تجزيه

سمندري زوال: کلیپټوکراسي د روسیې سمندري ځواک په خطرناکه ټوکه بدلوي

د اولها چیپل لخوا

د روسیې سمندري کښتۍ د جولای په ۳۱مه په سینټ پیټرزبورګ کې په یو پرېډ کې برخه اخلي. [اولګا مالتسیوا/ای اېف پي]

د روسیې سمندري کښتۍ د جولای په ۳۱مه په سینټ پیټرزبورګ کې په یو پرېډ کې برخه اخلي. [اولګا مالتسیوا/ای اېف پي]

کييف -- څارونکي وايي، د لسیزو راهیسې د کرملین لخوا تمویل شوي کلیپټوکراسي د روسیې د سمندري ځواکونو وړتیا کمه کړې او دا یې يوه نړېواله ستونزه ګرځولې ده -- پداسې حال کې چې روسي سیلانیان او د هغوی کورنۍ یې قیمت ادا کوي‌.

د اوکراین په جګړه کې د روسیې د سمندري ځواکونو فعالیت د دې ادارې په لیکو کې کرپشن په ډاګه کړی دی.

د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په ۱۴مه د روسیې د تور سمندرګي بیړۍ د ماسکوا توغندیو کښتۍ ډوبېدل يوه داسې بیلګه ده.

دغه بېړۍ د اوکراین په سویل لویدیځ کې د هوايي مداخلې لپاره ځای پر ځای شوې وه خو د اوکراین د توغندیو څخه د ځان ساتلو توان نلري.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپور شوې ویډیو سکرین شاټ ښیي چې ویجاړه شوې ماسکوا کښتۍ د اپرېل په مياشت کې په تور بحر کې د ډوبېدو په حال کې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپور شوې ویډیو سکرین شاټ ښیي چې ویجاړه شوې ماسکوا کښتۍ د اپرېل په مياشت کې په تور بحر کې د ډوبېدو په حال کې ده.

يو کارتون د بیلاروس صدر الياکساندر لوکاشینکا ښيي چې د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین ته په غوږ کې وايي چې "موسکوا ډوبیږي"، چې د ټایټانیک فلم د اداکاراونو جیک او روز ترمنځ د مشهور منظر یادونه کوي. [کاروانسرای]

يو کارتون د بیلاروس صدر الياکساندر لوکاشینکا ښيي چې د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین ته په غوږ کې وايي چې "موسکوا ډوبیږي"، چې د ټایټانیک فلم د اداکاراونو جیک او روز ترمنځ د مشهور منظر یادونه کوي. [کاروانسرای]

له ډوبېدو یوه هفته وروسته، د روسیې د دفاع وزارت، چې غوښتل يې د اوکراینیانو د سترې پوځي بریا د منلو څخه ډډه وکړي، وویل چې ماسکوا د اور او د مهماتو د چاودنې له امله ډوبه شوه.

له یوې میاشتې څخه ډېر وروسته، ډېرو کورنیو په ټولنیزو رسنیو کې یا خپلواکو روسي یا بهرنیو مطبوعاتو ته په بیانونو کې وویل چې دوی لا تر اوسه ندي توانیدلي چې خپل زامن او خپلوان ومومي چې په ماسکوا کې يې کار کولو.

'د روسیې کلاسیکي سکیم'

خو ماسکوا ممکن د ناکامۍ سره مخ شوي وي حتی مخکې لدې چې د اوکراین د اوډیسا په بندر کې د محاصرې لپاره ځای په ځای شوه.

News.com.au راپور ورکړو، پوځي شنونکو د عملې د روزنې کیفیت او د کروزر راډارونو وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده. که څه هم، اصلي ستونزه "پراخه کرپشن" دی.

د روسیې ورځپاڼې کومرسانت د مارچ په ۲۳مه راپور ورکړو، د ماسکوا ډوبېدو څخه یوازې څو هفتې وړاندې، پولیسو د سمندري ځواکونو یو افسر او دوه قراردادي کارکوونکي چې د هغې په ترمیم کې ښکېل وو، توقیف کړل‌. دوی پدې تورن دي چې د ژمنې سره سم د نورو جنګي کښتیو په پراختيا کې پاتې راغلي.

پلټونکو وموندله چې غلو قراردادیانو په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې د مختلفو جنګي کښتیو لپاره د توغندیو د نوي کولو لپاره ۶۹۲ ملیونه روبله (۸.۵ ملیونه آمريکايي ډالره) پټي کړي چې ډېر کار یې نیمګړی پاتې کړو.

د کامرسانت په وینا، د تصدیق شوي پوځي قراردادیانو لېست ته په پام نه کولو سره، د لومړۍ رتبې کیپټن ایګور سوپرانوویچ ادعا وکړه چې یو نامعلوم شرکت يې شامل کړو چې بالاخره د ۲۰۱۲ کال قرارداد یې وګټلو. هغه د سمندري ځواک افسر و چې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې نیول شوی و.

ورته شرکت په ۲۰۱۴ کال کې د توغندیو د پراختيا د بل پړاو لپاره یو لوی قرارداد ترلاسه کړو، چې ۱ ملیارده روبله (۱۲.۲ ملیونه آمريکايي ډالره) ارزښت يې لرلو.

والیري کلوچوک، يو سیاسي شنونکی او د ویزها عامه تحلیلي مرکز ډايريکټر دی، د روسیې په پوځي قراردادونو کې د کرپشن په اړه وویل، "دا په روسیه کې یو کلاسیکي سکیم دی‌."

"د تدارکاتو آرډر د یو مشخص کس لپاره جوړیږي، دا ترسره کیږي، پیسې يې د بجټ څخه ورکړل کیږي، او ورپسې رشوت ورکړل کيږي."

هغه وويل، "په دې توګه تاسو د ملياردرانو او سوداګرو يوه حلقه جوړوئ چې واک ته نږدې دي او پوهيږي چې څنګه د رشوت پېسې شريکې کړي او چپ پاتې شي." "دوی غلې پاتې کيږي."

په پراخه کچه غلا

شنونکي وايي، سره لدې چې د روسیې په سمندري ځواکونو کې خورا زيات اصلاحات شوي، دا یو کاغذي پړانګ پاتې شوی او د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین لپاره د شرم يو لوی عنصر دی -- چې د کرپشن په تور تورن دی.

د اوکراین فسټ رينک کپتان پاولو لاکیچوک، چې په کیيف کې د نړېوالو مطالعاتو لپاره د ستراتیژۍ XXI مرکز کې د امنیتي پروژو ډايريکټر دی، وویل، "دا ټول د پېسو د ویشلو او غلا کولو پر بنسټ یو ناوړه لوی کاروبار دی."

هغه وویل، "روسیه د سمندري جګړې لپاره چمتووالی نه لرلو. شاید یو کس پوتین ته وویل چې د بیړۍ سره باید څه وکړل شي، خو دا یوازې د پېسو لوټ کول و."

د لاکیچوک په وینا، یو شرکت چې د روسیې د کښتیو ترمیم شرکتونه او د کښتۍ جوړونکي ټول سره یوځای کوي حتی د چارواکو جیبونو ته د ډکولو لپاره رامينځته شول.

هغه وویل، "څومره چې شرکت لوی وي، نو دومره غلا یې اسانه کیږي."

د روسیې ترټولو لوی جنګي بېړۍ او یوازینۍ الوتکه وړونکې بېړۍ، اډمیرل کوزنیتسوف، د اوږدې مودې يوه ښکاره بېلګه ده.

طاس د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې راپور ورکړو چې په مرمانسک کې د کښتيو د جوړولو مرکز جنرل ډايريکټر، چې د اډمیرل کوزنیتسوف ترمیم یې کولو، د فنډونو د اختلاس په تور ونیول شو.

د روسیې د پوځ څارونکي وايي، د الوتکې وړونکې بېړۍ د قرارداد د پېسو د غلا کولو لپاره استعمال شوي، چې دا ستونزمنه ده چې حساب یې وشي چې څومره پېسه ضايع شوې ده.

کلوچوک وویل، "د اډمیرل کوزنیتسوف کیسه ډېره پخوانۍ ده."

هغه وویل، روسان د کلونو راهیسې د پوسټ مارټم تحقیقات کوي او هڅه کوي معلومه کړي چې څومره پېسې غلا شوي، ولې په بېړۍ کې هېڅ کار ونه شو او ولې بېړۍ تر اوسه نه ده ترک شوې.

"دوی حتی د تحقيقاتو لپاره یو ډول کمیسیون جوړ کړو، خو زه فکر نه کوم چې دا ټول تحقیقات او لټونونه به ښکاره شي."

هغه زیاته کړه، په عامه توګه د کمیسیون د کار یادونه به دا معنی ولري چې دا خبره يې منلې ده چې حکومت نشي کولی د خپلو فنډونو حساب وساتي.

اډمیرل کوزنیتسوف ته په تېرو کلونو کې څو ځله اور لګېدلی دی، چې وروستی يې په ۲۰۲۲ کال کې و، او د ۲۰۱۸ کال په اکتوبر کې هغه وخت سخت زيان ترلاسه کړو کله چې یو کرېن د هغې له ډیک سره ټکر وکړو.

'خرابه شوي'

د روسيې يوه بله سمندري کښتۍ چې د ترمیم وړ نه ده د توغندیو کروزر پیوټر ویلیکي (لوی پیټر) ده، چې د روسیې د شمالي بېړۍ يوه مهمه برخه ده.

طاس د اپرېل په میاشت کې راپور ورکړو چې څلورم او وروستی کیروف کلاس کروزر، چې په نړۍ کې ترټولو لویه سطحي جنګي اتومي ځواک لرونکی کښتۍ ګڼل کیږي، ممکن د لوړې پاملرنې او عصري کولو لګښتونو له امله کباړ خانې ته واستول شي.

کرپشن ټرېکر په ۲۰۲۰ کال کې راپور ورکړو، د کښتۍ د ترمیم لپاره په ۲۰۱۰ کال کې قرارداد د شیل شرکت ته ورکړل شوی و چې ځان يې د کښتۍ د ترمیم شرکت په توګه ظاهر کړی و.

دغه جعلي شرکت، چې حتی مناسب جوازونه یې نه لرل، د هغه کار لپاره يې ډېرې پېسې ترلاسه کړې چې هېڅکله نه و ترسره شوی.

د دغه کلاس د یوې بلې کښتۍ -- اډمیرل نخیموف -- د ترمیم کار ممکن د روسیې سمندري چارواکي د پیوتر ویلیکي د ترمیم کولو څخه منع کړي وي.

د سمندري ځواکونو یوې سرچینې طاس ته وویل، "د اډمیرل نخیموف د ترمیم او عصري کولو تجربې وښودل چې دا خورا زيات لګښت لري."

لاکیچوک وویل، "له لس کلونو راهیسې دوی [چارواکي] وايي چې دوی به [اډمیرل نخیموف] ترمیم کړي او په بېړۍ کې به یې ځای پرځای کړي." "خو د کښتۍ د سیسټمونو او میکانیزمونو پلټنه ښیي چې ستونزې لا دمخه نه یوازې په هل کې بلکې په اټومي ریکټور کې هم شتون لري."

"دا ممکن یوازې په ویجاړ شوي هل کې راغوزاره شي او په سمندر کې ډوبه شي."

د لاکیچوک له مخې، د روسیې بېړۍ له اوږدې مودې راهیسې د چاپیریال لپاره يو ګواښ پاتې شوی -- خو د کرملین د مخالفینو لپاره نه.

هغه وویل، "له ډېرې مودې راهیسې، په نړۍ کې هر چا د روسیې اټومي بېړۍ -- دواړه آبدوزونه او سطحي کښتۍ -- د یو ډول ورو متحرک بم په توګه ګڼلي چې ممکن ژر یا وروسته چاودنه وکړي."

کلیپټوکراسي اصلي ګواښ دی

شنونکي وايي، کلیپټوکراسي د روسیې د پوځ لپاره یو اصلي ګواښ دی، چې د کرملین د بهرنۍ پالیسۍ د ټولو هيلو مخه نيسي.

فسټ رينک کیپټن اندری رایزینکو، چې د اوکرایین د سمندري ځواکونو پخوانی ستر مشر او د دفاعي ستراتیژیو په مرکز کی شنونکی دی، وویل، "دوی په لیوالتیا سره غلا کوي -- په ځانګړې توګه په دولتي کچه."

هغه وویل، "حکومت هر روسي سرتیري ته د رسد لپاره [په کال کې] ۸۰۰۰ آمريکايي ډالره ورکوي. دا یو ښه مقدار دی، چې د اوکراین په پرتله څلور چنده دی‌."

رایزینکو یادونه وکړه چې دا مقدار د هغه څه سره پرتله کیږي چې د اسراییلو پوځ يې لګوي.

هغه وویل، "خو که تاسو د اسراییلو پوځ ته لاړ شئ او وګورئ چې د دوی سرتیري څنګه ژوند کوي، او بیا یې د روسي سرتېرو سره پرتله کړئ -- نو دا د آسمان او ځمکې ترمنځ د توپېر په شان ده."

کلوچوک وویل، " خبره دا ده چې [روسیان] نه پوهیږي چې دا یوه کلیپټوکراسي ده." "دوی یوازې دې ته 'پېسې ګټل' وايي ... دا ټول په پای کې د عادي خلکو د ژوند په معیار اغیزه کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500