امنیت

په سوریه کې د سپاه پاسداران ستړي او مايوسه جنګیالي په اسراییلو رازونه پلوري

د پاکستان فارورډ لخوا

د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندانانو د جنورۍ په میاشت کې د ایران له مشر علي خامنه يي سره په یوه غونډه کې د مايوسه شویو سرتېرو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. [ایران نړېوال]

د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندانانو د جنورۍ په میاشت کې د ایران له مشر علي خامنه يي سره په یوه غونډه کې د مايوسه شویو سرتېرو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. [ایران نړېوال]

يو افشا شوی راپور څرګندوي چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک غړي دومره مايوسه شوي چې دوی د "نا تصور وړ" کارونه کوي او د ایران پر پخواني سیال اسراییلو باندې رازونه پلوري.

د سپاه پاسداران د قدس ځواک ستونزې، چې یو وخت يې جنرل قاسم سلیماني مشري کوله، د جنورۍ په ۳مه په تهران کې د لوړ پوړو چارواکو او د ایران د مشر علي خامنه يي ترمنځ د خفيه غونډې یو له مرکزي موضوعاتو څخه وه.

د غونډې په دوران کې، د ایران د سپاه پاسداران په لیکو کې د اختلافاتو، نافرمانۍ او انحراف په اړه د ایراني رژیم اندیښنې روښانه شوې، او له هغه وخت راهیسې د ایران وایر لخوا د خپاره شوي او افشا شوي راپور له لارې په پراخه کچه شریکې شوي.

د مارچ په ۱۸مه، بهرنۍ رسنۍ یو ۴۴ مخیزه سند خپور کړو چې د غونډې په جريان کې د څرګندونو توضیحات لري. دا سند د "ایران له یوې سرچینې" څخه ترلاسه شو او لومړی په ټيلي ګرام چېنل وقت آزادي کې خپور شو.

د سپاه پاسداران قدس ځواک مرحوم قوماندان قاسم سلیماني په ۲۰۱۸ کال کې دلته د ګولان هايټس څخه ۴۰ کیلومتره لرې په يو انځور کې ښودل شوی دی. [تسنیم نیوز]

د سپاه پاسداران قدس ځواک مرحوم قوماندان قاسم سلیماني په ۲۰۱۸ کال کې دلته د ګولان هايټس څخه ۴۰ کیلومتره لرې په يو انځور کې ښودل شوی دی. [تسنیم نیوز]

په غونډه کې د بحث اصلي موضوع د ایران امنیتي وضعیت و.

د کورني اختلاف او د هغې د ځپلو ننګونو په اړه د بحث کولو سربېره، ګډونوالو د سپاه پاسداران د قدس ځواک د کمزورتیا او د سوریې او اسرايیل په پوله په ګولان هايټس کې د هغې د غړو ترمنځ د ټیټ مورال په اړه خبرې وکړې.

د سپاه پاسداران سينير قوماندان رحیم نویاغدام، چې په سوریه کې یې د ځواکونو مشري کړې ده او په افشا شوي سند کې یې یادونه شوې، وویل چې ځواکونه يې ستړي شوي او مايوسه شوي او په اسراییلو استخباراتي معلومات پلوري.

'د اسراییلو برلاسی'

په غونډه کې، نویاغدام وویل چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک پرسونل د اسراییلو په سرحدي سیمو او په ګولان هايټس کې له "ډېرو ستونزو" سره لاس او ګریبان دي.

هغه وویل، "د اسرائیلو دوامداره بمبارۍ، په سیمه کې د متحدینو ځواکونو ته د لاسرسي نشتوالی، نظرياتي مسایل او کورنۍ ستونزې" په ګولان هايټس کې د ځواکونو له ننګونو څخه دي.

"نظرياتي مسایل" د نوياغدام د رژیم او د دې په اصولو باندې د باور له لاسه ورکولو د بیانولو یوه لاره وه، چې د سپاه پاسداران د عناصرو تر منځ په پراخه کچه شتون لري.

نویاغدام وویل، د ایراني ځواکونو د عملیاتو پلانونه اسراییلي ځواکونو ته افشا شوي دي.

هغه وویل، اسراییلي ځواکونه په ګولان هايټس کې برلاسي دي. دوی د ایراني عملیاتو لپاره جالونه جوړ کړي، او د پټو کوډونو په اړه استخبارات لري چې په عملیاتو کې کارول کیږي.

نوياغدام وویل، دغو عواملو ایراني ځواکونه کمزوري کړي دي.

هغه زیاته کړه، "اسرایلي ځواکونو موږ ته په پنځو عملیاتو کې د مخکې نه ماتې راکړی دی، چې موږ ته یې ثابته کړې چې زموږ د ځواکونو تر منځ [اسرایلي] نفوذ او نفاق شتون لري، چې نه غواړي له اسراییل سره په سرحدي سیمو کې پاتې شي."

په داسې حال کې چې په ایران کې عام احتجاجونه دوام لري او د سپاه پاسداران غړي له ستړیوالي او مايوسۍ سره مخ دي، ځینې یې "د تصور نه وړ لارې" کاروي -- او په اسراییلو استخبارات پلوري ترڅو "د ژوند [مالي] بار کم کړي".

اقتصادي ننګونې یوه بنيادي ستونزه ده چې ایراني ځواکونه، د زياتره ایرانیانو په څېر، ورسره لاس او ګریوان دي.

'اسلامي جمهوریت ته جدي ګواښ'

د جنورۍ په ۳مه د غونډې په ترڅ کې په خپلو څرګندونو کې -- چې د سلیماني د مرګ د دریمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې وه -- نویاغدام ټینګار وکړو چې ځواکونه نور نه غواړي په ورځنیو او هفتو جګړو کې برخه واخلي.

په عېن حال کې، هغه وويل، د سپاه پاسداران قدس ځواک پرسونل متنازعه دي او د کورني اختلاف په منځ کې "د هېواد د اوسني حالت په اړه سمه پوهه نه لري".

نویاغدام وویل چې د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونه او د قدس ځواک د نورو سکتورونو څخه ویره لري او "ځینې یې په بهر کې د پاتې کېدو پرځای په ایران کې دننه دندې غوره کوي".

هغه خبرداری ورکړو چې که اسلامي جمهوریت هغه سیمې له لاسه ورکړي چې په بهر کې یې د "کلونو هڅو" سره ترلاسه کړي دي، "نو اسلامي جمهوریت ته یو قوي ګواښ به د پوښتنې څخه بهر نه وي".

شنونکو وویل، هغه معلومات چې په ياده خفيه ناسته کې توضیح شوي په هېواد کې دننه او بهر د ایران د رژیم مايوسي څرګندوي.

دوی زیاته کړه، د ګولان هايټس سيمه له کلونو راهیسې د اسلامي جمهوریت لپاره د پام وړ اهمیت لري، او هلته د مداخلې د وړتیا له لاسه ورکولو خطر په ښکاره ډول د سپاه پاسداران په کمانډ کې وېره رامنځته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500