دین

په سټاک هوم کې د قرآن کريم سوځولو تر شا د روسیې لاس لیدل شوی چې په اسلامي نړۍ کې یې غوسه رامنځته کړې ده

د نبیل عبدالله التمیمي له خوا

یو احتجاج کونکی د جنورۍ په ۲۲مه په استانبول کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې وروسته له هغې قرآن کريم په لاس کې نیولې چې یو ښي اړخي سیاستدان په سټاک هوم کې د ترکیې سفارت خانې ته څېرمه د سپېڅلي کتاب یوه نسخه وسوځوله. د رسنیو راپورونه وړانديز کوي چې روسیې په دې پېښه کې لاس لرلو، چې د ناټو سره د سویډن د يو ځای کېدو مخه يې ونيوله. [یاسین اکګل/ای اېف پي]

یو احتجاج کونکی د جنورۍ په ۲۲مه په استانبول کې د یوې مظاهرې په ترڅ کې وروسته له هغې قرآن کريم په لاس کې نیولې چې یو ښي اړخي سیاستدان په سټاک هوم کې د ترکیې سفارت خانې ته څېرمه د سپېڅلي کتاب یوه نسخه وسوځوله. د رسنیو راپورونه وړانديز کوي چې روسیې په دې پېښه کې لاس لرلو، چې د ناټو سره د سویډن د يو ځای کېدو مخه يې ونيوله. [یاسین اکګل/ای اېف پي]

عدن -- په ټول منځني ختیځ کې مسلمانانو په سټاک هوم کې د ترکیې سفارت خانې ته څېرمه د جنورۍ په ۲۲مه د یوې مظاهرې په ترڅ کې د قران سوځولو پروړاندې په غوسې سره غبرګون وښودلو، او سویډن او په "لویدیځ" یې تور پورې کړو چې د اسلام سرغړونه يې کړې او د عقیدې پیروان يې خفه کړي.

خو شنونکي وايي چې اصلي مجرم تقریباً او یقیناً روسیه ده.

ولې؟

په مسلمان اکثریتي هېواد ترکیې کې غبرګون په لویه کچه د ناټو سره د یوځای کېدو لپاره د سویډن د غوښتنې د مخنيوي لپاره مسؤل و -- د څه حده پورې -- چې په مستقیم ډول د کرملین تر نفوذ لاندې دی، چې هڅه کوي د ياد بلاک د پراختیا مخه ونیسي پداسې حال کې چې دا خپله جګړه پرمخ وړي.

لبنانیان د جنورۍ په ۲۷مه په بیروت کې د محمد الامین جومات بهر په سټاک هوم کې د قران کریم د سوځولو پر ضد احتجاج کوي. د سویډن وزیر اعظم الف کریسټرسن د سپېڅلي کتاب سوځول په کلکه وغندل او د "ژورې بې احترامۍ" په توګه يې وبلل. [انور امرو/ای اېف پي]

لبنانیان د جنورۍ په ۲۷مه په بیروت کې د محمد الامین جومات بهر په سټاک هوم کې د قران کریم د سوځولو پر ضد احتجاج کوي. د سویډن وزیر اعظم الف کریسټرسن د سپېڅلي کتاب سوځول په کلکه وغندل او د "ژورې بې احترامۍ" په توګه يې وبلل. [انور امرو/ای اېف پي]

په ټول منځني ختیځ کې د لویدیځ ضد احساساتو ته وده ورکول یو بل اقدام دی چې د روسیې د اجنډې ملاتړ کوي، ځکه چې کرملین هڅه کوي چې په سیمه کې خپل نفوذ پراخه کړي او په اوکراین د خپلې روانې او بې دلیله جګړې په ترڅ کې ملاتړ ترلاسه کړي.

څه پېښ شوي؟

د وایس نیوز او نورو رسنیو په وینا، ژورنالیست چنګ فریک -- چې د روسیې ټلویزیون (آر ټي) او نورو رسنیو لپاره یې کار کړی چې د کرملین پروپيګنډه پرمخ وړي -- د سټاک هوم غونډې لپاره د مظاهرې کولو فیس ورکړو.

د ډنمارک ښي اړخي فعال راسموس پالودان، چې په دغه غونډه کې یې قران کریم ته اور ورته کړی و، سویډني خبریالانو ته وویل چې فریک هم د اسلام د سپېڅلي کتاب د سوځولو وړاندیز کړی و.

د سویډن وزیراعظم الف کریسټرسن په چټکۍ سره د قرآن سوځول د "ژورې بې احترامۍ" په توګه وغندل، او د سویډن پولیسو د چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ په ۸مه) د یو بل احتجاج اجازه رد کړه چې پکې د قران سوځول شامل وو.

د ناټو یو امنیتي چارواکي وايس ته وویل، "دا ستونزمنه ده چې معلومه شي چې څوک د روسیې سره کار کوي ځکه چې دوی یو ټرول دی یا که روسیه پخپله د ټرول رهبري کوي."

"دا کېدې شي [فریک] د ښي اړخ شخص وي چې د قران سوځول خوښوي. یا دا کېدې شي د روسیې د استخباراتو عملیات وي. خو په هر صورت، دا له روسیې سره مرسته کوي چې د ناټو غړي په شخړه کې وویني."

ايريکټيو رسنۍ وویل، "د منلو وړ انکار په ټوله نړۍ کې د ډېرو روسي هایبرډ کړنو سوداګریزه نښه ده."

دغه رسنۍ وويل، "روسیه هر ډول ليوالتيا لري چې سویډن له ناټو سره د یوځای کېدو څخه منع کړي."

"سربېره پردې، دا د لویدیځ ضد احساساتو په راپارولو کې د پام وړ ګټې لري."

د پارونې عمل

د لويديځ ضد احساساتو د سټاک هوم له پېښې وروسته په ټول منځني ختيځ او په ترکيه، يمن، لبنان، سوريه، عراق او ايران او همدارنګه په مسلمان اکثريت اندونيزيا کې احتجاجونه رامنځته کړل.

په صنعا او د یمن په نورو ښارونو کې مظاهره چیانو د قرآن کریم د سوځولو خلاف بینرونه پورته کړل او دا یې د مسلمانانو د احساساتو او مقدساتو د راپارولو عمل وګرځولو.

د یمن حکومت دغه پېښه وغندله او د بهرنیو چارو وزارت د قران کریم سوځول "یو قصدي ناوړه عمل او د مسلمانانو د احساساتو سخت پاروونکی عمل" وبللو.

دې په "ټولو مذهبي احساساتو باندې بریدونه" او د کرکې بیان په کلکه رد کړو او خبرداری یې ورکړو چې "د دې عمل پایلې به په ټولنو کې دښمنۍ او ویش ته وده ورکړي".

د سیاسي چارو شنونکي فیصل احمد المشارق ته وویل، "دا یو داسې عمل دی چې د ټولو له خوا غندل شوی دی، او په صنعا او نورو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې یو عادي غبرګون دی."

هغه وویل چې روسیه شاید په دې پېښه کې ښکېله وي، که څه هم په غیر مستقیم ډول.

احمد وویل، "هغه سړی، چانګ فریک، چې د سویډن په مرکزي ښار کې یې د ترکیې د سفارت خانې بهر د احتجاج لپاره د اجازې پیسې ورکړې، د ماسکو او د روسیې صدر ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري."

هغه زیاته کړه، "فریک د روسیې د آر ټي سره نږدې اړیکې لري چې د هغې لپاره د خبریال په توګه کار کوي، او داسې ښکارېده چې هغه هڅه وکړه چې سويډن له ناټو سره د يو ځاکېدو څخه منع کړي او د روسیې هدف ترلاسه کړي." هغه يادونه وکړه چې داسې ښکاري چې فريک په دې هدف کې بريالي شوی.

هغه وویل چې فریک مسؤل دی که څه هم هغه یوازې د احتجاج جواز لپاره پیسې ورکړې خو له هیچا څخه یې د قران سوځولو غوښتنه نه وه کړې، ځکه چې جواز به د شعارونو نظارت ته اړتیا ولري چې دا به ډاډ ترلاسه کړي چې دوی به سرغړونه ونکري.

احمد وویل، د اسلام د سپېڅلي کتاب سوځول "یو دښمنانه عمل دی چې د مسلمانانو احساساتو ته زیان رسوي."

هغه وویل، دا حساسیت د ناوړه لوبغاړو لپاره دا آسانوي چې د روسیې د اجنډې د پوره کولو لپاره "د مسلمانانو د احساساتو او ذهنونو استحصال وکړي ترڅو سیاسي اجنډا پلي کړي".

"روسیه د مسلمانانو پورې ملنډې وهي"

اقتصاد پوه عبدالعزیز ثابت المشارق ته وویل، "مظاهرې د قرآن د سوځولو د ردولو لپاره کافي نه دي."

هغه وویل، په منځني ختیځ کې ځینو مظاهره چیانو د سویډني محصولاتو "د یوې اقتصادي وسلې په توګه" د بایکاټ غوښتنه کړې ده چې يو مثبت اغيز به ولري.

خو سویډن شاید ملامته نه وي.

ثابت یادونه وکړه چې د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر پیکا هاویستو وویل چې روسیه ممکن په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د مخنیوي لپاره د قران په سوځولو کې لاس ولري.

ثابت د ډنمارک د فعال په حواله چې قرآن ته یې اور ورته کړی و، وويل، "د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیر بيانونه يوازې ادعاګانې نه وې بلکې د شواهدو او نښو پراساس دي چې له روسیې سره د پالودان د اړیکو د ثابتولو لپاره څېړل کیږي."

هغه وویل چې په دې پېښه کې د روسیې د ښکېلتیا تایید به دا ثابته کړي چې "روسیه د کوچنیو سیاسي موخو لپاره د مسلمانانو او د دوی د مقدس کتاب سپکاوی کوي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500