تروريزم

پاکستان ژمنه کړې چې په پولیسو د داعش له برید وروسته د ترهګرۍ نوې څپه کنټرول کړي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

امنیتي پرسونل د مارچ په ۶مه د بلوچستان صوبې په کچي ضلعه کې ډهاډار ته نژدې د پولیسو په یو ګاډي د داعش د ځانمرګي برید د ځای معاینه کوي. [محمد اسلم/ای اېف پي]

امنیتي پرسونل د مارچ په ۶مه د بلوچستان صوبې په کچي ضلعه کې ډهاډار ته نژدې د پولیسو په یو ګاډي د داعش د ځانمرګي برید د ځای معاینه کوي. [محمد اسلم/ای اېف پي]

کویټه -- یو ځانمرګي بریدګر د دوشنبې په ورځ (د مارچ په ۶ مه) په بلوچستان کې په یو برید کې نهه کسان ووژل او ۱۳ نور یې ژوبل کړل. چارواکو وویل چې​ د "عراق او سوریې اسلامي دولت"​ (داعش) وروسته د دغه بريد مسؤلیت په غاړه واخیستو.

د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وویل، چاودنه سهار لس بجې په قمبري پل باندې وشوه چې د بولان د سبي او کچي ضلعو سره پوله لري.

ډان ورځپاڼې راپور ورکړو، هغه وويل چې د پوليسو ګاډی له ډهاډار څخه کويټې ته راروان و، چېرته چې پرسونل د سبي په کلتوري جشن کې د دندې لپاره ګمارل شوي وو.

د کچي د پولیسو سينير سپرنټنډنټ محمود نوتیزۍ وویل، افسرانو د یوې هفتې راهیسې د څارویو د ميلې ساتنه کوله.

د بلوچستان وزیراعلی میر عبدالقدوس بزنجو (ګس اړخ ته دوېم) په کویټه کې په یو هسپتال کې له هغه پولیس سره خبرې کوي چې د مارچ په ۶مه په کچي ضلعه کې د داعش په یو ځانمرګي برید کې ژوبل شوی و. [بنارس خان/ای اېف پي]

د بلوچستان وزیراعلی میر عبدالقدوس بزنجو (ګس اړخ ته دوېم) په کویټه کې په یو هسپتال کې له هغه پولیس سره خبرې کوي چې د مارچ په ۶مه په کچي ضلعه کې د داعش په یو ځانمرګي برید کې ژوبل شوی و. [بنارس خان/ای اېف پي]

ثناء الله وویل"دغه ګاډي د یو موټرسایکل سره ټکر ووهلو چې یو ځانمرګي بریدګر چلولو. په پایله کې، نهه تنه شهیدان شول، چې یو پکې ملکي وګړی و."

هغه وویل، لږ تر لږه د درېو ژوبل شويو کسانو حالت نازک دی.

د يادې پېښې وروسته عکسونو وښودل چې د پولیسو ګاډی په سړک اولټه پروت دی او شیشې يې ټوټې ټوټې شوې دي.

په اسلام آباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې ثناء الله ټینګار وکړو چې د پولیسو او د ترهګرۍ ضد څانګو په ګډون د قانون پلي کوونکي ادارې له پاکستان څخه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره په ګډه کار کوي.

هغه وویل، د ​موجوده اقتصادي وضعیت او د روانو سختو اقداماتو سربېره​، "د سولې د ساتلو لپاره د قانون پلي کونکو ادارو ته په چمتو شويو سرچینو کې هېڅ کمی نه دی شوی".

هغه ژمنه وکړه، "د ملت په کلک هوډ سره به مونږ ډېر ژر د ترهګرۍ دغه نوې څپه کنټرول کړو."

د بلوچستان وزیر اعلی میر عبدالقدوس بزنجو دغه برید وغندلو او ويې ويل چې ترهګر عناصرو د بزدلانه کړنو له لارې خپلو ناوړه موخو ته د رسېدو هڅه وکړه.

بزنجو په یو بیان کې وویل، "دا ډول ټولې دسیسې به د خلکو په ملاتړ ناکامه شي." "د شهیدانو قربانۍ به ضایع نه شي."

داعش د دوشنبې د شپې په یو بیان کې، چې د هغې د تبلیغاتي څانګې عماق له خوا خپور شوی و، د دغه برید مسوولیت ومنلو.

وزيراعظم شهباز شريف په يو بيان کې وويل چې په بلوچستان کې ترهګري د هېواد د بې ثباته کولو د ناوړه ايجنډې يوه برخه ده.

ای پي پي د راپور له مخې، صدر عارف علوي په عېن حال كې ژمنه وكړه چې "ترهګر به په خپله ناوړه اجنډا ترسره كولو كې بريالي نه شي."

بریدونه په ډېرېدو دي

امنیتي ځواکونه له څو کلونو راهیسې په بلوچستان کې د وسله والو او همداراز د ​تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)​ له بریدونو سره په جګړه بوخت دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د سیاسي بدلونونو راهیسې په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي، ​چې د پولې په اوږدو کې د اورپکو ډلو ته وده ورکوي​، چې په زیاتیدونکي ډول يې امنیتي ځواکونه په نښه کړي دي.

تېره میاشت د کراچۍ په بندري ښار کې د ټي ټي پي ځانمرګي ډلې د پولیسو په یو مرکز برید وکړو چې پنځه کسان یې ووژل.

څو هفتې وړاندې، په پېښور کې د پولیسو په یو جومات کې یوې بمي چاودنې​ تر ۸۰ زیات افسران ووژل او تر ۱۰۰ ډېر پولیس یې ژوبل کړل​.​ يوې ډلې د دغه بريد ادعا وکړه چې مخکې یې د ټي ټي پي سره تړاو لرلو.

په اسلام آباد کې د پاکستان د شخړو او امنیت د مطالعاتو انسټیټیوټ په وینا، د جنورۍ مياشت د ۲۰۱۸ کال د جولای راهیسې یو له خونړیو میاشتو څخه وه: په ټول هېواد کې لږ تر لږه په ۴۴ اورپکو بریدونو کې ۱۳۴ کسان وژل شوي او ۲۵۴ نور ژوبل شوي دي.

امتیاز ګل، چې د اسلام آباد د څېړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز سره شنونکی دی، وویل، اورپکي ډلې "ټولې یوه موخه لري: په امنیتي ځواکونو برید کول او په پاکستان کې د ویرې او بې باورۍ احساس رامینځته کول."

بلوچستان، چې له افغانستان او ​ایران​سره ګډه پوله لري، د پاکستان تر ټولو لویه، لږ نفوس لرونکي او بې وزله صوبه ده.

دا پراخه طبیعي زیرمې لري، خو ځایي اوسیدونکي له اوږدې مودې راهیسې ناراضه دي او ادعا کوي چې دوی د دې شتمنیو مناسبه برخه نه ترلاسه کوي.

د ​بیجینګ د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی)​ لاندې چینایي سرمايه کارۍ، ​چې د یو کمربند یو سړک (اوبور)​ په نوم هم یادیږي، تاوتریخوالی نور هم ډېر کړی دی. د دې صوبې اوسیدونکي وايي چې ياده سرمايه کاري دوی ته نده رسيدلي.

چین په سیمه کې د ۵۴ ملیارده ډالرو پروژې لاندې سرمايه کاري کوي، چې ​د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک)​ ​په نوم پیژندل کیږي، چې د دې د لویدیځ شينجيانګ سیمې او د پاکستان د ګوادر بندر ترمنځ د زیربناوو، بجلۍ او ټرانسپورټ اړیکو ته وده ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500