ترانسپورت

د چین د سفارت خانې په شاوخوا کې د لارو بندولو په اسلام آباد کې غوسه راپورته کړې ده

د زرک خان له خوا

د قائداعظم يونيورسټۍ زده کونکي د اکتوبر په مياشت کې د درېم ايونيو د بندولو خلاف د يونيورسټۍ دروازې ته نزدې احتجاج کوي. [د قائداعظم يونيورسټۍ زده کونکی شمیم شاه]

د قائداعظم يونيورسټۍ زده کونکي د اکتوبر په مياشت کې د درېم ايونيو د بندولو خلاف د يونيورسټۍ دروازې ته نزدې احتجاج کوي. [د قائداعظم يونيورسټۍ زده کونکی شمیم شاه]

اسلام آباد -- پاکستاني چارواکو په اسلام آباد کې د چین سفارت خانې ته غځېدلی لوی سړک بند کړی دی، چې د میاشتو لپاره یې د ځايي خلکو د تګ راتګ مخه نيولې ده.

د مرکزي ښار پراختیا ادارې (اسلام آباد) د یو چارواکي په وینا، سفارت خانې په پاکستاني چارواکو فشار راوړی چې په ټول هېواد کې ​د چینایي ګټو په وړاندې د بریدونو​ له زیاتېدو وروسته درېم ايونيو بند کړي.

دا سړک، چې د تېرو څو میاشتو راهیسې بند دی، قائداعظم يونيورسټۍ (QAU)، بري امام زیارت او د استوګنې مختلفو سیمو ته مستقیه لاسرسی برابروي.

د زده کونکو او ځایي خلکو لپاره بدیل لارې اوږدې او په خراب حالت کې دي.

شمیم شاه، چې په قائداعظم يونيورسټۍ کې د سیاسي علومو زده کونکی دی، وویل، "موږ تل د لارې د بندېدو له امله خپلو ټولګیو یا امتحانونو ته ناوخته رسيږو."

هغه وویل، د اوسیدونکو لپاره دا هم ستونزمنه شوې چې خپلو سيمو ته لاسرسی ومومي او خلک د صوفي زیارت ته لاړ شي.

شاه وویل، "د چین سفارت خانې ته د امنیت د برابرولو په نوم، پاکستاني چارواکو د زرګونو خلکو ژوند ستونزمن کړی دی."

د سیاسي چارو کارپوه ډاکټر اشرف علي وویل، پولیسو هغه قائداعظم يونيورسټۍ ته د تګ لپاره د سړک د استعمالولو څخه منع کړو ځکه چې د چین د سفارت خانې چارواکو له دوی څخه وغوښتل چې هیچا ته د تګ اجازه ورنکړي.

اشرف علي د مۍ په ۱۰مه د اردو ژبې ورځپاڼې مشرق کې په یوه مقاله کې ولیکل، "کېمپس ته د رسیدو لپاره د یو منټ اخېستلو پرځای، زه مجبور شوم چې د میدانونو په منځ کې بدیل او مات شوي سړکونه استعمال کړم چې له ۱۸ څخه تر ۲۰ منټو پورې وخت اخلي."

هغه وويل، "په زرګونو زده کوونکي، د زيارتونو پيروان او ځايي اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي، خو په حکومت کې هيچا دا جرأت نه دی کړی چې د لارې د بندېدو له امله د چين پر سفارت خانې نيوکه وکړي."

په اسلام آباد کې یو خبریال، چې د مدني مسلو په اړه راپور ورکوي، د نوم نه ښودلو په شرط وویل، د قائداعظم يونيورسټۍ زده کونکو او د نږدې سیمو اوسیدونکو د سړک د بندېدو په اړه د چین د سفارت خانې پروړاندې څو احتجاجونه کړي، خو پاکستاني رسنیو د خودساخته بنديز له امله د دې په راپور ندی ورکړی.

خبریال وویل، "د پاکستان حکومت رسنیو ته امر کړی چې هغه راپورونه ورنکړي چې د چین او پاکستان ترمنځ اړیکو ته زيان رسوي."

پاکستانیان کړيږي

د درېم ايونيو بندول د ګڼ شمېر پیښو څخه دی چې پکې چینایي پروژو د پاکستانیانو لپاره لاسرسي بنده کړې ده.

په مین لاین -۱ (ML-1)، چې د پاکستان د رېل یوه لویه پروژه ده، کې کار د کراچۍ د ټیټ عاید لرونکو سيمو اوسیدونکو تګ راتګ محدودوي.

د اېم اېل-۱ پروژې موخه د کراچۍ او پېښور او د ټيکسلا او حویلیا ترمنځ د ۱۸۷۲ کلومیټر رېل پټلۍ دوه ګونه کول او پراخه کول دي.

د ریلوې لویه پروژه د څو هغو معاملو څخه ده چې اسلام آباد د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) لاندې د بیجینګ سره لاسلیک کړي. سي پېک د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی) یوه پاکستانۍ برخه ده، چې د یو کمربند یوې لارې (اوبور) په نوم هم پیژندل کیږي.

د کراچۍ په څو سیمو، لکه کیماري او شیرین جناح کالونۍ کې، پاکستاني چارواکو د اېم اېل-۱ پروژې د پټليو په شاوخوا کې دېوالونه جوړ کړي دي چې هدف یې د چین په مالي مرسته پروژه له تخریب څخه ساتل دي.

د اېم اېل-۱ ریل پټلۍ دواړو خواوو ته د دېوالونو جوړولو د کراچۍ په مختلفو سيمو کې د ۱۰۰۰۰۰ څخه د زیاتو اوسیدونکو تګ راتګ محدود کړی دی.

د چين د ګټو لپاره د ترانسپورتي لارو د بندولو د مخنيوي لپاره بېلګه شتون لري.

د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په مياشت کې، یوې صوبايي محکمې پاکستاني چارواکي د ګوادر بندر په شاوخوا کې د کانټا تار لګولو څخه منع کړل، چې موخه یې د چینایي کارګرانو ساتنه وه، وروسته له هغې چې ځایي خلکو احتجاج وکړو چې د باړ لګول به د اوسیدونکو تګ راتګ له خنډ سره مخ کړي او کب نيوونکي به سمندر ته له رسیدو څخه منع کړي.

په وروستيو کلونو کې، ​د ګوادر خلکو د "ګوادر ته خپل حق ورکړئ" تر کمپاين لاندې​​ ګڼ شمېر احتجاجونه کړي، او غوښتنه يې کړې ده چې د سیمه ایزو او چینایي کښتيو لخوا په ژور سمندر کې غیرقانوني کب نیول او د سي پېک پروژو لپاره په امنیتي پوستونو کې د ځایي خلکو ځورونه پای ته ورسول شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د شاه پرځای د شاه وفاداران ډېر دي، کله چې د امنیت خبره راځي. ځايي کسان او پاکستانيان لرې وساتئ، دوی څنګه پوهېږي چې موږ هم څه حقوق لرو.

ځواب