اقتصاد

د چینایانو له خوا د افغانستان د لیتیمو د غلا کولو هڅه له بیجینګ سره د معاملو حقیقتونه څرګندوي

د حمزه راپور

په عکس کې چې د سلواغې په ۲مه اخیستل شوی، د لیتیم ډبرې په ننګرهار ولایت کې د مقاماتو له خوا له نیول کېدلو څخه وروسته لیدل کیږي. دوه ولاړ چینایي وګړي په دې تورن دي چې هڅه یې کوله ډبرې د پاکستان له لارې چین ته قاچاق کړي. [عکاس: حمزه]

په عکس کې چې د سلواغې په ۲مه اخیستل شوی، د لیتیم ډبرې په ننګرهار ولایت کې د مقاماتو له خوا له نیول کېدلو څخه وروسته لیدل کیږي. دوه ولاړ چینایي وګړي په دې تورن دي چې هڅه یې کوله ډبرې د پاکستان له لارې چین ته قاچاق کړي. [عکاس: حمزه]

کابل -- د دوو چینایي وګړو او د هغوی د درې افغان همکارانو له نیول کېدلو څخه وروسته چې په هغوی باندې د لګېدلو تورونو له مخې یې هڅه کوله چې نږدې ۱۳۰۰ ټنه لیتیم لرونکې ډبرې له افغانستان څخه وباسي، افغانانو سخته غوسه څرګنده کړې ده.

یوه ځایي د استخباراتو چارواکي ډاکتر بشیر وویل، مشکوکو کسانو د لیتیمو ډبرې له کونړ څخه ننګرهار ته راوړې وې او هڅه یې کوله چې د پاکستان له لارې یې چین ته قاچاق کړي.

هغه د سلواغې په ۱ په ننګرهار کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «موږ په غیرقانوني توګه د کان کیندلو او د قیمتي ډبرو د قاچاق کېدلو په هکله استخباراتي معلومات ترلاسه کړل،»

هغه وویل، «د اصلي عاملانو د نیولو لپاره، موږ هغوی پرېښودل چې ننګرهار ته راشي، او کله چې قاچاقچیان جلال اباد ښار ته راغلل، موږ دوه چینایان او درې افغان وګړي ونیول.»

په عکس کې چې د تېر غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، د لوګر ولایت په مس عینک کې د چین د یوه کنسرسیوم عملیاتي مرکز لیدل کیږي. یو لرغونی بودایي ښار چې له کابل سره نږدې سترو څوکو کې کیندل شوی د نړۍ د مسو له یوې سترې زېرمې څخه د ناوړه استفادې له لارې د بلع کېدلو له امله د تل لپاره د پناه کېدلو له خطر سره مخامخ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د تېر غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، د لوګر ولایت په مس عینک کې د چین د یوه کنسرسیوم عملیاتي مرکز لیدل کیږي. یو لرغونی بودایي ښار چې له کابل سره نږدې سترو څوکو کې کیندل شوی د نړۍ د مسو له یوې سترې زېرمې څخه د ناوړه استفادې له لارې د بلع کېدلو له امله د تل لپاره د پناه کېدلو له خطر سره مخامخ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه په دې هکله وضاحت ور نه کړ چې چینایي وګړي کله ونیول شول.

بشیر زیاته کړه، «د دغو ډبرو له جملې څخه درې سوه ټنه ننګرهار ته راوړل شوي، په داسې حال کې چې پاتې ۱۰۰۰ ټنه یې لا په کونړ کې دي.»

د کانونو او پیټرولیم وزارت یوه جګپوړي چارواکي محمد رسول عقاب په خبري کانفرانس کې خبریالانو ته وویل، «په دغو ډبرو کې ۳۰٪ لیتیم شامل دي.»

عقاب وویل، «دا ډېرې کمیابه ډبرې دي... چې په پټه په کونړ او نورستان ولایتونو کې را اېستل شوي دي.»

رشوت او فساد

شنونکي وایي، چین د افغانستان طبیعي زېرمې په غیرقانوني توګه، د رشوت او قاچاق په لارو راباسي.

په فرانسه کې مېشت د نړۍ والو اړیکو شنونکي او په بیجینګ کې پخواني افغان دیپلومات سید مهدي منادي وویل، «چین یو مخ پر وده روان هېواد دی چې خامو موادو او طبیعي منابعو ته سخته اړتیا لري.»

هغه وویل، «هر هېواد چې طبیعي زېرمې لری د چین لپاره لومړنی هدف دی. له دې امله، ځینې افریقایي هېوادونه او افغانستان د چین او د هغه د تجارتي شرکتونو لپاره ډېر جذاب دي.»

منادي وویل، اکثر وختونه چین له غیرقانوني لارو د نورو هېوادونو طبیعي زېرمې ترلاسه کوي.

هغه وویل، «اکثر چینایي شرکتونه داسې بهرني بودجې لري چې له هغو څخه رشوتونه ورکوي او په غیرقانوني توګه پروژې او قرادادونه ګټي. هغوی هڅه کوي چې د رشوت ورکولو له لارې د طبیعي منابعو، قیمتي ډبرو او انرژۍ قراردادونه ترلاسه کړي، او که چیرې دا کار ور نه کړي، بیا قاچاق ته مخه کوي.»

منادي وویل، «د چینایانو له خوا د افغانستان د طبیعي منابعو قاچاق د هېواد د طبیعي زېرمو او تر ځمکې لاندې شتمنیو د لوټ او غلا په معنی دی.»

هغه وویل، یو طرف ته د چین له خوا ورکول کېدونکي رشوتونه او غیرقانوني رقابت «د موجودو واکمنو تر منځ اداري فساد او د پیسو اختلاس ته» وده ورکوي.

او زیاته یې کړه چې، «بل طرف ته به دا د افغانستان د ملي شتمنۍ او منابعو ضایع کېدلو ته لاره هواره کړي.»

د افغانستان لوټل

عصمت الله سروري چې ۲۸ کاله عمر لري او په کابل پوهنتون کې یې د کانونو د اېستلو په څانګه کې زده کړې کړي دي، وویل، «په افغانستان کې د کانونو د کیندلو او قېمتي ډبرو د را اېستلو اکثر فعالیتونه د محلي زورواکانو، جنایتکارو ګروپونو او داخلي او نړۍ والو قاچاقچیانو له خوا په غیرقانوني او غیرمسلکي توګه ترسره کیږي،»

هغه د قاچاق وروستۍ پېښې ته ګوته ونیوله.

سروري وویل، «په غیرقانوني او غیرمسلکي توګه د افغانستان د کانونو را اېستل او قاچاق د افغان حکومتونو لپاره یوه ننګونه وه، او اوس زموږ هېواد له سیاسي ستونزو او ګډوډیو سره مخامخ دی.»

هغه وویل، «د افغانستان ګاونډیان او په ځانګړې توګه چینایان د بل هر وخت په پرتله اوس ډېر لاس په کار شوي او سخته هڅه کوي چې په قانوني یا غیرقانوني توګه د افغانستان کانونه راوباسي او له هېواد څخه بهر ته یې انتقال کړي،یعنې د افغانستان طبیعي زېرمې لوټي.»

په جرمني کې مېشت یوه اقتصادپوه او د تېلو د واردوونکیو د اتحادیې پخواني رییس آذرخش حافظي وویل، «د افغانستان طبیعي سرچینې له کالونو راهیسې د ګروپونو او د سیمې د هېوادونو له خوا په غیرقانوني لارو او قاچاق یا په رسمي لارو لوټل شوي دي.»

هغه وویل، «د چین حکومت او شرکتونه د افغانستان په کانونو کې ډېره زیاته علاقه مندي لري. هغوی د مس عینک د مسو کان او د امو سیند د ګازو او تېلو زېرمې ډېرې ارزانې ترلاسه کړې.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې افغانستان په دغو قراردادونو کې ډېره لږه برخه او ګټه ترلاسه کوي په داسې حال کې چې چین ۸۰٪ برخې او ګټې ترلاسه کوي. هغوی له روان سیاسي وضعیت څخه په استفادې سره د افغانستان طبیعي زېرمې لوټي.»

هغه زیاته کړه، «موجود حاکمان باید د ګاونډیو هېوادونو له خوا د هېواد د طبیعي او عامه شتمنیو د لوټلو اجازه ورنه کړي.»

د افغانستان شتمني

په کاناډا کې د اقتصادي چارو یوه افغان شنونکي سید مسعود وویل، «په هېواد کې له وروستیو بدلونونو څخه وروسته، چینایي کمپنۍ د افغانستان په طبیعي زېرمو کې د بل هر وخت په پرتله ډېره علاقه مندي لري.»

هغه وویل، خو د دې پرځای چې د افغانستان طبیعي منابع د دوه اړخیزو ګټورو تجارتي هوکړو په اساس ترلاسه کړي، هغوی هڅه کوي چې په غیر رسمي توګه یې راوباسي او بیا یې د ځینو افغانانو په مرسته قاچاق کړی.

مسعود وویل، «افغانستان ۱۴۰۰ کانونه لري. چینایانو دغو کانونو ته سترګې نیولي او ډېره هڅه کوي چې په هره ممکنه طریقه وي هغه ترلاسه کړي.»

د افغانستان د کانونو او پيټرولیم وزارت په ۱۳۹۸ کې وویل، د هېواد نه را اېستل شوې منرالي او فلزي منابع له ۱ تریلیون ډالرو څخه ډېر ارزښت لري.

مسعود وویل، چین د سیمه ییز نفوذ په لټه کې دی «څو یې سیالان ونشي کړای چې په سیمه کې تسلط ترلاسه کړي».

هغه وویل، «له دې امله، هغه هڅه کوي چې سیمه د اقتصادي پروژو او قانوني او غیرقانوني قراردادونو له لارې له سیاسي، اقتصادي او امنیتي پلوه تر پوښښ لاندې راولي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500