تروريزم

په افغانستان کې د داعش د بریدونو زیاتوالی 'جدي اندېښنې' راپورته کوي

د عمران لخوا

د یو ژوبل شوي سړي سره د مارچ په ۱۱مه په مزارشریف کې د رسنیو په یاد د یوې غونډې په ترڅ کې د داعش د برید ځای ته نږدې مرسته کیږي. [عاطف آرین/ای اېف پي]

د یو ژوبل شوي سړي سره د مارچ په ۱۱مه په مزارشریف کې د رسنیو په یاد د یوې غونډې په ترڅ کې د داعش د برید ځای ته نږدې مرسته کیږي. [عاطف آرین/ای اېف پي]

هرات -- د "عراق او سوریې اسلامي دولت" د خراسان څانګه، چې په افغانستان کې د واک د خلا له امله پیاوړي شوې ده، په ګڼ شمېر صوبو کې بریدونه زیات کړي چې په ټول هېواد کې د امنیت په اړه جدي اندېښنې راپورته کوي.

د دې میاشتې په پېل کې په مزارشریف کې په دوو مختلفو بریدونو کې، داعش د سیمه ییزو حکومتي چارواکو په یو لوړ پوړي چارواکي او د خبریالانو پر مراسمو برید وکړو.

پولیسو وويل چې د بلخ صوبې په مرکز مزارشریف کې د تابیانو په کلتوري مرکز د مارچ د ۱۱مې په برید کې یو امنیتي ساتونکی ووژل شو، پداسې حال کې ګڼ شمې خبریالان او درې ماشومان ژوبل شول.

د افغانستان د خبریالانو د خپلواکې ټولنې (AIJA) په وینا، د ساتونکي ترڅنګ، خبریال حسین نادري او د اکمل په نوم د ژورنالیزم یو محصل ووژل شول. دغه ټولنې وويل چې د رسنیو ۱۴ نور کارکوونکي هم ژوبل شول.

دا چاودنه یوازې دوه ورځې وروسته له هغې وشوه کله چې د داعش یو ځانمرګي بریدګر په مزارشریف کې د بلخ صوبې والي په خپل دفتر کې ووژلو.

په هرات کې د مارچ په ۹مه د داعش په یو بل برید کې درې تنه ووژل شول.

د داعش د خونړۍ لوبې قربانیان

د ځینو شنونکو په وينا، داعش د خپلو ترهګریزو کړنو په زیاتولو سره هڅه کوي چې افغانستان د نظرياتي جګړې په یوه خونړي ډګر بدل کړي.

په ایټالیا کې د پوځي چارو کارپوه محمد نعیم غیور وویل، "د داعش وروستي بریدونه ښيي چې دغه ډله ډېره فعاله شوې او د هېواد په مختلفو برخو کې یې خپل فعالیتونه پراخه کړي دي.

هغه وویل، "په افغانستان کې په لسګونو تروریستي ډلې فعالې دي، او له هغوی سره د داعش اړیکې مخ په ښه کېدو دي."

"لکه څنګه چې دا ډلې متحد شي، نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې نړۍ امنیت به له زیاتېدونکو ګواښونو سره مخ شي."

هغه وړاندوینه وکړه، "که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، موږ به په څو صوبو کې د داعش خونړي بریدونه وګورو.

غیور وویل، د داعش د خراسان څانګې فعالیتونه به احتمالاً په ټول هېواد کې پراخه شي او دغه تروریستي ډله به تر هغې سیمې ونیسي تر څو چې په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت چې د خلکو له خوا یې ملاتړ کیږي، رامنځته نشي.

هغه وویل، "داعش د سیمې د هېوادونو او استخباراتي ادارو له خوا په کلکه ملاتړ کیږي. "د دغه استخباراتي ملاتړ پرته، داعش به توان ونلري چې دا ډول پيچيده او خونړي بریدونه ترسره کړي."

هغه زیاته کړه، "له بده مرغه، د دې خونړۍ لوبې اصلي قربانیان بې ګناه افغانان دي."

په هرات کې د مدني ټولنې یو فعال سید اشرف سادات وویل، داعش هڅه کوي چې په افغانستان کې جګړه پېل کړي.

هغه وویل، "داعش په تېر یو نیم کال کې د پام وړ وده کړې ده. "په افغانستان کې یې فعالیتونه د جدي اندېښنې وړ دي."

هغه وویل، "ډېر سیمه ایز هېوادونه غواړي چې د خپلو استخباراتي او سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې جګړه روانه وساتي. له همدې امله داعش پراخه پوځي او مالي ملاتړ ترلاسه کوي."

هغه زیاته کړه، "داعش توانېدلی چې د اورپکۍ ډلو څخه هغه جنګيالي استخدام کړي چې اوسمهال په افغانستان کې څه دنده نلري."

د نړېوال امنیت لپاره جدي ګواښ

په ازبکستان کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي وویل، د قوي او مسلکي پوځ پرته، افغانستان د داعش په څېر د ترهګرو ډلو په پټنځای بدل شوی دی.

هغه وویل، "داعش پراخې مالي سرچینې لري او کولای شي په اسانۍ سره خپل فعالیتونه پراخه کړي." "په افغانستان کې اوسني وضعیت د داعش د ودې لپاره یو پلېټ فارم جوړ کړی دی."

"داعش یو نړېوال غورځنګ دی، او د دې خراسان څانګه، چې په افغانستان، پاکستان او د سیمې په ځینو نورو هېوادونو کې فعالیت کوي، اوس ډېره فعاله ده."

هغه وویل، "د ځینو عربي هېوادونو لکه یمن، سوریې، عراق او ځینو افریقايي هېوادونو پر ځای، داعش خپل فعالیتونه په افغانستان او پاکستان کې زيات کړي دي."

سعیدي وویل، له افغانستان څخه د نړۍ پروړاندې د داعش ګواښ ډېر جدي دی او د هغې کنټرولول به ډېر ستونزمن وي ترڅو چې ځواکمن هېوادونه په ګډه د داعش د خراسان څانګې مخه ونه نیسي.

هغه زیاته کړه، "د دغې ډلې هدف نه یوازې په افغانستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې بې ثباتي او ناامني رامنځته کول دي."

عبدالله خلیل، چې په هرات ښار کې د افغان پوځ یو پخوانی افسر دی، وویل، داعش افغانستان د خپل کمانډ په مرکز بدلوي او په ټوله سیمه کې خپل زیاتره بریدونه له افغانستان څخه تنظیموي.

هغه وویل، "داعش په افغانستان کې د سیاسي او پوځي ثبات د نشتوالي له امله د استخدام او د سيمې د نیولو په برخه کې خورا ښه کار کوي."

"دا ډله کولی شي په ارزانه بیه بې کاره خلک استخدام کړي او کولی شي په اسانۍ سره وسلې او مهمات ترلاسه کړي."

هغه وویل، "په افغانستان کې د داعش پر ضد جګړه یو قوي پوځي ځواک ته اړتیا لري چې د هغوی پر مرکزونو برید وکړي." "دا ډېره ستونزمنه ده چې د دغې ډلې د خونړيو بريدونو مخه ونيول شي، تر څو چې په ځينو صوبو کې يې خوندي پټنځايونه له منځه ولاړ نه شي."

خلیل وویل، د داعش څخه د افغانستان او نړۍ د ژغورلو لپاره، ټول هېوادونه باید په ګډه دا ډله په افغانستان کې وځپي لکه څنګه چې دوی په سوریه او عراق کې ورته کار کړی دی.

په ویره کې ژوند کول

د داعش په بریدونو کې زیاتوالي او د دې ترهګرې ډلې ګواښونو افغانان اندېښمن کړي دي.

۳۱ کلن عبدالخالق منتظم وویل چې هغه په ۲۰۱۷ کال کې د هرات ښار په جوادیه جومات د داعش په برید کې خپل ورور له لاسه ورکړو.

هغه ویره لري چې داعش به یو ځل بیا په جومات یا سکول باندې برید وکړي چېرې چې هغه کار کوي او یا به یې خپلوان ووژني.

هغه وویل، "زه هېڅکله هغه درد او غم نه شم هیرولی چې داعش زما کورنۍ ته رسولی دی. "زما ځوان ورور جومات ته د مانځه لپاره تللی و، خو داعش هغه ټوټې ټوټې کړو. داعش د خدای په کور کې هم خلک نه پريږدي."

هغه وویل، "زه د داعش د وروستیو بریدونو په رڼا کې ډېر وېرېږم. "زه د شپې جومات ته نه ځم، له دې وېرې چې د داعش یو غړی به د مونځ کوونکو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړي."

د نیمروز یو اوسيدونکي صفي الله الکوزۍ، چې ۲۶ کاله عمر لري، وویل، داعش د افغانانو تر ټولو لوی دښمن دی ځکه چې ثابته کړې يې ده چې دا هېڅوک نه پریږدي.

هغه د مزار شریف د مارچ د ۱۱مې چاودنې ته په اشارې سره وویل، "تېره هفته، داعش د خبریالانو په یوه غونډه برید وکړو، چې په ترڅ کې یې افغان خبریالان ووژل او ژوبل شول." "توجیه څه ده؟"

"د داعش له خوا د وژل شویو خبریالانو او پاتې ملکیانو جرم څه دی؟ دا ښیي چې داعش هېڅ ارزښت نه لري او فعالیتونه یې غیر انساني او غیر اسلامي دي."

هغه وویل، "داعش له بهر څخه پیسې ترلاسه کوي خو بې ګناه او بې وزله افغانان وژني."

"زه د اوسني وضعیت په اړه اندېښمن یم، او زه ویره لرم چې داعش به د خپلو بریدونو په زیاتولو سره نور بې ګناه افغانان ووژني."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500