تجزيه

د سوریې او هېوادونو ترمنځ د وضعیت د عادي کولو په لاره کې خنډونه شتون لري

د ولید ابو الخیر لخوا

سوریایان د هغه څه په وړاندې مظاهرې کوي چې دوی یې غير قانوني انتخابات ګڼي چې د ۲۰۲۱ کال د مۍ په ۲۶مه د اپوزیسیون ترکنټرول لاندې د ادلب په ښار کې ترسره شوي وې، پداسې حال کې چې په ټوله سوریه کې د ټاکنو لپاره رایې ورکول پېل شول چې د څلورم ځل لپاره د صدر بشار الاسد بېرته راستنېدل به يقيني کړي. [عمر حج قدور/ای اېف پي]

سوریایان د هغه څه په وړاندې مظاهرې کوي چې دوی یې غير قانوني انتخابات ګڼي چې د ۲۰۲۱ کال د مۍ په ۲۶مه د اپوزیسیون ترکنټرول لاندې د ادلب په ښار کې ترسره شوي وې، پداسې حال کې چې په ټوله سوریه کې د ټاکنو لپاره رایې ورکول پېل شول چې د څلورم ځل لپاره د صدر بشار الاسد بېرته راستنېدل به يقيني کړي. [عمر حج قدور/ای اېف پي]

قاهره -- لکه څنګه چې د سوریې چارواکي د دوشنبې په ورځ (د مۍ په ۱۵ مه) د عرب لیګ د سرمشریزې لپاره په چمتووالي کې شامل شول، چې د بلاک څخه يې د یوې لسیزې څخه ډېره جلاوطنۍ پای ته ورسوله، ډېر په دې باور دي چې لا هم ډېر وخت به ونيسي مخکې لدې چې هېوادونه د ملعون دولت سره بشپړې اړیکې بحال کړي.

د دې میاشتې په پېل کې، د عرب لیګ د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې د بشار الاسد لخوا د حکومت پرضد د هغه احتجاجونو د بې رحمانه ځپلو له امله د ۱۱ کلن غیر حاضرۍ وروسته سوریه بېرته شامله کړي، کومې چې یوه جګړه رامنځته کړه چې تقريباََ نیم ملیونه خلک پکې ووژل شو.

دې پرېکړې په سیمه کې دننه او بهر سختې نیوکې راپورته کړې -- په ځانګړې توګه په ترکيه کې د سوریې د ملي ایتلاف له خوا چې د اپوزیسیون اصلي اتحاد دی.

ایتلاف وویل چې د حالاتو د نورمال کولو پریکړه د "پریښودلو" او د "سوریې د خلکو اراده" له پامه غورځولو معنی لري، چې په پايله کې به هغوی "د عرب د رسمي ملاتړ" پرته پريږدي.

یو ځوان سوریایي یو خاکه لري چې د سوریې صدر بشار الاسد او د روسیې صدر ولادیمیر پوتین ښیي، کله چې هغه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۱مه په ادلب ښار کې د سوریې د رژیم او په دغه صوبه باندې د روسیې د برید په وړاندې په احتجاج کې برخه اخلي. [محمد الرفاعي/ای اېف پي]

یو ځوان سوریایي یو خاکه لري چې د سوریې صدر بشار الاسد او د روسیې صدر ولادیمیر پوتین ښیي، کله چې هغه د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۱مه په ادلب ښار کې د سوریې د رژیم او په دغه صوبه باندې د روسیې د برید په وړاندې په احتجاج کې برخه اخلي. [محمد الرفاعي/ای اېف پي]

د سوریې صدر بشار الاسد د مۍ په ۱۰مه په اردن کې د سعودي عرب سفیر نایف بن بندر السدیري څخه د عرب لیګ په راتلونکې سرمشریزه کې د ګډون بلنه ترلاسه کوي. [د سوریې د صدر ټویټر اکاونټ]

د سوریې صدر بشار الاسد د مۍ په ۱۰مه په اردن کې د سعودي عرب سفیر نایف بن بندر السدیري څخه د عرب لیګ په راتلونکې سرمشریزه کې د ګډون بلنه ترلاسه کوي. [د سوریې د صدر ټویټر اکاونټ]

سعودي چارواکو د مۍ په ۱۰مه د کیپټاګون له اتو میلیونو څخه زیاتې ګولۍ ضبط کړې او د درېو سوریایانو په ګډون یې پنځه کسان ونیول. کارپوهان وايي چې له سوریې څخه خلیجي هېوادونو ته د کپټاګون قاچاق د سوریې د رژیم سره د حالاتو په عادي کېدو کې یو لوی خنډ دی. [د سعودي عرب د مخدره موادو د کنټرول عمومي ریاست]

سعودي چارواکو د مۍ په ۱۰مه د کیپټاګون له اتو میلیونو څخه زیاتې ګولۍ ضبط کړې او د درېو سوریایانو په ګډون یې پنځه کسان ونیول. کارپوهان وايي چې له سوریې څخه خلیجي هېوادونو ته د کپټاګون قاچاق د سوریې د رژیم سره د حالاتو په عادي کېدو کې یو لوی خنډ دی. [د سعودي عرب د مخدره موادو د کنټرول عمومي ریاست]

دې زیاته کړه، "دا د منلو وړ نه ده چې (الاسد) ته اجازه ورکړل شي چې د هغه جنګي جرمونو له سزا څخه ډډه وکړي چې هغه د سوریانو په وړاندې ترسره کړي دي."

ای اېف پي راپور ورکړو چې د متحده ایالاتو دوو قانون جوړونکو دا اقدام "یوه لویه ستراتیژیکي تېروتنه وبلله چې الاسد، روسیه او ایران به وهڅوي چې د ملکي خلکو وژلو او د منځني ختیځ بې ثباته کولو ته دوام ورکړي."

د امریکا د بهرنیو چارو د کمیټۍ مشر مایک مک کاول او ګریګوري میکس په یوه ګډه بیانیه کې وویل، "الاسد نه دی بدل شوی."

"هغه به دغو ظلمونو ته دوام ورکړي، پداسې حال کې چې یو نړېوال مثال به جوړ کړي چې بې رحمه دیکتاتوران کولی شي د خپلو جرمونو حساب ورکولو څخه ځان خوندي وساتي."

کارپوهانو المشارق ته وویل، ترهغې چې د سوریې رژیم د شکایتونو د حل لپاره کوټلي ګامونه پورته نه کړي، په عرب لیګ کې د هغې شاملېدل به بې معنې وي.

دوی وویل، د ریښتیني احتساب او اصلاحاتو پرته، هغه مسلې چې عربي دولتونه یې ۱۲ کاله وړاندې د رژیم بایکاټ کولو ته اړ کړل، به بې حله پاتې شي.

دا یوازې پېل دی

د عرب لیګ مشر احمد ابوالغیط وویل، دغه اتحاد ته د سوریې راستنیدل "پېل دی ... د مسلې پای نه دی." هغه زیاته کړه چې دا د انفرادي هېوادونو پورې اړه لري چې پریکړه وکړي چې ایا له دمشق سره اړیکې بېا پېل کړي.

قطر او کویت ویلي چې دوی به له سوریې سره اړیکې عادي نه کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد بن محمد الانصاري د مۍ په ۷مه دولتي رسنیو ته وویل، سوریه باید "د بحران ریښې پرې کړي چې د هغې د بایکاټ لامل شوې، او د سوریې د خلکو د مسلو د حل لپاره مثبت ګامونه پورته کړي."

د الشرق د سیمه ایزو او ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز څېړونکي سمیع غیط المشارق ته وویل، "عرب لیګ ته د سوریې بېرته راستنېدل او د عربي او خلیج هېوادونو سره د هغې د حالاتو نورمال کېدل په هېڅ ډول دا معنی نه لري چې د سوریې کړکیچ پای ته ورسېدو یا دا چې حالات به بېرته نورمال شي."

هغه په ​​سوریه کې د ایران او روسیې د ملېشو پراخه شتون، د نشه ایزو موادو ناقانونه تجارت چې د سوریې رژیم په کې خورا زيات ښکېل دی، د سوریې د کډوالو روان کړکیچ او له بشری حقوقو څخه سرغړونې، چې په دوامدارته توګه په ډاګه کيږي، ته اشاره وکړه.

هغه وویل، که دا مسلې حل نشي، د حالاتو د عادي کولو هر ډول هڅه به بې ګټې وي.

غيط وویل، "دا ناممکنه ده چې په سوریه کې د متحده ایالاتو او لویدیځ له تصویب، رضایت او ګډون پرته حالات نورمال شي."

شنونکي یادونه کوي چې سوریه لاهم د بندیزونو لاندې ده چې د حالاتو د عادي کولو هڅې به پیچلې کړي او د سرمايه کارۍ مخه به ونیسي، او دا چې د روانو سیمه ایزو او نړېوالو اندېښنو د حل کولو لپاره د رژیم لیوالتیا خورا د پوښتنې وړ ده.

د نشه يي توکو د سوداګرۍ مرکز

د سعودي پوځ کارپوه منصور الشهري المشارق ته وویل، عربي حکومتونه پر سوریې فشار راوړي چې د نشه یي توکو د قاچاق مخه ونیسي، په ځانګړې توګه د کیپټاګون، چې "د حالاتو د عادي کولو پروسې لپاره ترټولو ستونزمنه ازموینه ده".

سعودي چارواکو د مۍ په ۱۰مه وویل چې دوی د کافي کریمر په بار کې پټ شوي اته ملیونه کیپټاګون ګولۍ ضبط کړې او د غیرقانوني عملیاتو په تور یې درې سوریایي او دوه پاکستانیان نیولي.

الشهري وویل، د کيپتاګون تجارت د سوریې د رژیم لپاره د عوایدو یو اړین جریان چمتو کوي. هغه یادونه وکړه چې د دې له منځه وړل به په سوریه کې د نفوذ په حلقو باندې لوی اغيز ولري.

هغه وویل، د نشه یي توکو غیر قانوني تجارت "په ځمکه کې د ګمارل شويو ډېرو ملېشو لپاره يوه مالي سرچینه ده. د دې نه علاوه، دا د هغو کسانو لپاره د پېسو سرچينه ده چې په سوریه کې لوی نفوذ لري او د الاسد ورور مهیر يې مشرۍ کوي."

الشهري وویل، د نشه یي توکو له سوداګرۍ پرته، د مهر الاسد، چې د روسیې په ملاتړ د څلورم ډويژن مشري کوي چې د مخدره توکو په سوداګرۍ کې ښکېل دی، ځواک او نفوذ به د رژیم د ډېرو نورو داخلي کسانو په څېر کمزوری شي.

په قاهره کې مېشت د سوريې وکیل طاهر المصري المشارق ته وویل چې د سوریې صدر یقیناََ د کیپټاګون د تولید او قاچاق شبکې له کارونو څخه خبر دی.

الاسد د دې د مخنیوي لپاره هېڅ اقدام نه کوي "ځکه چې هغه پوهیږي چې دا هغه څه دي چې هغه په واک کې ساتي." هغه په ​​ګوته کړه چې د مخدره توکو د سوداګرۍ له منځه وړل به "د هغه د واکمنۍ د بشپړ سقوط معنی ولري".

د کډوالو مسله

المصري وویل، د سوریې د کډوالو راستنېدل د حالاتو په عادي کېدو کې یو بل خنډ دی، پداسې حال کې چې ډېر خلک ادعا کوي چې دوی به بېرته خپل هیواد ته د بېرته ستنېدو په صورت کې به خپل ژوند ته د احتمالي ګواښ سره مخ شي.

د ملګرو ملتونو په وینا، د سوریې خلک له ۱۳۰ څخه زیاتو هېوادونو ته تښتېدلي، په ځانګړي توګه ترکیې ته، چې له ۳.۶ میلیونو څخه ډېرو ته یې پناه ورکړې ده.

په مصر، لبنان، اردن او عراق کې د سوریي کډوالو په اړه د يو اېن اېچ سي آر د ۲۰۲۲ کال سروی له مخې، یوازې ۱.۷ خلکو وويل چې دوی به په راتلونکي کال کې سوریې ته راستانه شي. نږدې ٪۹۳ کډوالو وويل چې دوی به بېرته راستانه نشي، او ٪۵.۶ وويل چې دوی نه پوهیږي.

المصري وویل، د اړېکو نورمال کېدل او د مرستو او سرمايه کارۍ پېل یوازې هغه وخت په ریښتینې توګه تر لاسه کېدی شي کله چې د کډوالو مسله حل شي.

هغه وویل، "دا مسله هم په بنيادي توګه د آزادۍ، بشري حقونو او د بیان له ازادۍ سره تړاو لري، خو د سوریې رژیم تر اوسه داسې څه تضمین نه دی ورکړی."

هغه زیاته کړه، "دا له هغو لاملونو څخه وو چې په لومړي سر کې د سوریې د انقلاب د رامنځته کېدو لامل شو."

د سوريې په شمال لوېديځ ادلب صوبه کې، چې تر ډېره د تحرير الشام د افراطي اتحاد تر کنټرول لاندې ده، بې ځايه شويو سوريايي وګړو مايوسي څرګنده کړه.

۵۴ کلن غسان یوسف ای اېف پي ته وویل، "موږ له خپلو کورونو څخه ایستل شوي یو."

"زه د عربو واکمنانو څخه پوښتنه کوم: تاسو موږ چېرته بيايئ؟"

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500