تروريزم

افغان ښار د داعش له پرله پسې بریدونو وروسته د خبرداري په حال کې دی

د پاکستان فارورډ لخوا

ژوبل شوي خبریالان د مارچ په ۱۱مه د رسنیو په یاد په یوه غونډه کې له بمي چاودنې وروسته د افغانستان په مزارشریف کې یو هسپتال ته په یو ګاډي کې لیږدول کیږي. [عاطف آریان/ای اېف پي]

ژوبل شوي خبریالان د مارچ په ۱۱مه د رسنیو په یاد په یوه غونډه کې له بمي چاودنې وروسته د افغانستان په مزارشریف کې یو هسپتال ته په یو ګاډي کې لیږدول کیږي. [عاطف آریان/ای اېف پي]

کابل -- مزارشریف د "عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) د هغه دوو تروریستي بریدونو لخوا ځپل شوی چې په پرله پسې یې افغان ښار په نښه کړو.

داعش د یکشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۲مه) د یوې چاودنې مسوولیت په غاړه واخیستو چې د شنبې په ورځ یې د رسنیو د درناوي په یوه غونډه کې درې تنه ووژل او د خبریالانو او ماشومانو یوه ډله یې ژوبل کړه.

پولیس وايي، د بلخ صوبې په مرکزي ښار مزارشریف کې په تبیان کلتوري مرکز په برید کې یو ساتونکی ووژل شو او ګڼ شمېر خبریالان او درې ماشومان ژوبل شول.

د افغانستان د ازادو خبریالانو ټولنې (AIJA) وویل، په دغه چاودنه کې خبریال حسین نادري او د اکمل په نوم د ژورنالیزم یو زده کونکی ووژل شو. يادې ټولنې وويل، د رسنیو ۱۴ نور کارکوونکي ژوبل شول.

ماشومان د مارچ په ۱۱مه د افغانستان په مزارشریف کې په یو کلتوري مرکز کې د رسنیو په یاد د یوې غونډې په ترڅ کې له بمي چاودنې څو شېبې وړاندې سندرې وايي. [عاطف آریان/ای اېف پي]

ماشومان د مارچ په ۱۱مه د افغانستان په مزارشریف کې په یو کلتوري مرکز کې د رسنیو په یاد د یوې غونډې په ترڅ کې له بمي چاودنې څو شېبې وړاندې سندرې وايي. [عاطف آریان/ای اېف پي]

د ​داعش د خراسان څانګې (ISIS-K)​ د تبلیغاتي ادارې عماق په وينا، دغه برید د "پارسل بم" په واسطه وشو چې د داعش جنګیالیو په دغه پېښه کې ځای پر ځای کړو او چاودنه يې ورته ورکړه.

په بیان کې ویل شوي، "دغه چاودنې په شیعه مرکز کې دننه یوه جلسه په نښه کړه چې هغه ګڼ شمېر خبریالانو ته د انعام ورکولو لپاره منعقد شوې وه چې په ادارو کې کار کوي او د داعش په وړاندې په جګړه او هڅونه کې ښکېل دي."

په چاودنه کې ژوبل شوي افغان خبریال عاطف آریان وايي، چاودنه هغه مهال وشوه چې د ماشومانو یوې ډلې يوه نغمه ويله.

هغه ای اېف پي ته وویل، "ما د یوې لویې چاودنې غږ واورېدو ... بیا هلته ګډوډي وه ځکه چې هرچا د تېښتې لاره لټوله."

هغه زیاته کړه، "ځینې خبریالان سخت ژوبل شوي."

د شنبې د ورځې دا برید یوازې دوه ورځې وروسته له هغې وشو کله چې د داعش یو ځانمرګي بریدګر په مزارشریف کې د بلخ صوبې والي په خپل دفتر کې ووژلو.

په پراخه کچه غندنه

دا وروستی برید چې افغان خبریالان او ماشومان یې په نښه کړل په پراخه کچه خلکو وغندو او د امنیت د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

AIJA په یو بیان کې وویل، "ژورنالیستان د افغانانو اصلي غږ دی." "د خبریالانو په ژوند برید د بیان په ازادۍ او افغانانو برید دی."

د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټۍ د اسیا د پروګرام مشرې بيح لي یي وویل، "زړور افغان خبریالان د مخکې نه په ډېرو سختو حالاتو کې راپورونه ورکوي."

"د خبریالانو د درناوي لپاره د یوې غونډې په ترڅ کې د خبریالانو په نښه کول د نفرت وړ او بزدلانه عمل دی."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم "پر خبریالانو د کرکې وړ برید" غندنه وکړه او زیاته يې کړه چې "افغان خبریالان ډېر زړور دي او باید ساتنه یې وشي".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ وویل، "په خبریالانو برید په افغانستان کې د بیان په ازادۍ یو بل ګوزار دی او زيات خوندیتوب اړین دی."

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي رافیله ایوډیس وویل، "دا تاوتریخوالی باید ودرول شي." "ژورنالیستان د خپل کار لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي او باید خوندي شي. دوی هدف نه دي!"

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ وویل چې "په تبیان کلتوري مرکز کې په خبریالانو د تروریستي برید له امله سخت خفه شوی دی".

هغه په يو ټویټ کې وویل، "موږ د تاوتریخوالي دا دوامداره او بې معنی عملونه غندو." "موږ د افغانانو په استقامت او د بیا رغونې په وړتیا باور لرو."

افغان خبریالان هم په خپلو کارونو کې د خوندیتوب د نشتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي.

یو خبریال مصطفی شهریار طلوع نیوز ته وویل، "که خبریالان د یو لړ نورو ستونزو ترڅنګ له ګواښ سره مخ شي، زه فکر کوم چې دوی به کار بند کړي."

بل خبریال رقیب فیاض وویل، "دا ډېره د اندېښنې وړ ده" او زیاته یې کړه چې "د خبریالانو د خوندیتوب لپاره یو واضح میکانیزم ته اړتیا ده".

د داعش په بریدونو کې زیاتوالی

په افغانستان کې د داعش ډلې بریدونه له شاوخوا یو نیم کال راهیسې​زیات شوي دي.

د SITE استخباراتي ګروپ په وینا، چې د ترهګریزو شبکو فعالیتونه تعقیبوي، د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست او د ۲۰۲۲ کال تر اګست پورې ۲۲۴ ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي.

د چارواکو او عیني شاهدانو له مخې، د جنورۍ په ۱۱مه، د داعش یو ځانمرګي بریدګر په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت بهر ځان ته چاودنه ورکړه، چې لږ تر لږه پنځه کسان یې ووژل او ۴۰ نور یې ژوبل کړل.

د دسمبر په میاشت کې، لږ تر لږه پنځه چینایي اتباع هغه مهال ژوبل شول کله چې داعش وسله والو په کابل کې د چینایي سوداګرو په مشهور هوټل برید وکړو.

همدا راز په هغه میاشت کې داعش په کابل کې د پاکستان په سفارت خانې د برید مسوولیت په غاړه واخیستو چې اسلام آباد د خپل سفیر په ضد د "وژنې هڅه" وبلله.

د نومبر په ۳۰مه د سمنګان صوبې په مرکز ایبک کې په یوه مدرسه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۶ کسان ووژل او ۲۴ نور یې ژوبل کړل. د یو سیمه ییز ډاکټر په وینا، "دا ټول ماشومان او عام خلک دي."

د اکتوبر په میاشت کې په کابل کې د کورنیو چارو وزارت مخې ته په یو جومات په برید کې څلور کسان ووژل شول او ۲۵ نور ژوبل شول، چې ژوندي پاتې کسانو راپور ورکړو چې دا یو ځانمرګی برید و.

داعش د سپتمبر په ۵مه په کابل کې د روسیې د سفارت خانې مخې ته د یو ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیستو چې د روسیې د سفارت خانې دوه کارکوونکي پکې وژل شوي ول.

په همدې میاشت کې لږ تر لږه ۵۴ کسان -- د ۵۱ جينکو او ځوانو ښځو په ګډون -- هغه مهال ووژل شول کله چې یو ځانمرګي بریدګر په کابل کې د کاج د لوړو زده کړو په مرکز کې یوې وسیلې ته چاودنه ورکړه.

د دې چاودنې پړه تر اوسه هېڅ يوې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې، خو وروسته افغان چارواکو يې پړه پر داعش واچوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 2

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډېر ښه

ځواب

افغان حکومت له داعش سره یوازې تر مزارشریف پورې د نرمۍ چلند کړی دی. د مزار شریف اوسېدونکي شیعه ګان دي او طالبانو داعش ته اجازه ورکړې چې یوازې هلته خپل فعالیت ته دوام ورکړي.

ځواب