تجزيه

د رتبې خپلوي پالنه د خامنه اي زوی ته وړتیا ورکوي چې په غیرقانوني توګه د هغه ځای ناستی شي

د پاکستان فارورډ له خوا

مجتبی خامنه اي (ښي اړخ ته) د سپاه پاسداران قدس ځواک له مرحوم قوماندان قاسم سلیماني سره په ۲۰۱۹ کال کې. [فارس]

مجتبی خامنه اي (ښي اړخ ته) د سپاه پاسداران قدس ځواک له مرحوم قوماندان قاسم سلیماني سره په ۲۰۱۹ کال کې. [فارس]

که څه هم هغه هېڅکله نه ټاکل شوی او نه په پوسټ لګول شوی، خو د ایران د مشر علي خامنه يي ۵۴ کلن زوی، مجتبی خامنه اي، د خپل پلار د ځای ناستي په توګه اصلي دنده په غاړه اخیستې ده.

د هغه کړنې، چې په تېرو وختونو کې د پردې تر شا پاتې شوي، خورا زیاتې په ډاګه شوي دي.

په تېرو وختونو کې، د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) چارواکو او قوماندانانو به عموماً د مجتبي خامنه اي د نوم اخيستلو یا د هغه حواله ورکولو څخه ډډه کوله.

که څه هم په دې وروستیو کې دا بدلون راغلی او د خامنه اي دویم زوی شهرت ترلاسه کړی حتی د اسلامي جمهوریت مشرتابه د ولايت فقيه مقررات تعقیبوي او د رژیم د اساسي قانون له مخې میراثي نه دی.

مجتبی خامنه اي په ۲۰۱۹ کال کې. [خپلواک فارسي]

مجتبی خامنه اي په ۲۰۱۹ کال کې. [خپلواک فارسي]

مجتبی خامنه اي (کیڼ اړخ ته) دلته د ایران د سپاه پاسداران د استخباراتو له پخواني مشر حسین طیب سره په یو نامعلوم عکس کې لیدل کیږي. [ايسنا]

مجتبی خامنه اي (کیڼ اړخ ته) دلته د ایران د سپاه پاسداران د استخباراتو له پخواني مشر حسین طیب سره په یو نامعلوم عکس کې لیدل کیږي. [ايسنا]

د اساسي قانون له مخې، ټول ستر مشران (د روح الله خمیني نه وروسته) باید د کارپوهانو د شورا لخوا وټاکل شي چې د ایراني رای ورکوونکو لخوا د اتو کلونو لپاره ټاکل کیږي.

مجتبی د خپل پلار نفوذ لري او د پایلې په توګه، په سپاه پاسداران او د هغې په بهرنۍ څانګه قدس ځواک کې په پریکړه کولو باندې پراخه کنټرول لري.

که څه هم د راپورونو له مخې د هغه پریکړو او کړنو حتی د سپاه پاسداران قوماندانان غوسه کړي دي، خو د هغه د پلار واک هغه ته دومره ځواک ورکړی چې د رژیم د چارواکو اعتراضونو سره خپلو کړنو ته دوام ورکوي.

د مجتبی په پریکړو نیوکه

یو افشا شوی خفيه سند چې د جنورۍ په ۳مه د سپاه پاسداران د قوماندانانو، استخباراتي چارواکو او علي خامنه اي ترمنځ د یوې پټې غونډې محتويات په ګوته کوي، ښیي چې د سپاه پاسداران چارواکي چې د رژیم په ضد د وروستيو احتجاجونو د ځپلو مسولیت يې په غاړه لرلو، د مجتبی د پریکړو په اړه خفه وو.

د فارس صوبې د سپاه پاسداران سره وابسته د فجر ځواک قوماندان یعدالله بوعلي په دغه غونډه کې د مجتبی تر قوماندې لاندې ځواکونو باندې نیوکه وکړه.

بو علي وویل، "دغو ځواکونو د هېواد امنیتي جوړښت ګډوډ کړی دی."

د بوعلي څرګندونې ښیي چې ځوان خامنه اي په ایران کې د سپاه پاسداران او استخباراتو ځواکونو د قوماندانانو په ګمارلو او ټاکلو کې لاس لري، د رژیم لپاره په حساس وخت کې -- کله چې د هغه د مرګ په اړه ویره لري.

بوعلي په دغه غونډه کې وویل، د مجتبی ښکاره فشار، چې په امنیتي او پوځي ځواکونو کې د بدلون لامل شوی، کولی شي "ناوړه" پایلې رامنځته کړي.

خو مشر خامنه اي په ښکاره توګه خپل غوره توبونه روښانه کړي دي: هغه غواړي چې د هغه زوی د ایران د سپاه پاسداران مشري وکړي -- چې په هېواد کې تر ټولو ځواکمنه اداره ده.

د ځینو راپورونو له مخې، مجتبی په دې پریکړه کې هم لاس لرلو چې په سپاه پاسداران کې اصلاحات وکړي او د استخباراتو مشر او یو نږدې باوري ملګری حسین طیب د ۱۳ کلونو لپاره په دغه پوسټ باندې له پاتې کېدو وروسته لرې کړي.

د جون په میاشت کې، جنرل محمد کاظمي د طیب پر ځای وټاکل شو، چې مخکې یې د سپاه پاسداران ضد هغه استخباراتي ادارې مشري کوله چې د استخباراتو د ساتنې د سازمان په نوم پیژندل کیږي.

د ایران شارق ورځپاڼې دا بدلون "یوه سیاسي زلزله" وبلله، لکه څنګه چې ډېر شنونکي ورته فکر کوي.

طیب، د منځنۍ رتبې عالم دی چې په پراخه کچه د "ډارونکې شخصیت" په توګه تشریح شوی، د پېل راهیسې د سپاه پاسداران د استخباراتو څانګې مشر و.

په ایران کې مېشت یو سیاسي شنونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل چې ځینې استخباراتي چارواکي او د سپاه پاسداران شخصیتونه د طیب له ګوښه کولو سره موافق نه دي خو دا چې حکم "له پورته څخه راغلی و".

دغه شنونکي وویل، د راپورونو له مخې دا پریکړه مجتبی کړې وه او له همدې امله حتمي وه.

هغه المشارق ته وویل، دا معلومه شوه چې د مجتبی یوه پریکړه د هغه د پلار له پریکړې سره برابر ده.

د درغلیو په ټاکنو کې رول

مهدي کروبي، چې یو اصلاح غوښتونکی دیني عالم او سیاستدان دی، د ۲۰۰۹ کال د جمهوري ریاست له جنجالي انتخاباتو وروسته د ایران په سیاست کې د مجتبی د رول په اړه په لومړي ځل په عامه توګه ذکر وکړو.

کروبي، چې د اوسني محمود احمدي نژاد او اصلاح غوښتونکي میرحسین موسوي پر ضد ولاړ و -- خو ماتې يې وخوړو -- له ۲۰۰۹ کال راهیسې په کور کې نظر بند دی.

د ټاکنو جنجالي پایلو په ایران کې د زرغون غورځنګ په نوم پاڅون رامنځته کړو، چې په پايله کې رژیم د احتجاجونو په وړاندې سخت عمليات پېل کړل او کروبي او موسوي دواړه يې په کور کې نظربند کړل.

کروبي د پایلو خلاف خبرې وکړې او خامنه اي ته يې په یو پرانیستي لیک کې یادونه وکړه چې د هغه زوی، مجتبی، د احمدي نژاد سره مرسته وکړه، چې دا معنی لري چې کوچني خامنه اي د احمدي نژاد په واک کې د ساتلو په پریکړه کې لاس لرلو.

غیرقانوني ځای نيونه

د ایران په سیاست کې د هغه د رول سربیره، مجتبی د ترهګرۍ په صادرولو او د رژیم د پراختیایي اجنډې په تعقیب کې د رول لرلو په تور تورن دی.

نوموړی د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۴مه د امریکا د خزانې وزارت له خوا تر بندیزونو لاندې راغی.

د امریکا د خزانې وزارت په یو بیان کې وویل، "مجتبی خامنه اي، چې د ستر رهبر دویم زوی دی، نن ورځ په رسمي توګه د ستر رهبر د استازیتوب لپاره ټاکل شوی، سره له دې چې هېڅکله د خپل پلار په دفتر کې له دندې پرته په دولتي پوسټ نه دی مقرر شوی یا نه دی ټاکل شوی."

په دغه بيان کې راغلي، "ستر رهبر د خپل مشرتابه د مسؤلیتونو یوه برخه مجتبی خامنه اي ته سپارلې ده، چې د سپاه پاسداران له قوماندان او همدارنګه د بسیج مقاومت ځواک (بسیج) سره يې نږدې کار کړی ترڅو د خپل پلار د بې ثباته کولو سیمه ایزو پلانونو او ظالمانه کورنیو اهدافو ته وده ورکړي."

شنونکي وايي، د خامنه اي له خوا خپل زوی ته د واک سپارل او همدارنګه د خپلې د خوښې پریکړو کولو واک غیرقانوني دی.

د ایران د حقوقي چارو یو کارپوه چې په اساسي قانون کې تخصص لري، وویل، اسلامي جمهوریت یوه باچاهي نه ده او مشر یې بايد په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د خپلې کورنۍ غړی ونه ټاکي چې د هغه ځای ناستی شي.

هغه د نوم نه ښودلو په شرط المشارق ته وویل، "که څه هم علي خامنه اي په ښکاره توګه اساسي قانون په پام کې له نيولو پرته واک خپل زوی ته سپارلی دی."

"د رژیم لوړ پوړو چارواکو ته نږدې سرچینې وايي چې مجتبی خامنه اي د خپل پلار د پوسټ په لټه کې دی. په داسې کار کولو سره، ډېر خلک وايي چې هغه د [ایراني صدر ابراهیم] رییسي د مخنیوي هڅه کوي، که څه هم رییسي پخپله یو سخت دریځه او یو داخلي کس دی چې مشر ته نږدې دی."

دغه شنونکي وویل، مجتبی تر ډېر حده د خپل پلار په څېر دی، خو ظالم دی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500