کډوالان

خطرناک سفر: بېکاري افغان ځوانان په غیر قانوني توګه مهاجرت ته اړ کوي

د عمر لخوا

ګاونډي هېوادونو ته د غير قانوني تګ له خطرونو سره، ډېر افغان ځوانان د کار په لټه کې له خپل هېواد څخه د وتلو نه علاوه بله لاره نه لري. افغان ځوانان هره ورځ د نیمروز صوبې په مرکز زرنج کې راټولیږي او ایران ته د غیر قانوني مهاجرت لارې لټوي. [عمر/سلام ټایمز]

نیمروز -- د نیمروز صوبې په مرکز زرنج کې اصلي دایره د غونډې د ځای په توګه پیژندل کیږي چېرې چې ځوانان هره ورځ مخکې له دې چې ایران ته په غیر قانوني توګه مهاجرت وکړي، راټولیږي.

دغه ځوانان چې تنکي ځوانان او ماشومان هم په کې شامل دي له نورو صوبو څخه نیمروز ته راځي چې د انساني قاچاقبرانو او سمګلرانو په مرسته په غیر قانوني توګه ایران ته لاړ شي.

که څه هم له نيمروز څخه ايران ته د تلونکو افغانانو کره شمېره نه ده څرګنده، خو سيمه ييز چارواکي وايي چې هره ورځ شاوخوا زر تنه افغانان په غير قانوني توګه ايران ته له تګ مخکې دغه صوبې ته داخلېږي.

بې روزګاري، فقر او د نامعلوم راتلونکي ویره د دوی د مهاجرت لامل ګرځي.

افغانان د فبرورۍ په ۲۰مه د نیمروز صوبې په مرکز زرنج کې په ایران کې د کار موندلو په هیله د هېواد له مختلفو سیمو څخه د وتلو په تمه دي. [عمر/سلام ټایمز]

افغانان د فبرورۍ په ۲۰مه د نیمروز صوبې په مرکز زرنج کې په ایران کې د کار موندلو په هیله د هېواد له مختلفو سیمو څخه د وتلو په تمه دي. [عمر/سلام ټایمز]

د کندوز یو ۲۳ کلن اوسېدونکی، نبي الله چې د فبرورۍ په ۲۰مه یې زرنج ته سفر کړی و، سلام ټایمز ته وویل، پرېکړه یې کړې چې له خپلو ملګرو سره په غیر قانوني توګه ایران ته لاړ شي.

هغه وویل چې مهاجرت د هغه او د هغه د ځوانو ملګرو لپاره یوازینی مناسب انتخاب دی.

"په افغانستان کې کار نشته او اقتصادي ستونزې په پرله پسې ډول مخ په ډېرېدو دي. زه باید ایران ته لاړ شم چې کار وکړم او د خپلې کورنۍ لپاره رزق وګټم. زموږ اقتصادي ستونزې ډېرې دي او زه له هېواده د وتلو نه علاوه بله چاره نه لرم."

هغه وويل، "ما په یو هوټل کې له ۱۵ نورو ځوانانو سره کار کولو. د اقتصادي بحران په ترڅ کې د هوټلونو کاروبار کم شوی، او موږ ۱۳ کسان له کاره ګوښه شو."

نبي الله ومنله چې ښايي ايران ته په لاره کې به مړ شي، خو زياته يې کړه چې له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو څخه د خلاصون لپاره بايدا دا خطر واخلي.

د هرات د ګذرې صوبې اوسيدونکي نثار احمد، چې ۱۵ کاله عمر لري، د فبرورۍ په ۲۰مه سلام ټایمز ته وویل، هغه په زرنج ښار کې د يو کس په لټه کې دی چې د هغه ډله ایران ته بوځي.

هغه وويل، "دا لومړی ځل دی چې زه له یوې غیر قانوني لارې ایران ته ځم. زه ویره لرم، او زه په سفر کې يو خپلوان نه لرم. زه نه پوهیږم چې ایران ته به ژوندی ورسیږم."

هغه زياته کړه، "زما پلار یو بزګر دی. موږ سږ کال د وچکالۍ له کبله ښه حاصل نه لرلو. موږ کافي ګټه ترلاسه نه کړه او په غربت کې ډوب شو. زما پلار پریکړه وکړه چې ما ایران ته واستوي."

نيمګړي ارمانونه

ډېر ځوانان چې د خپل هېواد پریښودو پریکړه یې کړې، تعلیم یافته دي.

۲۱ کلن ایمل پسرلی یو له هغو څخه دی.

پسرلی د ننګرهار اوسېدونکی دی او دوه کاله وړاندې د ننګرهار يونيورسټۍ د ساينس سکول څخه فارغ شوی، خو له هغه وخت راهيسې يې کار نه دی موندلی.

هغه وویل، "د ځوانانو او تعليم يافته افغانانو لپاره د کار فرصتونه نشته. "ما خپل ټول ژوند د تعليم ترلاسه کولو ته وقف کړو، خو زه [ایران ته د مهاجرت نه علاوه] بله چاره نه لرم."

پسرلي وویل، "زه هیله لرم چې په خوندي توګه د غیر قانوني لارې ایران ته لاړ شم او د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره رزق وګټم."

هغه زياته کړه، ډېر تعليم يافته ځوان افغانان له هېواده د دې نه علاوه بله چاره نه لري چې خپل هېواد پريږدي او د غير قانوني لارو په کارولو سره ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي.

د کابل صوبې د قره باغ ضلعې اوسېدونکي معروف، چې ٢٢ کاله عمر لري، درې کاله وړاندې له کابل يونيورسټۍ څخه فارغ شوى دى. هغه د زرنج ښار په یو هوټل کې ژوند کوي او ويې ويل چې ایران ته په غير قانوني توګه د مهاجرت لپاره تیاری کوي.

معروف د فبرورۍ په ۱۹مه وويل چې د کار موندلو لپاره يې ډېره هڅه کړې، خو اوس دې ته اړ شوى چې خپل کور او هېواد پرېږدي.

هغه زياته کړه، "زه غواړم چې ایران او له هغه ځایه ترکیې ته لاړ شم. سفر خورا خطرناک دی، او زه ډاډه نه یم چې زه کولی شم خپل وروستي منزل ته ورسیږم."

معروف څرګنده کړه، "ما په یوې تعميراتي کمپنۍ کې کار کولو، خو د اقتصادي بحران له امله بنده شوه. یو نیم کال کیږي چې ما خپله دنده له لاسه ورکړه. زه بله چاره نه لرم بې له دې چې په کار پسې مهاجرت وکړم څو د رزق د ګټلو او د خپلې کورنۍ د ملاتړ لپاره کار پيدا کړم."

هغه وویل چې خپل کور پرېښودل يوه اسانه پریکړه نه وه او هغه نه غواړي چې د خپلې کورنۍ څخه جدا شي. خو بې کارۍ او غير يقني حالاتو هغه دې ته اړ کړو چې د غير قانوني لارو په کارولو سره مهاجرت وکړي.

خطرناک سفر

ایران ته د انساني قاچاقبرانو لخوا کارول شوې لار له سختو او خطرناکو سیمو څخه تېرېږي.

دوی له نیمروز څخه لومړی د پاکستان بلوچستان صوبې ته ننوځي او بیا د غرونو له لارې ایران ته ننوځي. سړکونه خطرناک دي او په مکرر ډول په کې وسله وال غلاګانې کوي او په ځینو مواردو کې، د ایران سرتېرې پکې ګشت کوي کوي.

د غزني صوبې د مقر ضلعې یو اوسېدونکي محمد نبي، چې ۲۳ کاله عمر لري، چې پخپله یې د فبرورۍ په ۲۰مه دغه سفر پیل کړی و، وویل، ايران ته تلو لپاره د انساني قاچاقبرانو لاره غريزه ده او مرګ تل د مسافرو په لټه کې وي.

هغه وويل، "انساني قاچاقبران له موږ څخه خورا زياتې پیسې اخلي، خو د هغوی لپاره زموږ ژوند هېڅ ارزښت نه لري. دوی په ټویوټا کې له ۲۰ څخه تر ۲۵ پورې کسان بار کوي او په میدانونو او غرنیو سیمو کې په تېز رفتارۍ سره سفر کوي."

نبي وويل، "کله چې موږ پاکستان ته راورسيږو، موږ ایران ته د ننوتلو لپاره په غرونو کې ۲۴ ګهنټې مزل کوو. هلته اوبه او ډوډۍ نشته، او ځینې ماشومان او بوډاګان چې د کاروان تر شا پاتې شي خپل ژوند له لاسه ورکوي."

هغه وويل، افغان ځوانان د بېکارۍ او د راتلونکي په اړه د غير يقيني حالت له امله مرګوني سفر ته اړ شوي دي.

د هرات صوبې د شینډنډ ضلعې اوسېدونکي، سيد احمد حسيني، چې ۲۶ کاله عمر لري، په نیمروز صوبه کې په داسې حال کې خبرې کوي چې په یو کال کې يې په دویم ځل ایران ته د رسېدو هڅه کړې ده.

هغه په خپل لومړي سفر کې، د ایران کرمان ښار ته ورسیدو.

په ایران کې د څلورو میاشتو د کار کولو څخه وروسته، د ایران پولیسو هغه ونيولو او يې وشړلو.

هغه یو ځل بیا پریکړه وکړه چې د بېکارۍ څخه د خلاصون لپاره په غیر قانوني توګه ایران ته سفر وکړي.

هغه وویل، "زه د غير قانوني سفر له خطرونو او په هر وخت کې د مرګ له احتمال څخه خبر یم، خو زه بله چاره نه لرم. دا غوره ده چې يو ځل مړ شم -- پر ځای د دې چې د بې وزلۍ او بېکارۍ د ځورونې له کبله هره شیبه مړ کیږم."

"زه د نا امیدۍ او خپګان له کبله ایران ته ځم. د افغانستان اقتصاد په ټپه ولاړ دی او دلته څوک کار نه شي موندلی. کله چې کاري فرصتونه نه وي، نو ځوانان اړ کېږي چې ګاونډي هېوادونو ته کډه شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500