امنیت

د یو ستراتیژیکي ملګري په توګه د بیجینګ د کشش نشتوالی د جنګي الوتکو او نورو وسلو د پلور مخه نیسي

د پاکستان فارورډ لخوا

د چين پوځي هيلي کوپټرونه د اګست په ۴مه په تايوان کې د سترو پوځي مشقونو څخه مخکې په فوجيان صوبه کې د پينګتان، چې تايوان ته د چين تر ټولو نږدې سيمه ده، د نړېوالو بېړيو په مهمو لارو کې د خپل ځواک په ښودلو سره الوتنه کوي. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

د چين پوځي هيلي کوپټرونه د اګست په ۴مه په تايوان کې د سترو پوځي مشقونو څخه مخکې په فوجيان صوبه کې د پينګتان، چې تايوان ته د چين تر ټولو نږدې سيمه ده، د نړېوالو بېړيو په مهمو لارو کې د خپل ځواک په ښودلو سره الوتنه کوي. [هیکټر ریټامال/ای اېف پي]

د چین بهرنی پوځي پلور له اوږدې مودې راهیسې د محدود ظرفیتونو او ټیکنالوژۍ مسلو ترڅنګ له یوې بلې ستونزې سره مخ دی: هېڅوک نه غواړي له بیجینګ سره متحد شي.

ریچارډ ابولافیا، چې د ایرو ډینامیک ايډوايزري منيجنګ ډايريکټر دی، د فارن فاليسي لپاره ولیکل، "لکه څنګه چې د چین نړېوال انځور وده کړې، ډېر تمه لري چې د وسلو صادرات به يې په نړۍ کې د هغې ځای منعکس کړي. بیا هم د لسیزو هڅو وروسته، داسې ندي شوي."

هغه ولیکل، "په اصل کې، لږ هېوادونه غواړي له بیجینګ سره ملګرتیا وکړي."

"د سټايلش وسلو معنی خورا لږ ده که تاسو ملګري نه لرئ."

د جنورۍ په میاشت کې د مشق په جریان کې د چین J-10 په رن وې کې. [د چین د دفاغ وزارت]

د جنورۍ په میاشت کې د مشق په جریان کې د چین J-10 په رن وې کې. [د چین د دفاغ وزارت]

دا عکس چې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۰مه اخيستل شوی، ليدونکي ښيي چې د بېجينګ د نندارتون په مرکز کې د يو نندارتون په ترڅ کې د وسلو سموليټر کاروي. [وانګ ژاو/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۱۰مه اخيستل شوی، ليدونکي ښيي چې د بېجينګ د نندارتون په مرکز کې د يو نندارتون په ترڅ کې د وسلو سموليټر کاروي. [وانګ ژاو/ای اېف پي]

دوه عشرې مخکې، د سوداګرۍ او فضایي ټکنالوژۍ ژورنالونو وړاندوینه کړې وه چې چین چمتو دی چې پرمختللې نړۍ ته د جنګي الوتکو چمتو کونکي په توګه روسیې ته ماتې ورکړي.

ابولافیا وویل، نن ورځ او شميرې په ښکاره توګه ښیي چې داسې ندي شوي.

د سټاک هوم د سولې د نړېوالې څېړنې انسټیټیوټ په وینا، د ۲۰۰۰ او ۲۰۲۰ کال ترمنځ، چین یوازې د ۷.۲ ملیارد ډالرو په ارزښت پوځي الوتکې صادرې کړې.

د دې په پرتله، امریکا د ۹۹.۶ میلیارده ډالرو په ارزښت جنګي الوتکې صادرې کړې، روسیه د ۶۱.۵ میلیارد ډالرو په ارزښت سره دوېم هېواد دی او حتی فرانس د ۱۴.۷ میلیارده ډالرو په ارزښت سره د چین څخه مخکې لاړو.

چین د پورته حرکت لپاره لږې نښې لري.

ابولافیا وویل، "د دې ناکامۍ ترټولو ښه وضاحت د چین بهرنۍ تګلاره ده."

له ویتنام او هند سره د زیاتیدونکي مسلو له امله دوی چین د وسلو د سرچینې په توګه ردوي.

مالیزیا او اندونیزیا هم د بیجینګ د هیلو په اړه ډېر اندېښمن دي چې د چینایي جنګي الوتکې اخېستلو په اړه فکر وکړي.

ابو لافيا وويل، سربېره پردې، د چین نسبتاً تړل شوی اقتصادي سیسټم پدې معنی دی چې احتمالي پیرودونکي به چې اقتصاد یې په صادراتو تکیه کوي لږه ګټه ترلاسه کړي، ځکه چې چین غواړي د نړۍ په کچه د صادراتو یو غالب تولیدونکی جوړ شي.

یو بې دوسته ګاونډي

د جنوبي چین سمندرګي څخه د منځنۍ اسیا پورې،​​د خپل جیوپولیټیک او پوځي نفوذ د پراخولو لپاره د بیجینګ جارحانه هڅې په سیمه کې د هغې د وسلو غوښتنه کمه کړې ده.​

په دې وروستیو میاشتو کې د تایوان پر وړاندې د چین تهديد او ګواښونه نور هم څرګند شوي او پر اوکراین د روسیې یرغل په تایوان کې دا اندېښنې لا پسې ژورې کړې چې ښايي بیجینګ د دغه ټاپو د الحاق لپاره ورته اقدام وکړي.

بیجینګ ځان واکمن، دیموکراتیک تایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي، چې یوه ورځ به ونیول شي -- که اړتیا وي په زور سره -- او دا ټاپو د چینایي یرغل د دوامداره وېرې لاندې ژوند کوي.

د ای اېف پي د ډیټابیس په وینا، په ۲۰۲۲ کال کې، چین د تایوان د هوایي دفاع پیژندنې زون (ADIZ) ته له ۱۷۰۰ څخه ډیر ځله داخل شول، چې په ۲۰۲۱ کال کې له ۹۶۹ څخه زیات دي. د تایوان د دفاع وزارت وویل چې په ۲۰۲۰ کال کې یې شاوخوا ۳۸۰ ځله د الوتکو الوتنې ثبت کړي وې.

د تایوان په شاوخوا اوبو کې د چین پوځي مشقونو -- چې تر ټولو وروستی یې د جنورۍ په ۸مه ترسره شو -- هم د نړۍ د بېړیو پر لارو اغېز کړی دی.

په عېن حال کې، د چین او جاپان ترمنځ تاوتریخوالی په پرله پسې ډول مخ په زیاتیدو دی، ځکه چې بیجینګ په سینکاکو ټاپوګانو ادعا کوي، چې په ختیځ چین سمندر کې د جاپان تر کنټرول لاندې سلسله ده.

چین هم د جنوبي چین سمندرګي تقریباً پر ټولو برخو د ملکیت ادعا کوي، چې له دې لارې هر کال د میلیاردونو ډالرو سوداګري ترسره کيږي، پداسې حال کې چې دا د برونای، مالیزیا، فیلیپین، تایوان او ویتنام له ادعاوو سره مبارزه کوي.

په مرکزي آسیا کې، بیجینګ هم پدې وروستيو کلونو کې د "خپلو" سيمو د بېرته ترلاسه کولو نظریه په خپلو رسنيو کې وړاندې کړې ده ترڅو د ځایي خلکو عکس العمل معلوم کړي، چې د کتونکو په وینا، دا د سیمې د حاکمیت لپاره يو مستقیم ګواښ دی.

بیجینګ هم د پوځي او سوداګریزو تاسیساتو د شبکې له لارې د چین اصلي ټاټوبي د افریقا له سینګ سره د نښلولو لپاره د خورا لويو املاکو کمپاين ترسره کوي.

د خپل "د ملغلرو تار" ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه، د چین سمندري کښتۍ په مالدیپ، بنګله دیش، سریلانکا، پاکستان، ایران او سومالیا کې د ګڼ شمېر لویو بندرونو څخه تیریږي.

د بېجينګ د بنسټيز تاسيساتو نړېوال کمپاين، ​چې د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی) یا یو کمربند، یو سړک (اوبور) په نوم پیژندل کيږي،​​له دغو مهمو سمندري بندرونو څخه پيليږي او د منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او افریقې نورو برخو ته رسيږي.

خو، منتقدین خبرداری ورکوي چې د چین سوداګریزې پروژې په ښکاره توګه دوه ګونی هدفونه لري، چې د دې په چټکۍ سره وده کونکي پوځ ته اجازه ورکوي چې خپله لاس رسي پراخه کړي.

د پیرودونکو نشتوالی

پداسې حال کې چې د ۱۹۸۰ دور F-16 د معرفي کېدو څخه ۴۰ کاله وروسته صادراتو ته دوام ورکوي او په پراخه کچه په دوه درجنه هوایي ځواکونو کې فعالیت کوي، بیجینګ پدې وروستیو کې د J-10 لپاره خپل لومړی پیرودونکی ​​پاکستان وموندو، چې یو داسې هېواد دی چې چین پرې زيات اقتصادي او سیاسي نفوذ لري​​.

د پاکستان هوایي ځواک (پي ای اېف) په مارچ ۲۰۲۲ کال کې د J-10CE له ۳۶ الوتکو څخه لومړۍ شپږ الوتکې ترلاسه کړې.

نور شپږ د سپتمبر په مياشت کې وسپارل شوې.

د ستراتیژیکو او نړېوالو مطالعاتو د مرکز په راپور کې راغلي چې له ۲۰۱۰ کال راهیسې د چین د دودیزو وسلو په پلور کې ۶۳.۴ فيصده برخه د پاکستان، بنګله دېش او برما ده.

خو پداسې حال کې چې چینایي وسلې د خپل لویدیځ سیالانو په پرتله ارزانه دي، دوی ډېر وختونه د اعتبار وړ ندي.

ځینې، لکه د چین J-10 جنګي الوتکې، حتی په جګړه کې نه دي ازمویل شوي.

چین د هغه هېواد لپاره سخت خنډ دی چې هڅه کوي د خپل پوځي - صنعتي وړتیا بازار موندنه وکړي: دې له ۴۰ کلونو څخه په ډېره موده کې جنګي تجربه نه ده ترلاسه کړې.

د ۱۹۷۹ کال د فبرورۍ او مارچ په میاشت کې د پخواني متحد ویتنام سره د ۲۷ ورځنۍ جګړې راهیسې، هیچا په جګړه کې د چین لخوا د جوړو شويو وسلو فعالیت نه دی لیدلی.

په پایله کې چینایي انجینرانو او ډیزاینرانو هېڅ موقعه نه لرله چې هغه نیمګړتیاوې په ګوته کړي چې دوی يې سمولو ته اړتیا لري.

له بلې خوا په ټوله نړۍ کې په پوځي مرکزونو کې د جګړې څارونکو لیدلي چې F-16 په منظمه توګه د ۱۹۸۱ راهیسې، زياتره په منځني ختیځ کې، د مخالفينو الوتکې په بشپړه توګه ویجاړوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500