امنیت

پوليسو د کراچۍ د بريد مسووله د ټي ټي پي شبکه له منځه يوړه

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

امنیتي پرسونل د پاکستان د احصایې ادارې د یو چارواکي (په منځ کې) تر څنګ ولاړ دی په داسې حال کې چې هغه د مارچ په ۱۴مه د خیبر پښتونخوا صوبې په بنو کې د ډیجیټل ملي مردم شمارۍ په دوران کې د اوسیدونکو څخه د معلوماتو راټولولو لپاره ډیجیټل آله استعمالوي. [کریم الله/ای اېف پي]

امنیتي پرسونل د پاکستان د احصایې ادارې د یو چارواکي (په منځ کې) تر څنګ ولاړ دی په داسې حال کې چې هغه د مارچ په ۱۴مه د خیبر پښتونخوا صوبې په بنو کې د ډیجیټل ملي مردم شمارۍ په دوران کې د اوسیدونکو څخه د معلوماتو راټولولو لپاره ډیجیټل آله استعمالوي. [کریم الله/ای اېف پي]

کراچۍ -- پولیسو د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۱۳مه) وویل چې دوی د کراچۍ د پولیسو په دفتر (کی پي او) باندې د فبرورۍ د بريد دوه "پلان جوړونکي" ووژل او دوه نور شکمن کسان یې ونیول چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره تړاو لري.

د سیند د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام میمن وویل، د فبرورۍ د ۱۷مې له حملې وروسته، د سیند د ترهګرۍ ضد څانګې (سي ټي ډي)، فدرالي استخباراتو او نورو ادارو یوه ګډه ډله جوړه کړه چې د دې تر شا شبکه معلومه کړي او ماته يې کړي.

د سیند د حکومت ویاند مرتضی وهاب په وینا، څلور کسان هغه وخت ووژل شول او ۱۹ نور ژوبل شول کله چې د تحريک طالبان پاکستان ځانمرګي ډلې د فبرورۍ په میاشت کې په کراچۍ کې د پولیسو په مرکز برید وکړو.

د دریو بریدګرو له ډلې څخه یو بریدګر د ودانۍ په څلورم پوړ کې ځان ته چاودنه ورکړه، او دوه نور په چت کې په ډزو ووژل شول.

ځانګړې ګډې ډلې هغه شکمن کسان په ګوته کړل چې د کراچۍ بندري ښار او د بلوچستان د حب تر منځ په یوه سیمه کې د برید په تړاو مطلوب ول.

میمن وویل، "دې شبکې د کی پي او ترهګرو ته په پلان جوړولو او جاسوسۍ کې مرسته چمتو کړې وه."

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو، د یکشنبې په شپه، سي ټي ډي او نورو قانون پلي کونکو ادارو ته خبر ورکړل شو چې د شبکې غړي به د حب له لارې کراچۍ ته داخلیږي.

کله چې څلور شکمن کسان راورسېدل، نو د سي ټي ډي ډلې ورته د ودرېدو امر وکړو.

پرځای یې، شکمنو کسانو ډزې وکړې. په ډزو کې دوه وسله وال ووژل شول او دوه نور تسلیم شول.

چارواکو د شکمنو کسانو څخه یو ځانمرګی جیکټ ترلاسه کړو او ناکاره يې کړو.

میمن وویل، "دواړه وژل شوي وسله وال د کی پي او د برید پلان جوړونکي وو."

هغه زياته کړه، "نيول شويو شکمنو کسانو څرګنده کړې چې دوی او د دوی وژل شوي ملګري له منع شوي تحريک طالبان پاکستان سره تړاو لري."

په پولیسو باندې د تحریک طالبان پاکستان برید

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو راهیسې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي،​چې د پولې په اوږدو کې وسله والې ډلې پياوړي کوي،چې په زیاتیدونکې توګه يې امنیتي ځواکونه په نښه کړي دي.

پولیسو وویل، د دوشنبې په ورځ، دوه پاکستاني پولیس په مختلفو بريدونو کې هغه وخت ووژل شول کله چې دوی د هغه ټيمونه ساتنه کوله کوم چې د مردم شمارۍ معلومات راټولول. ټي ټي پي د دغه بريدونه ادعا وکړه.

دغه دوه ټيمونه د افغانستان پولې ته څېرمه د خيبر پښتونخوا صوبې په مختلفو ضلعو کې د بريدونو ښکار شول.

پاکستان د مارچ په پېل کې د یوې میاشتې اوږده ډیجیټل مردم شماري پېل کړه چې د ۱۲۰۰۰۰ څخه د زیاتو شمیرونکو تر څنګ امنیتي پرسونل پکې ځای په ځای شوي دي.

مردم شماري د پارلماني ټاکنو څخه مخکې د نفوسو ارقام راټولوي.

فاروق خان، چې د خیبرپښتونخوا په ټانک ضلعه کې د پولیسو یو چارواکی دی، وویل، "وسله والو د پولیسو په هغه ډله برید وکړو چې د مردم شمارۍ د ټیم د امنیت د څارنې دنده یې په غاړه لرله."

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې يو افسر ووژل شو او څلور نور ژوبل شول.

وروسته ماښام، د پاکستان پوځ راپور ورکړو چې یو وسله وال د "د ډزو په تبادله کې" وژل شوی دی.

په بل برید کې په موټر سایکل سپاره کسانو په پولیسو ډزې وکړې چې یو تن یې ووژلو او درې یې ژوبل کړل.

د لکي مروت ضلعي انتظامي چارواکي طارق الله وويل، "امنيتي تدابير نور هم سخت کړل شول، او د مردم شمارۍ بهير بيا پېل شو."

دا بریدونه په همهاغه سیمه کې د تېرې هفتې له ورته برید وروسته وشول چې یو افسر پکې وژل شوی و.

تحريک طالبان پاکستان د ټولو درېو بریدونو مسوليت منلی دی.

د ټي ټي پي یو کمانډر وویل، "زموږ لومړنی هدف پولیس دي، پرته له دې چې دوی د سیاستدانانو، د پولیو ټیمونو یا د مردم شمارۍ د ټیمونو ساتنه کوي."

د مارچ په ۶مه، یو ځانمرګي بریدګر​ په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو په یو ګاډي په برید کې نهه کسان ووژل​او ۱۳ نور یې ژوبل کړل، چې وروسته یې پړه "اسلامي دولت" (داعش) په غاړه واخیسته.

د جنورۍ په میاشت کې، په پیښور کې د پولیسو په یوه ودانۍ کې دننه په یو جومات کې یو ځانمرګي بریدګر خپل ځان ته چاودنه ورکړه، چې له ۸۰ څخه ډېر افسران ووژل شول او له ۱۰۰ څخه ډېر ژوبل شول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500