانو کوربه توب کوي.

د ۴۰ سمندري او ساحل ساتونکو مشرانو په کلني کانفرنس کې ګډون وکړو ترڅو د تېر کال د پرمختګ بیاکتنه وکړي او د راتلونکي ملګرتیا د فرصتونو او نوښتونو په اړه بحث وکړي.

د انګلستان د شاهي بحري کمانډر مارټین هیني، چې د کانفرنس مشر پلان جوړونکی دی، وويل، "د مختلفو هېوادونو څخه د دې شمېر لوړ پوړو افسرانو راټولول واقعي نړېواله همکاري ښیي چې د سي اېم اېف يوه کليدي برخه ده."

هغه وویل، "حقيقي پرمختګ شوی دی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500