سوداګري

په کینیا کې د ارزانو چینایي توکو له امله خپګان راپورته شوی

د جولیو کیتس لخوا

سوداګر د نېروبي په مرکزي سوداګرۍ ضلعه کې د نايب صدر ریګاتي ګچاګوا دفتر ته د تلو پرمهال مظاهره کوي ترڅو د چینایي پرچون سوداګرۍ، لکه جنجالي چاينه سکوير، چې د جنورۍ په ۲۹مه په کینیا کې جوړ شوی و، پروړاندې احتجاج وکړي. [جولیو کیتس]

سوداګر د نېروبي په مرکزي سوداګرۍ ضلعه کې د نايب صدر ریګاتي ګچاګوا دفتر ته د تلو پرمهال مظاهره کوي ترڅو د چینایي پرچون سوداګرۍ، لکه جنجالي چاينه سکوير، چې د جنورۍ په ۲۹مه په کینیا کې جوړ شوی و، پروړاندې احتجاج وکړي. [جولیو کیتس]

نېروبي -- د چین د پرچون سټور په کینیا کې د چین جوړ شويو ارزانو توکو د راتګ په سر يوه وروستۍ مسله جوړه شوې چې د کوچني او متوسطو سوداګریو ګټه وټه یې له ګواښ سره مخ کړې ده.

د کینیا په زرګونو سوداګر د فبرورۍ په ۲۸مه د نېروبي سړکونو ته راووتل ترڅو په چاينا سکوير کې د کورنیو توکو د سټور په وړاندې احتجاج وکړي چې د جنورۍ په ۲۹مه د مرکزي ښار په مضافاتو کې پرانيستل شو.

رویټرز راپور ورکړو چې د ورځني چینایي توکو سټور نرخونه په اوسط ډول د ځایي سوداګرو لخوا د راوړل شويو توکو په پرتله ٪۵۰ ارزان دي.

مظاهره چیانو د نايب صدر د دفتر او پارلمان ته د چینایي پرچون پلورونکو په وړاندې د درخواست د وړاندې کولو او د​ هغه څه د پای ته رسولو غوښتنه وکړه چې دوی د "چین د یرغل" په توګه بيان کړو​.

په سلګونو کوچني سوداګر د فبرورۍ په ۲۸مه په نېروبي کې د هغه څه په وړاندې مظاهره کوي چې دوی يې د چینایي پرچون پلورونکو لخوا د کینیا په بازار کې د نفوذ په توګه تشریح کوي. [جولیو کیتس]

په سلګونو کوچني سوداګر د فبرورۍ په ۲۸مه په نېروبي کې د هغه څه په وړاندې مظاهره کوي چې دوی يې د چینایي پرچون پلورونکو لخوا د کینیا په بازار کې د نفوذ په توګه تشریح کوي. [جولیو کیتس]

په نېروبي کې د کوچني سوداګرۍ مالکان د فبرورۍ په ۲۸مه پلی کارډونه لري چې له حکومت څخه غواړي چې د هغه چینایي پرچون پلورونکو مخه ونیسي کوم چې د کینیا د کوچني سوداګرۍ سره سیالي کوي. [جولیو کیتس]

په نېروبي کې د کوچني سوداګرۍ مالکان د فبرورۍ په ۲۸مه پلی کارډونه لري چې له حکومت څخه غواړي چې د هغه چینایي پرچون پلورونکو مخه ونیسي کوم چې د کینیا د کوچني سوداګرۍ سره سیالي کوي. [جولیو کیتس]

د کینیا د سوداګرۍ د کابینې سکريټري موسی کوریا د احتجاجونو په اړه تبصره وکړه، او وړاندیز یې وکړو چې د چاينه سکوير اجاره به واخیستل شي او ځایي سوداګرو ته به وسپارل شي.

هغه دا وړاندیز هم وکړو چې د چاينه سکوير مالک باید د پرچون سوداګرۍ پرځای په کینیا کې کمپني جوړه کړي.

دا سکوير د چینایي سوداګر لي چینګ ملکيت دی، چې ټینګار يې کړی چې هغه هېڅ غلط کار نه دی کړی.

هغه بي بي سي ته وویل، "زما کاروبار قانوني دی او د ښه سیالۍ په بنياد جوړ شوی دی. موږ په کینیا کې د سوداګرۍ د پرانستلو له ټولو حکومتي لارښوونو سره همکاري کړي، او موږ دلته د اجاره دارۍ د ماتولو لپاره شتون لرو."

'اقتصادي ځورونه'

وروستي احتجاجونه د کینیا د سوداګرو او چینایي سوداګرو د مالکانو تر منځ اوږدمهاله تاوتریخوالی په ګوته کوي، چې دوی پرې د ارزانه محصولاتو د واردولو تور لګوي چې ځايي سوداګرۍ ته زيان رسوي.

د نېروبي په لوتولي ایونیو کې د بریښنایي توکو دوکان مالک پیوس موټیمبي، چې ۴۳ کاله عمر لري، وویل، "[چین] اوس د اقتصادي ځورونې کړنې خورا پراخه کوي. دا باید ودرول شي."

"دا یوازې فطري خبره ده ... چې چینایي پرچون پلورونکو ته باید اجازه ورنکړل شي چې له چین څخه ارزانه توکي راوغواړي او بیا یې د کینیا په سړکونو، هټیو او مالونو کې وپلوري."

هغه زیاته کړه چې چین ته اجازه ورکول چې کینیا ته ارزانې یا جعلي توکي صادرې کړي د ځایي تولید کونکو او سوداګرو سپکاوی دی ​چې د قیمت او تخفیف په وخت کې به زیانمن شي​.

موټیمبي خواشیني څرګنده کړه چې هغه نشي کولی د چاينه سکوير د قیمت سره مقابله وکړي.

هغه د کینیا له حکومت څخه وغوښتل چې د آزاد بازار څخه ناوړه ګټه اخیستنې ته اجازه ورنکړي ځکه چې ځایي سوداګر به زیانمن شي او مجبوره شي چې خپل دوکانونه بند کړي.

په تیکا روډ مال کې د موبايل فونونو سوداګرې مېري کیري کاریوکي، چې ۵۵ کاله عمر لري، د کینیا له چارواکو څخه وغوښتل چې نه یوازې په چاينه سکوير بلکې د چین سره وابسته ټولو سوداګریو پروړاندې اقدام پورته کړي چې جعلي یا عیب لرونکي محصولات پلوري.

چاينه سکوير د فبرورۍ په ۱۶مه د ثبت شوي سوداګریزې نښې څخه په سرغړونې تورن شو، چې د کینیا د جعلي توکو ضد اداره یې وهڅوله چې د تصدیق لپاره د ۵۰ ملیونه کينيايي شيلينګونو (۳۸۷۵۶۷ آمريکايي ډالره) په ارزښت جعلي توکي ضبط کړي.

هغې وویل چې د هغې یوه اوږدمهاله پیرودونکي پدې وروستیو کې په بل سټور کې د "زوني" راډيو، چې د سوني نقل دی، په پیرودلو کې دوکه شوه.

د محلي سوداګرۍ ساتنه

ډیویډ اوکیلو، چې په کیامبو کاونټي کې د سټار ټرېډ الیکټرونیکس فلور منيجر دی، وويل، که څه هم دا هېواد د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د پانګوالو لپاره خلاص دی، باید یو حد شتون ولري چې بهرنيان څه کولی شي.

هغه وویل، "که دوی زموږ په هېواد کې د الکترونیکي توکو د تولید شرکتونه پرانیزي، نو دوی ته به خورا ډېر هرکلی وويل شي."

اوکیلو وویل، "دوی به مستقیم او غیر مستقیم دندې رامینځته کړي، د ځانګړي بریښنایي پرزو صادراتو مالیه به ورکړي، او د کینیا اقتصاد پراخولو کې به مرسته وکړي، خو د کوچني ځايي سوداګرو سره جګړه چې ورته توکي دلته پلوري د منلو وړ نده."

اوکیلو د دې وړاندیز ملاتړ کوي چې د چاينه سکوير اجاره واخیستل شي او ځایي سوداګرو ته ورکړل شي.

"ولې موږ بهرنیانو ته اجازه ورکوو چې په ورته وخت کې تولید کونکي، عمده پلورونکي، ویشونکي او پرچون پلورونکي وي؟ دا د سوداګرۍ جواز او د کینیا د میلمستيا څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده."

۳۹ کلن جوی اچینګ، چې په ګیکومبا کې د زړو جامو پلورونکي او د نېروبي واردونکو او کوچنیو سوداګرو اتحادیې (نيسټا) غړي ده، هم له حکومت څخه غواړي چې د چینایي سیالۍ پروړاندې د کوچني او متوسطو سوداګریو د ساتنې لپاره پالیسۍ پلي کړي.

هغې په ۲۰۱۹ کال کې ورته احتجاجونو ته اشاره وکړه چې حکومت يې په ګیکومبا کې، چې د کینیا ترټولو لوی د خلاصې هوا بازار دی، د زړو جامو سوداګرۍ کې د بهرنيو کوچنو سوداګرو پروړاندې اقدام پورته کولو ته اړ کړو.

اچینګ وویل، "موږ اوس د حکومت لخوا په کینیا کې د ټولو چینایي کوچنیو سوداګرو په اړه ورته عمل غواړو."

هغې د کینیا د سوداګرۍ وزارت، د عوایدو له ادارې، د جعلي توکو او کیفیت د تضمین ادارې څخه وغوښتل چې "د چینایي شرکتونو سوداګریز عملیات په کلکه وڅېړي ترڅو ​د نورو غیرقانوني فعالیتونو​ ترڅنګ د مالیاتو د غلا او د غیر معیاري او ناقص توکو واردولو مخه ونیسي."

هغې زیاته کړه، کوچني سوداګرۍ باید ځایي خلکو ته پرېښودل شي.

"موږ نشو کولی چې ځایي میرمنې د ژوندي پاتې کېدو لپاره د نېروبي په سړک کې کبان پاخه کړي او په بل کونج کې یو چینایي سوداګر د دوی سره سیالي کوي چې ارزان نوډلونه خرڅوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500