سياست

ایا د ایران او سعودي عرب ترمنځ تړون په یمن کې ریښتینی بدلون راوستی شي؟

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د حوثيانو ملاتړي د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۲۷مه په صنعا کې د وسلو ښودلو سره احتجاج کوي. [محمد حویس/ای اېف پي]

د حوثيانو ملاتړي د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۲۷مه په صنعا کې د وسلو ښودلو سره احتجاج کوي. [محمد حویس/ای اېف پي]

شنونکي وايي، د سعودي عرب او ایران ترمنځ د حیرانتیا وړ تړون د یمن لپاره د "جادو لکړه" نه ده، او خبرداری ورکوي چې د پیچيده شخړې لپاره يوه اسانه حل لاره نشته او د سولې لپاره د تضمین ورکونکي په توګه د چین په وړتیا شک رامنځته کوي.

د سفارتي اړیکو د بیا رغولو اقدام په ټوله سیمه او په ځانګړې توګه په یمن کې، چې د عرب نړۍ تر ټولو بې وزله هېواد دی، د کړکیچ د کمېدو هیلې راپیدا کړي دي، چېرې چې خورا لوی سیالان په نیابتي جګړه کې بوخت دي.

د ایران په ملاتړ حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې د صنعا کنټرول ترلاسه کړو، چې په راتلونکي کال کې يې د سعودي په مشرۍ مداخله او جګړه رامنځته کړه چې په سلګونو زره کسان پکې وژل شوي او د نړۍ ترټولو بد بشري بحران يې رامینځته کړی دی.

خو په هغه هېواد کې چې له اوږدې مودې راهيسې د کړکيچونو سر مخ دی او په مذهبي، سیمه ایزه او سیاسي توګه ویشل شوی دی، حتی د سعودي او ایراني نفوذ له مینځه وړل به ټولې ستونزې حل نکړي.

د حوثي ځواکونو یو غړی د صنعا زوړ ښار ته ګوري، کوم چې د ایران په ملاتړ ډلې د فبرورۍ په ۲۴مه د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په کودتا کې نیولی و. [محمد حویس/ای اېف پي]

د حوثي ځواکونو یو غړی د صنعا زوړ ښار ته ګوري، کوم چې د ایران په ملاتړ ډلې د فبرورۍ په ۲۴مه د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په کودتا کې نیولی و. [محمد حویس/ای اېف پي]

د تهران د ورځپاڼو سرليکونه د مارچ په ۱۱مه د چين په منځګړيتوب د ايران او سعودي عرب تر منځ د شوي تړون په اړه خبر ورکوي چې تېره ورځ په بېجينګ کې لاسلېک شو. [عطا کینیر/ای اېف پي]

د تهران د ورځپاڼو سرليکونه د مارچ په ۱۱مه د چين په منځګړيتوب د ايران او سعودي عرب تر منځ د شوي تړون په اړه خبر ورکوي چې تېره ورځ په بېجينګ کې لاسلېک شو. [عطا کینیر/ای اېف پي]

د کیمبرج يونيورسټۍ د ګیرټن کالج د یمن کارپوهې الیزابت کینډل وویل، "د سعودي عرب او ایران ترمنځ تړون یو رغنده ګام دی، خو دا به پخپله د یمن شخړه حل نکړي، لږ تر لږه په لنډه موده کې."

"دا ځکه چې د یمن شخړه په نهایت کې په کور دننه د دې پوښتنو په رڼا کې رامینځته شوې چې څوک واک، سیمه او سرچینې کنټرولوي."

د یمن په مسلو کې یو ويجاړ شوی اقتصاد، چې ملیونونه یې په مرستو تکيه کوي، د القاعدې پراخه شتون او په جنوب کې د بیلتون غوښتونکو عمليات شامل دي. جنوبي يمن د ۱۹۶۷ کال څخه تر ۱۹۹۰ پورې یو جلا، کمونیست واکمن هېواد و.

حوثي یاغیان چې د سعودي عرب سره پر پوله له یوې شمالي سیمې څخه راغلي دي، د هېواد لویه برخه کنټرولوي چېرې چې دوی، په ځانګړې توګه په ښځو، محدودیتونه سختوي.

د تړون په اړه ګډ غبرګون

د یمن حکومت د مارچ د ۱۰مې د اعلان هرکلی وکړو او هیله یې څرګنده کړه چې "د یمن په چارو کې د ایران د لاسوهنې په بندولو سره به په سیمه کې د اړیکو نوی پړاو پېل شي".

خو الشرق الاوسط راپور ورکړو چې دا به د ایران رژیم سره په محتاط ډول چلند ته دوام ورکړي تر څو چې په یمن او سیمه کې د هغې په چلند او ویجاړونکي پاليسو کې بنيادي بدلون ونه ګوري.

پدې کې حوثیانو ته د وسلو او د سپاه پاسداران د روزونکو له لارې د هغې دوامداره ملاتړ شامل دی.

د یمن خلکو ګډ غبرګون وښودلو.

د حوثي یاغیانو ترکنټرول لاندې د صنعا الطاف علي وویل، "انشاءالله، د ایران او سعودي عرب تر منځ هوکړه به د عربي نړۍ او نړۍ، او په ځانګړې توګه د یمن او د یمن د جګړې د ختمولو لپاره يوه ښه نښه وي."

خو د تعز په محاصره شوي ښار کې، عبدالحکیم مجالس وویل چې هغه په دې شک لري چې د سعودي عرب او ایران ترمنځ نوي سفارتي اړیکې به "هر اړخیزه سوله رامنځته کړي".

هغه وویل، "دا ممکن د لنډ وخت لپاره د ځینو تړونونو له مخې لنډمهاله اوربند رامنځته کړي، خو دا به په یمن کې د جګړې مخه ونه نیسي او یا به جامع او تلپاتې سوله رامنځته نه کړي."

په یمن کې جګړه د تېر اپرېل په میاشت کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د اوربند له پلي کېدو وروسته په ښکاره توګه غلې شوه، او د اکتوبر په میاشت کې د موافقې له پای ته رسیدو وروسته هم تر ډېره حده دوام لري.

د یمني او سیمه ییزو سرچینو په وینا، سعودي عرب له میاشتو راهیسې له حوثي یاغیانو سره د عمان په ملاتړ د پردې تر شا خبرې کوي.

د یمن لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټیم لینډرکینګ د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۴مه) سعودي عرب او عمان ته سفر وکړو ترڅو د اوربند د ټینګولو لپاره د متحده ایالاتو ژورو هڅو ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل، "له ۲۰۲۱ کال راهیسې د امریکا د سفارتکارۍ له لارې د سولې دورې د زرګونو خلکو ژوند ژغورلی، میلیونونو یمنیانو ته یې د پام وړ راحت ورکړی او د سولې لپاره یې تر ټولو ښه فرصت رامنځته کړی دی چې یمن په کلونو کې ليدلی دی."

'د جادو لکړه شتون نلري'

د صنعا د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر مجد المدجي له مخې، د سعودي او ایران ترمنځ تړون د یمن د ستونزو لپاره د "جادو لکړه" نه ده.

هغه وویل، "د یمن مسله به یوازې د څو اړخیزو خبرو اترو له لارې د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو (چې د عربي ایتلاف یو مهم غړی دی)، حوثي یاغیانو، ایران او نورو په حضور کې حل شي."

د نړیوال کړکیچ ګروپ انسټیټیوټ څیړونکي احمد ناجي وویل چې د سعودي او ایران ترمنځ ښه اړيکې "د جګړې د ټولو پیچلتیاوو بشپړ پای ته د رسیدو معنی نلري".

هغه وویل، یمن "د څو اړخیزه جګړې سره مخ دی، او دا تړون به د دې د سیمه ایز اړخ په حل کولو کې مرسته وکړي."

"خو د شخړې سیمه ایزې موخې به شتون ولري، او دا به د دې د ختمولو لپاره ډېر وخت او څو اړخیز حلونو ته اړتیا ولري".

د کارنیګي منځني ختیځ مرکز په یوه تجزيه کې وویل، "هغه څه چې روښانه نه دي دا دي چې آیا بیجینګ به کوم تضمین وړاندې کړي که چېرې یو اړخ د تړون له شرایطو څخه سرغړونه وکړي."

دغه مرکز وويل، په یمن او د سیمې په نورو هېوادونو کې د ایران ښکېلتیا د "ژوند یو حقیقت" دی، او وړاندیز کوي چې په یمن کې د سولې یوازینی تضمین "داسې ښکاري چې دواړه لوري نه غواړي چې پدې حساس وخت کې چين ناراضه کړي".

ال مانیټر په یوې تجزيه کې وویل، "د سعودي عرب او ایران د اړیکو ډېر اوږدمهاله څارونکي په سمه توګه شکمن دي چې ایا دواړه خواوې به وکولی شي دا تړون په ریښتیني اړیکو بدل کړي."

دغه خپلواکې خبري ويب پاڼې وویل، "د واشنګټن برعکس، د چین د ځواک ښودلو وړتیا خورا محدوده ده."

دغه ويب پاڼې يادونه وکړه، "په جیبوتي کې د هغې د یوازینۍ بهرنۍ پوځي اډې سره، او په سیمه کې د پام وړ امنیتي جوړښت شتون نه لرلو سره، بیجینګ به توان ونلري چې د ځواک -- یا ګواښ -- په کارولو سره دا تړون پلي کړي."

"په داسې حال کې چې د پوځي ځواک نشتوالی ممکن د چین لپاره د سیمه ایزو هېوادونو په نظر کې د نرم ځواک سرچینه وي ... بیجینګ نشي کولی په سیمه کې د کلیدي شتمنیو ساتنه وکړي یا سرغړونو ته ځواب ووایي."

يادې ويب پاڼې وويل، "بیجینګ لاهم پدې برخه کې په واشنګټن تکیه کوي." چین به "تقریباً د دې توان ونلري او نه غواړي چې د معاملې د تضمین کونکي په توګه عمل وکړي".

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500