جرم او انصاف

د ایران لخوا د ایربس الوتکو مشکوک پیرود د دغه رژیم د غیر قانوني فعالیتونو تاریخ روښانه کوي

د بابک دشتي لخوا

د ماهان ایر غیرقانوني عملیاتو د متحده ایالاتو د خزانې وزارت دې ته اړ کړو چې د نړېوالو قوانینو څخه د سرغړونې له امله په دغه هوایي شرکت بندیز ولګوي. [مشرق]

د ماهان ایر غیرقانوني عملیاتو د متحده ایالاتو د خزانې وزارت دې ته اړ کړو چې د نړېوالو قوانینو څخه د سرغړونې له امله په دغه هوایي شرکت بندیز ولګوي. [مشرق]

اسلامي جمهوریت له څو کلونو راهیسې د نړېوالو بندیزونو د مخنیوي او د سوداګریزو فعالیتونو په پلمه په سیمه کې د خپلو پراخو موخو د ترلاسه کولو لپاره خطرناکې او غیر قانوني هڅې کوي.

په وروستي مثال کې، ایران د پوښتنې وړ وسیلو له لارې څلور بې کاره الوتکې وارد کړي چې پخوا يې د ترکش ایرلاین سره پروازونه کول.

تسنیم خبري اژانس، چې د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (آی آر جي سي) سره تړاو لري، د دسمبر په ۲۸مه د هوايي چلند د چارواکي حسن خوشخو له قوله وویل چې ایران څلور ایربس A340 الوتکې اخېستې دي.

هغه وویل، "په دې وروستیو کې ډېرې نورې الوتکې او هيلي کوپترونه ایران ته راوړل شوې دي.

د ژوندۍ الوتنې تعقیبونکي Flightradar24 څخه دا نقشه ښیي چې څنګه څلور ایربس A340 الوتکې د دسمبر په ۲۴مه د جوهانسبرګ څخه له وتلو وروسته د ایران دپاسه د الوتنې تعقیب خدماتو څخه ورکې شوې چې په ښکاره توګه ازبکستان ته روانې وې. [ګرجن/ټویټر]

د ژوندۍ الوتنې تعقیبونکي Flightradar24 څخه دا نقشه ښیي چې څنګه څلور ایربس A340 الوتکې د دسمبر په ۲۴مه د جوهانسبرګ څخه له وتلو وروسته د ایران دپاسه د الوتنې تعقیب خدماتو څخه ورکې شوې چې په ښکاره توګه ازبکستان ته روانې وې. [ګرجن/ټویټر]

خوشخو وویل، "موږ پلان نه لرو چې په ډاګه کړو چې څومره الوتکې او هيلي کوپترونه مو اخېستې دي." هغه زیاته کړه چې دغه الوتکې "په تېرو ۱۵ میاشتو کې" اخېستل شوي دي.

خو د ایران دولتي رسنۍ ډېر وخت له خپلو راپورونو سره اختلاف لري.

په هماغه ورځ چې د تسنیم راپور خپور شو، دولتي ورځپاڼې همشهري وویل چې د هالېنډ د هوايي چلند چارواکو "ادعا کړې" چې دا څلور الوتکې د څو میاشتو لپاره په ترکیه کې له بې کاره کېدو وروسته ساتل شوې وې، او بیا د مارچ او اپرېل په مياشتو کې د جنوبي افریقې جوهانسبرګ ته ولیږدول شوې.

الوتکې د دسمبر په ۲۴مه له جوهانسبرګ څخه روانې شوې، چې ظاهراً د ازبکستان په لور روانې وې، خو د ایران هوايي حریم ته په رسېدو سره، دوی د تهران پر لور روانې شوې او هلته ښکته شوې. د راپورونو له مخې، دغه الوتکې د ماهان ایر له بیړۍ سره یوځای شوي دي.

د هوايي چلند خبري وېبپاڼې ايرو ټايم د جنورۍ په ۲مه راپور ورکړو چې د ترکش هوايي شرکت څلور پخوانۍ الوتکې چې په دې وروستيو کې په بورکينا فاسو کې ثبت شوې وې، د ايران په حريم کې ازبکستان ته د تګ پر مهال د الوتنې د څارنې له خدمتونو څخه ورکې شوې.

دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې د ایران حکومت د خپلو زړو تجهیزاتو له امله د خپلو بیړیو لپاره د نوېو الوتکو په لټه کې دی.

د غیر قانوني فعالیتونو لپاره ماهان اير کارول

​​د هوايي چلند کارپوه سیروس پورمحسن وویل،ماهان ایر الوتکې د اوږدې مودې راهیسې سوریې ته د وسلو​، پوځي تجهیزاتو او د آی آر جي سي د قدس ځواک غړو او په سیمه کې د نورو پراکسيانو د لیږد اصلي وسیله پاتې شوې ده.

د پور محسين له مخې، بريګيډير جنرل نصرت الله حسینی پور، چې د قدس ځواک کمانډر دی، په ۲۰۱۹ کال کې وویل چې "سوریې ته د ځواکونو لیږد یوازې د یوې لویې ماهان الوتکې په کارولو سره ممکن شو ځکه چې دې د دښمن تر ډزو لاندې د دمشق په هوایي ډګر کې د ښکته کېدو توان لرلو."

د ماهان ایر غیر قانوني عملیات​ود متحده ایالاتو د خزانې وزارت دې ته اړ کړو چې د نړېوالو قوانینو څخه د سرغړونې له امله په دغه هوایي شرکت بندیز ولګوي.

د مسافرو د انتقال په پلمه د وسلو او پوځي پرسونلو وړل منع دي ځکه چې دا د ملکي وګړو ژوند په خطر کې اچوي.

مشرق نیوز، چې د سپاه پاسداران سره تړلې یوه بله رسنۍ ده، په ۲۰۲۰ کال کې د قدس ځواک د وژل شوي​ قوماندان قاسم سلیماني ​د ژوند په اړه د یو کتاب د برخې حواله ورکړه.

د دغه کتاب "Born in March" له مخې، سليماني په ۲۰۱۳ کال کې له ۲۰۰ عادي مسافرو سره د تهران څخه د ماهان ایر په یوه الوتکه کې دمشق ته اوه ټنه وسلې او مهمات انتقال کړل.

لکه څنګه چې الوتکه دمشق ته روانه وه، د عراق د هوایي ترافیک کنټرول مرکز غوښتنه وکړه چې په عراق کې د معاینې لپاره ښکته شي. کله چې د غوښتنې څخه خبر شو، سلیماني ځان د الوتنې انجینير په څېر بدل کړو او د الوتنې په ډیک کې پټ شو.

کتاب ادعا کوي، وروسته له هغې چې ایرانیانو عراقي پلټونکو ته رشوت ورکړو، دوی وتوانېدل چې پرته له معاينې څخه سوریې ته لاړ شي.

پورمحسن وویل، که څه هم د یوې الوتکې په کارګو ځای کې د وسلو ځای پر ځای کول چې عادي مسافر وړي یو "جنایي او خورا خطرناک" عمل دی، او په سیمه کې د جګړې لپاره سوریې ته د وسلو او مهماتو لیږدول د ماهان ایر یوازینی غیر قانوني فعالیت نه دی.

دغه هوايي شرکت هم د ناقانونه نشه يي توکو د لېږدولو اوږد ريکارډ لري.

د مخدره توکو تجارت د سپاه پاسدارانو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ده، او ماهان ایر خپل ماموریت په ایران کې د سپاه پاسداران چارواکو ته د مخدره توکو له پلور څخه ترلاسه شوي اسعارو بېرته ورکولو سره بشپړوي.

سلیماني د ادارې د امانتونو د بورډ غړی و چې د ماهان اير ملکيت لري.

دا هوايي شرکت اوس مهال د بیړیو او د مسافرو د شمېر له پلوه د ایران ترټولو لوی هوایي شرکت دی او د اروپا، آسیا او مینځني ختیځ ۲۰ ځایونو ته الوتنې کوي.

خرابې الوتکې

شنونکي وايي، د ۲۰۲۱ کال د دسمبر په ۸مه له د دولتي خبري اژانس ايرنا سره په مرکه کې، د ایران د هوايي چلند د اتحادیې نايب مشر علی رضا برخور څرګنده کړه چې د ایران د ملکي الوتکو نیمه برخه د پرزو د نشتوالي له امله بنده ده.

د څلورو ایربس A340 الوتکو وروستی پیرود د ایران د صدر ابراهیم رئیسي او کورنیو اصلاح غوښتونکو ورځپاڼو د نیوکو سره مخ شو.

د اصلاح غوښتونکو وېبپاڼې تادول ولیکل چې که څه هم حکومتي چارواکي د الوتکو پیرود د یوې لاسته راوړنې په توګه ستاينه کوي، خو دا الوتکې به خامخا د پرزو بدلولو ته اړتیا ولري ځکه چې د مخکې نه دا زړې او خرابې دي.

تهران به د دې الوتکو لپاره د پرزو په رسولو کې له لویو ستونزو سره مخ شي، چې ډیر احتمال لري چې دا الوتکې به غير فعاله او بې کاره شي.

پور محسن وویل، په هرصورت، "تر هغه چې هره الوتکه د سوریې یا په سیمه کې کوم بل هېواد ته الوتنه وکړي او واپس شي چېرې چې د اسلامي جمهوریت نیابتي ځواکونه نفوذ لري، سپاه پاسداران به يې د وسلو او مخدره توکو د لیږد لپاره وکاروي."

ځکه چې دوی زړې او خرابې دي، د ماهان ایر ډېرې الوتکې د کلونو په اوږدو کې د الوتنې څخه مخې یا د الوتنې په دوران کې تخنیکي ستونزې لري.

پور محسن وویل، "سپاه پاسداران حتی د بې ګناه مسافرو ژوند ته لږ ارزښت هم نه ورکوي، چې دا یو حقیقت دی چې موږ څو ځله لیدلي او شک پرې نه شي کیدلی."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500