امنیت

د امریکا له بې پیلوټه الوتکو سره د روسیې 'بې پروا' ټکر د پخواني چلند سره سمون لري

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

یو MQ-9 ریپر د ۲۰۱۹ کال د جولای په مياشت کې د نیواډا ټیسټ او ټريننګ رینج کې د روزنې ماموريت پرمهال پرواز کوي. [د امریکا هوايي ځواک]

یو MQ-9 ریپر د ۲۰۱۹ کال د جولای په مياشت کې د نیواډا ټیسټ او ټريننګ رینج کې د روزنې ماموريت پرمهال پرواز کوي. [د امریکا هوايي ځواک]

بروکسل، بلجیم -- امریکايي چارواکو وویل، په نړېوال فضايي حریم کې د روسي پیلوټانو "بې پروا" او "غیر مسلکي" چلند، چې د سه شنبې په ورځ (د مارچ په ۱۴مه) د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د نسکوریدو لامل شو، یو ځل بیا د نړېوالو قوانینو په وړاندې د دوی ښکاره بې احترامي ښیي.

د امریکا اروپایي قوماندې (اي يو کوم) په یو بیان کې وویل، یوې روسي Su-27 جټ الوتکې په تور سمندر کې د امریکا د MQ-9 ریپر ډرون پروپیلر وویشتلو، چې په پايله کې ریپر په اوبو کې راغوزار او له منځه ولاړو.

په دغه بیان کې ویل شوي چې "څو ځله له ټکر څخه مخکې، Su-27 الوتکو په MQ-9 باندې تېل وشيندل او په بې احتیاطۍ سره يې د دې مخې ته پروازونه وکړل چې د چاپیریال په لحاظ سره غيرمناسب او غیر مسلکي وو."

"دا پېښه د غیر خوندي او غیر مسلکي کېدو سربېره د وړتیا نشتوالی ښیي."

د متحده ایالاتو د هوایي ځواک جنرل جیمز بي هيکر، چې د اروپا او افریقا د هوایي ځواکونو کمانډر دی، له مخې، MQ-9 بې پیلوټه الوتکې په نړېوال فضایي حریم کې د معمول عملیات ترسره کول.

هغه وویل، "د امریکا او متحدینو الوتکې به په نړېوالو فضایي حریمونو کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي، او موږ پر روسیې غږ کوو چې په مسلکي او خوندي توګه چلند وکړيَ." هغه زیاته کړه چې "روسیان نږدې د دواړو الوتکو د نسکورېدو لامل شوي وو".

د اي يو کوم بیان زیاته کړه، "دا پېښه د روسیې پیلوټانو لخوا د خطرناکو کړنو څخه وروسته رامنځته شوه کله چې د تور سمندر په ګډون په نړېواله فضا کې د متحده ایالاتو او متحدینو الوتکو سره مخامخ شول."

"د روسیې د الوتکې عملې دا جارهانه عملونه خطرناک دي او ممکن د غلطې اندازې او غیر ارادي عمل لامل شي."

'خطر لوړول'

کییف د روسیې صدر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې ​د جګړې د پراخولو په هڅه تورن کړو​.

د اوکراین د ملي امنیت او دفاع شورا سيکريټري اولیکسي دانیلوف د چهارشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې وویل، "د امریکایي MQ-9 ریپر ډرون پېښه -- چې په تور سمندر کې د روسیې لخوا رامنځته شوې ده -- ښيي چې پوتین چمتو دی چې جګړه پراخه کړي او نور اړخونه پکې ښکېل کړي."

"د دې ټول تاکتیک مقصد دا دی چې تل خطرونه لوړ وساتي."

په بروکسل کې د ناټو سفارتکارانو وویل چې دوی تمه نه لرله چې دا پېښه به سمدستي په یوې بله شخړه کې بدله شي.

یوې لوېدیځې پوځي سرچینې چې د نوم د نه ښودلو په شرط یې له اې ایف پي سره خبرې وکړې وویل، د روسیې او امریکا تر منځ به سفارتي لارې فعال شي.

دغې سرچینې وویل، "زما په اند، سفارتي لارې به دا شخړه کمه کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرائس خبریالانو ته وویل، متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته د روسیې سفیر راوغوښتلو او په ماسکو کې د امریکا سفیر هم د دې پېښې خلاف "سخت اعتراض" ثبت کړی دی.

هغه وویل، "موږ په مستقیمه توګه له روسیې سره، یو ځل بیا په لويه کچه خبرې کوو، چې د دې غیر خوندي، غیر مسلکي مداخلې په اړه خپل سخت اعتراضونه وړاندې کړو، چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو لامل شو."

پرائس زیاته کړه، دا پېښه د نړېوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

متحده ایالات د څارنې او بریدونو دواړو لپاره MQ-9 ريپر الوتکې کاروي، او د اوږدې مودې راهیسې يې په تور سمندر کې ​د روسیې د سمندري ځواکونو د څارنې لپاره عملیات ترسره کړي دي​.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په واشنګټن کې خبریالانو ته د یوې الوتکې له خوا بلې الوتکې سره په تماس کیدو ته په اشارې وویل، "دا عامه خبره ده چې په تور سمندر کې د روسیې الوتکې امریکايي الوتکو سره مخ کیږي."

هغه وویل، خو دا قضیه "د پام وړ ده ځکه چې دا څومره غیر خوندي او غیر مسلکي وه، په حقیقت کې خطرناکه وه."

هغه زیاته کړه، "موږ اړتیا نه لرو مخکې له دې چې موږ په نړېواله فضا کې الوتنه وکړو له روسیانو سره وګورو. د دې لپاره هېڅ اړتیا نشته او نه یې کوو."

د روسیې د دفاع وزارت د بې پیلوټه الوتکې د غورځېدو لامل رد کړی دی.

د جارهانه کړنو تاریخ

د روسیې پیلوټان له هغه وخت راهیسې په هوا کې د جارهانه کړنو تاريخ لري کله چې په ۲۰۱۵ کال کې روسيې د صدر بشار الاسد ترڅنګ ​د سوریې په کورنۍ جګړه​ کې مداخله وکړه.

د ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې، په دوو مختلفو پیښو کې، ​د روسیې Su-35 الوتکو​ د مدیترانې په بحر کې د متحده ایالاتو د سمندري ځواک P-8A الوتکې مخه ونیوله، او په تېز رفتار سره يې مشقونه ترسره کړل او د متحده ایالاتو د څارنې الوتکې ته ۷.۵ متره نږدې راغله.

سمندري ځواکونو وویل، "دا چلند خطرناک و او د پیلوټانو او عملې امنیت یې له خطر سره مخ کړو.

یوه میاشت وروسته، سمندري ځواکونو وویل چې دوه روسي Su-35 الوتکو په مدیترانې بحر کې په يوه پېښه کې، چې ۶۵ منټو پورې يې دوام وکړو، د بحري ځواک د يوې بلې P-8A الوتکې مخه ونیوله.

دغه ځواک وویل چې دا نښته "خطرناکه او غیر مسلکي وه ځکه چې روسي پیلوټان په ورته وخت کې د P-8A هر يو وزر ته نږدې راغلل."

پنټاګون په هغه وخت کې وویل چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۲مه او ۱۳مه، "د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو درې P-8A الوتکې د مدیترانې سمندر په نړېواله فضا کې د روسیې الوتکو د غیر مسلکي چلند سره مخ شوې."

پنټاګون وويل، "په داسې حال کې چې هیچا ته زیان نه و رسیدلی، دا ډول چلند کولی شي د غلطو اندازو او غلطیو لامل وګرځي چې ډېرې خطرناکې پايلې رامنځته کولی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500