تجزيه

چین ته د ایران د صدر سفر د خرابو اړېکو د ښه کولو لپاره هڅې بلل کیږي

د پاکستان فاروډ لخوا

د ایران صدر ابراهیم رئیسي چین ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې. [Vista.ir]

د ایران صدر ابراهیم رئیسي چین ته د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې. [Vista.ir]

د چین او ایران دولتي رسنیو تېره هفته بیجینګ ته د ایران د صدر ابراهیم رئیسي سفر ګټور او د دواړو هېوادونو د ثابت "تاریخي" اتحاد نښه بللې، خو ډېر کتونکي وايي چې دا سفر په داسې وخت کې شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې کړکيچ رامنځته شوی دی.

د رئیسي سفر چین ته د هغه لومړنی دولتي سفر دی چې په ترڅ کې یې ۲۰ تړونونه او د تفاهم یادښتونه لاسلېک شول.

سخت دریځه مشرق نیوز د ایران د بهرنیو چارو د وزارت سره تړلي شنونکي محمد مرندي له قوله ویلي چې له چین سره "اړیکې به د ایران لپاره یو مهم لومړیتوب وي".

هغه وویل، "ایران د خپلو ټولو ملګرو لپاره یو ډېر باوري ملګری دی، او چین به د متحده ایالاتو او چین د مخ په زیاتیدونکي کړکیچ ته په پام سره دې ملګرتیا ته په زیاتیدونکي توګه اړتیا ولري."

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د دسمبر په میاشت کې په ریاض کې د چین له صدر شي جین پینګ سره ګوري. [بندر الجلود/سعودي شاهي ماڼۍ/ای اېف پي]

د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د دسمبر په میاشت کې په ریاض کې د چین له صدر شي جین پینګ سره ګوري. [بندر الجلود/سعودي شاهي ماڼۍ/ای اېف پي]

د ۲۰۲۱ کال په مارچ میاشت کې، ایران او چین ​د ۲۵ کلن "ستراتیژیکو همکاریو تړون" لاسلېک کړو چې په ایران کې له سختو نیوکو سره مخ شو ځکه چې چې د دې تړون مخالفينو په ياد رژیم د ایران د پلورلو تور ولګوو​.

له دې تړون سربېره، په ایران کې د چین سرمايه کاري کمه شوې ده، چې په پايله کې روسیه په دې هېواد کې تر ټولو لوی بهرنۍ پانګه اچوونکي ده.

د ایران د اقتصاد نايب وزير علي فکري د جنورۍ په ۲۹ مه وویل چې چین د ۲۰۲۲ کال له مارچ څخه د جنورۍ تر پایه پورې په ایران کې په ۲۵ پروژو کې یوازې ۱۸۵ میلیونه ډالره سرمايه کاري کړې ده.

په تېرو دوو کلونو کې، بیجینګ په یو کال کې په ایران کې ۲۲۷ ملیونه ډالره سرمايه کاري کړې ده.

مبصرین وايي، له همدې امله، د رئیسي او شي جین پینګ ترمنځ د لیدنو تبادلې ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړو د کمولو د یوې هڅې په توګه کتل کیږي.

ایران او چین اختلافات لري

د سرمايه کارۍ له کمېدو پرته، تهران او بیجینګ په دې وروستیو کې د خلیج له هېوادونو سره د چین د ښې اړیکو په ګډون د څو مسلو پر سر اختلاف لري.

د دسمبر په میاشت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د چین سفیر ته وروسته له هغې ناخوښي څرګنده کړه کله چې بیجینګ د متحده عرب اماراتو سره د درېو اختلافي ټاپوګانو -- ابو موسی، لوی تونب او کوچني تونب -- په اړه ګډه اعلامیه خپره کړه، او د ایران پر ځای يې د اماراتو ملاتړ وکړو.

دغه بيان سعودي عرب ته د شي جين پينګ د سفر پر مهال خپور شو. هغه هلته د خلیج د همکارۍ شورا (جي سي سي) هېوادونو له مشرانو سره وکتل.

په ياد بيان کې ویل شوي چې چین په سیمه کې د ایران د لاسوهنې د بندولو له اړتیا سره هم موافقه وکړه.

د جي سي سي د غونډې په څنډه کې، په ایران کې د چین د کمې سرمايه کارۍ په اړه راپورونه خپاره شول. د دې برعکس، چین اوس د سعودي عرب ترټولو لوی سوداګریز شریک او د تېلو ترټولو لوی پیرودونکی دی.

وروستي خبرونو چې چین د ایران د بهرنیو چارو وزارت او نورو ادارو مهمې رسمي ادارې هېک کړې د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم خرابې کړې.

ځینې شنونکي وايي، د چین اقدامات یقیناً د ایران د ځانه اعلان شوي سیاسي او جغرافيايي سياسي اصولو خلاف دي، خو د زياتره نړۍ څخه د منزوي کېدو په صورت کې، اسلامي جمهوریت ډېر بدیلونه نه لري.

دروغجنې کړنې

وروستی تاوتریخوالی حتی د رییسي په بيانونو کې د هغه د سفر پرمهال څرګند شو.

هغه وویل، "د ایران او چین اړیکې مخ په وړاندې تللي، خو چې څه شوي، د هغه څه په څېر ندي چې بايد ترسره شوې وې، او د دې لپاره باید نور ګامونه پورته شي."

رئیسي د چین د صدر د نوښت شوي یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی) یا یو کمربند، یو سړک (اوبور) ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې ایران په دې برخه کې اقدام کولو ته چمتو دی.

په ایران کې مېشت یو سیاسي څارونکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، "رئیسي ته د شي جين پینګ لخوا بلنه ورکول ممکن له ایران سره د خپلې ملګرتیا د ساتلو لپاره د بيجينګ يو چال وي، وروسته له هغې چې په دې وروستیو کې يې يوازې پرېښودی و."

هغه المشارق ته وویل، "چین نه غواړي چې ایران د یو ستراتیژیک ملګري او د نغدو پېسو د سرچينې په توګه له لاسه ورکړي.

هغه زیاته کړه، "چین غواړي چې عربي هېوادونه او ایران دواړه په خپل لاس کې ولري، او د ایران په برخه کې تر ټولو زیات د فریبکارۍ نه کار اخلي."

سیاسي څارونکي وویل، ایران غواړي چې په سیمه کې خپل پراختيايي او بې ثباته کوونکي پاليسۍ تعقيب کړي، او همدارنګه خپل غیر قانوني اټومي فعالیتونه ترسره کړي چې دواړه يې له نړېوالې ټولنې څخه د انزوا لامل شوي دي.

"لکه څنګه چې ایران په خپله لاره د دوام په اړه کلک هوډ لري او له نړۍ څخه جدا شوی دی، دا له هغو هېوادونو سره هم خپلو اړېکو ته دوام ورکوي چې ورسره تړونونه لري."

هغه وویل، "تهران دومره يوازی او مات شوی دی چې د دوست په لټه کې به هر ډول اصول له پامه وغورځوي، حتی که دغه دوست په يو وخت کې دښمن ثابت شوی وي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500