چاپیریال

چین د اخراج کمولو د ژمنې سربېره د سکارو د بجلۍ د نوي پلانټونو اجازه ورکوي

د ای اېف پي لخوا

د چین د شمالي هیبي صوبې په جانګ جیاکو کې د سکارو داتانګ نړېوال ژانګ جیاکو پاور سټیشن ته نږدې د فولادو پایپونو د پرې کولو لپاره کارکوونکی يو ټارچ کاروي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

د چین د شمالي هیبي صوبې په جانګ جیاکو کې د سکارو داتانګ نړېوال ژانګ جیاکو پاور سټیشن ته نږدې د فولادو پایپونو د پرې کولو لپاره کارکوونکی يو ټارچ کاروي. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

ګرین پیس د دوشنبې په ورځ (د اپرېل په ۲۴) وویل، چین د فوسیل تېلو د اخراج کمولو لپاره د خپلې ژمنې په پرتله د انرژۍ رسد ته ترجيح ورکړې ده، ځکه چې سږکال یې د سکارو په بجلۍ کې د پام وړ زیاتوالي تصویب ورکړی دی.

د نړۍ دوهم لوی اقتصاد همد شنو خونو ګازونو ترټولو لوی اخراج کونکی دی چې د اقلیم د بدلون لامل کیږي، لکه د کاربن ډایي اکسایډ (CO2)، او د چین د اخراج ژمنې د نړۍ د تودوخې د دوه درجې سنټي ګريډ څخه د ښکته ساتلو لپاره اړین ګڼل کیږي.

که څه هم، د سکارو د بجلۍ د پلانټونو په تصویب کې زياتوالي دا اندېښنې رامینځته کړي چې چین به د ۲۰۲۶ او ۲۰۳۰ کلونو ترمنځ د اخراج کمولو لپاره خپلو اهدافو ته شا کړي او تر ۲۰۶۰ کال پورې به د کاربن اخراج ودروي.

ګرین پیس وویل چې د انرژۍ وږې چینایي صوبو سیمه ایزو حکومتونو د ۲۰۲۳ په لومړیو درېو میاشتو کې لږ تر لږه ۲۰.۴۵ ګیګاواټه (جي ډبليو) د سکارو بجلي تصویب کړه.

دا د تېر کال په ورته موده کې د ۸.۶۳ ګيګا واټه په پرتله دوه چنده ده چې ګرین پیس راپور کړې وه، او د ۱۸.۵۵ ګيګاواټه څخه ډېره ده چې د ټول ۲۰۲۱ کال لپاره تصويب شوې وه.

چین تېر کال د خپلې بجلۍ نږدې د ٪۶۰ محصول لپاره په سکارو تکیه کوله.

د ګرین پیس کمپاین کونکي ژی وینوین وویل چې د سکارو د نورو پلانټونو لپاره هڅه "د اقلیم د تباهۍ خطر رامنځته کوي ... او موږ د کاربن د لوړ اخراج سره مخ کوي."

" د ۲۰۲۲ د سکارو زياتوالی په واضح ډول په دې کال کې دوام لري."

په یوې څېړنه کې چې د فبرورۍ په میاشت کې د ګلوبل انرژۍ مانیټر (GEM) لخوا خپره شوې وه ویل شوي چې چین تېر کال د ۲۰۱۵ راهیسې د سکارو د بجلۍ پلانټونو ترټولو لویه پراختیا تصویب کړه.

ناوړه دوره

ګرین پیس وویل، د سکارو ډېرې نوې پروژې چې سږکال د جنورۍ - مارچ په موده کې تصویب شوي، په هغو صوبو کې وې چې په تېرو دوو کلونو کې د ریکارډ تودوخې څپې له امله د بجلۍ له کمي سره مخ شوي وې.

ګڼ شمېر نور پلانټونه د چین په سویل لویدیځ کې وو، چېرې چې تېر کال وچکالۍ د اوبو بجلۍ تولید کم کړی و او پلانټونه په ځای ودريدلي و.

دا څرګنده نه وه چې د سکارو د بجلۍ څومره پلانټونو به، چې په دې کال کې تصویب شوي، کار پیل کړي.

د ګرین پیس شنونکو خبرداری ورکړو چې د اير کنډيشنونو د زياتوالي پروړاندې د چمتوالي لپاره د فوسيل - تېلو په ډېرو پلانټونو کې سرمايه کاري کول به يوه ناوړه دوره رامنځته کړي: د سکارو له پلانټونو څخه د شنو خونو د ګازو د اخراج زیاتوالی به د اقلیم بدلون ګړندی کړي، چې په پایله کې به سخت موسم لکه د تودوخې څپې رامنځته کړي.

د ګرین پیس ژی وویل، " د چین د بجلۍ سکتور کولی شي تر ۲۰۲۵ کال پورې د اخراج کچه کمه کړي"، خو زیاته یې کړه چې نن ورځ خارج شوي ګيسونه به د عشرو لپاره په فضا کې پاتې شي.

چین په نړۍ کې د نوي کیدونکي انرژۍ ترټولو لوی او ګړندۍ وده کونکی هم دی.

خو ګرین پیس وویل چې د سکارو بجلۍ پروژو لپاره په تصویبونو کې زیاتوالی ښیي چې څنګه د لنډ مهاله اقتصادي ودې اړتیا د نوي کیدونکي انرژۍ پروژو څخه سرمايه کاري لرې کوي لکه د ګریډ پراختيا چې کولی شي اضافي د باد او لمر بجلي هغو سیمو ته ورسوي چې ورته اړتیا لري.

د راپور له مخې، د شاوخوا ۴۰ څخه تر ۵۰ کلونو پورې د اوسط عمر سره، د چین د سکارو پلانټونه به په لږ تر لږه ظرفیت او په زيان سره فعالیت وکړي که چېرې دغه هېواد خپله د اخراج ژمنه پوره کړي.

د چین د بجلۍ شورا وویل چې د هېواد له نیمایي څخه ډېر د سکارو بجلۍ شرکتونو د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ نیمایي کې زيانونه ترلاسه کړل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500