انرجي

چین د روسیې د تېلو د لیږد لپاره سپر ټانکرونه وقف کړي چې د نغدو پیسو له کمي سره مخ کرملين پیاوړی کوي

د پاکستان فارورډ لخوا

د چین په ختیځ شان دونګ صوبه کې د کینګداو په بندر کې کښتو د تېلو یو ټانکر ودرولی دی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د چین په ختیځ شان دونګ صوبه کې د کینګداو په بندر کې کښتو د تېلو یو ټانکر ودرولی دی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د سوداګریزو سرچینو او د معلوماتو له مخې، بیجینګ د اروپایي اتحادیې (اي يو) له بندیزونو او د G7 حد نرخ سربېره د روسیې د تېلو پیرود ته دوام ورکړی،​​او چین ته د روسیې د یورال خام تېلو د لیږدولو لپاره لږ تر لږه څلور سپر ټانکرونه مختص کړي دي​.

دغه سرچینې وویل چې پنځم سوپر ټانکر هند ته خام تېل لیږدول.

رویټرز د جنورۍ په ۱۳مه راپور ورکړو چې د سوداګریزو سرچینو او د ایکون کښتۍ د تعقیبي ډېټا په وینا، ټول پنځه بارونه د دسمبر له ۲۲مې نېټې څخه د جنورۍ د ۲۳مې نېټې ترمېنځ ټاکل شوي وو.

چین او هند د روسیې په تخفیف سره د تېلو پیرود ته دوام ورکړی ځکه چې لویدیځ پیرودونکي وروسته له هغې نورو عرضه کونکو ته مخه وکړه کله چې روسيې د فبرورۍ په مياشت کې​​پر اوکراین یرغل​​وکړو.

د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۳۰مه، يو عکس د یوټرني په ساحه کې د څاه سر تجهیزات ښیي. يوټرني په آرکټیک حلقه کې د ګیډان ټاپو وزمه کې د نووټیک آرکټیک LNG 2 پروژې لپاره د سرچینې مرکز دی. [نتالیا کولسینکووا/ای اېف پي]

د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۳۰مه، يو عکس د یوټرني په ساحه کې د څاه سر تجهیزات ښیي. يوټرني په آرکټیک حلقه کې د ګیډان ټاپو وزمه کې د نووټیک آرکټیک LNG 2 پروژې لپاره د سرچینې مرکز دی. [نتالیا کولسینکووا/ای اېف پي]

د ټانکرونو لپاره احتمالي سمندري لارې چې د روسیې تېل لیږدوي. [کاروانسرای]

د ټانکرونو لپاره احتمالي سمندري لارې چې د روسیې تېل لیږدوي. [کاروانسرای]

خو د روسیې د صادراتو لپاره د بار وړونکو کښتیو کمښت شتون لري وروسته له دې چې د G7 غړو هېوادونو، اروپايي اتحادیې او آسټرالیا، د دسمبر په ۳مه د تېلو د نرخ حد وټاکلو، چې د لویدیځ د کارګو خدماتو او بیمې کارول يې محدود کړل.

د هر بېرل لپاره د ۶۰ ډالرو د نرخ حد هېوادونو ته اجازه ورکوي چې د اروپایي اتحادیې څخه بهر له سمندر څخه د روسیې خام تېل او پټرولیم محصولات وارد کړي خو د بار وړلو، بیمې او بیا بیمې شرکتونو د سمبالولو څخه يې منع کوي ترڅو د دغه حد څخه ښکته وپلورل نشي.

رویټرز او بلومبرګ د دسمبر په ۹مه راپور ورکړو چې چین، چې د روسیې د تېلو ترټولو لوی پیرودونکی دی او د نړۍ د تېلو لوړ واردوونکی دی، د بیې د حد سره يې موافقه نه ده کړې او سوداګر د معمول په څېر سوداګري کوي.

د اروپایی کمیسیون په وينا، د نرخ حد په ځانګړي ډول د دې لپاره ټاکل شوی چې د روسیې عایدات -- او په اوکراین کې د جګړې کولو وړتیا -- نوره هم کمه کړي، پداسې حال کې چې د دوامداره اکمالاتو له لارې د انرژۍ نړېوال بازارونه باثباته وساتي.

چین خلا ډکوي

فایننشل ټایمز د دسمبر په ۲مه راپور ورکړو چې د نرخ حد له پلي کېدو څخه مخکې په څو هفتو کې، روسیې د محدودیتونو په مخنیوي کې د مرستې لپاره د ۱۰۰ څخه ډېر د زړو ټانکرونو بیړۍ راټولول پېل کړل.

سوداګر وايي چې دا "تش په نامه بیړۍ" کولی شي د بيې د حد اغیز کم کړي خو د داسې اقداماتو بشپړ اغیز په له مینځه وړلو کې به ناکامه شي.

بیجینګ د خلا ډکولو لپاره ګام پورته کړی.

د رویټرز له مخې، د چینایي شرکت یو مشر چې په بار وړلو کې ښکېل وو، اټکل کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې به په ټولیز ډول ۱۸ چینایي سپر ټانکرونه او نور ۱۶ د افرامیکس اندازې کښتۍ د روسیې د خامو تېلو بار وړلو لپاره وکارول شي چې په کال کې د ۱۵ ملیون ټنو لیږد لپاره کافي دي، یا د ټول یورال د صادراتو شاوخوا ٪۱۰ برخه ده.

د "لا محدود" ملګرتیا سره چې د روسیې صدر ولادیمیر پوتین او د چین صدر شي جين پينګ په اوکراین کې د جګړې له پېل څخه مخکې اعلان کړې وه،​ بېجينګ په نړېوال ډګر کې يو متوازن او نازک عمل ترسره کړی دی.

د چین حکومت پر اوکراین د روسیې د برید له غندلو یا ملاتړ کولو څخه ډډه کړې، او د کرملین د "ځانګړي عملیاتو" په اړه یې پروپیګنډه او ناسم معلومات بار بار خپاره کړي دي.

دا په روسیه باندې د اقتصادي بندیزونو مخالفت کوي، او د اوکراین په جګړه کې د ملګرو ملتونو په رایو کې یې د روسیې له ملاتړ یا مرسته کولو څخه ډډه کړې ده.

د بیجینګ او ماسکو بیانات چې د "مشترک امنیت" او "د نړۍ نظم" په ګوته کوي د پوځي تیري او بشري حقونو سرغړونو سره خورا توپیر لري چې دواړه رژیمونه یې ملاتړ کوي.

مګر، چین، چې د لویدیځ بندیزونو څخه ویره لري، روسیې ته یې وسلې ندي ورکړي، چې پوتین يې د شرمونکي اړتيا سره مخامخ کړو چې د نورو نړېوالو باغي هېوادونو ایران او شمالي کوریا څخه ډرونونه او د توپخانې ګولۍ واخلي.

په اوکراین کې جګړې د پوتین سفارتي او سیاسي دریځ کمزوری کړی دی.

د روسیې صدر د سپتمبر په میاشت کې چینایان "سخت سوداګر" وبلل -- چې دا یوه نښه ده چې شي جين پينګ له هغه څخه ګټه پورته کوي ترڅو د روسیې په طبیعي ګازو کې د پام وړ تخفیف غوښتنه وکړي.

د آسیا لپاره په هر صورت اړین دي

د اروپايي لارو په تړلو سره، د آسیا بازارونو ته اوږد سفرونو او د بار وړلو لوړ نرخونو د روسیې د صادراتو ګټه کمه کړې ده ده.

فارچون مجلې د نومبر په ۸ مه راپور ورکړو چې د تېر کال په وروستیو کې، روسیې د آسیا بازارونو ته د رسیدو لپاره د یوې لنډې لارې د کارولو هڅه وکړه، او د ۳۳۰۰ مایله (۵۳۱۰ کیلومتره) په سفر کې یې د ارکټیک حلقې له لارې په دوهم ځل خام تېل واستول.

د شمالي بحر له لارې د تېلو لومړۍ بار په ۲۰۱۹ کال کې د نړۍ په هغو ځايونو کې وليږدول شو چې د کښتیو لپاره پکې حالات ډېر سخت دي او چېرې چې د واورې غرونه او یخ حالات يوه عامه خبره ده.

فارچون مجلې راپور ورکړو چې "دا د اروپا او ختیځې آسیا ترمنځ ترټولو لنډه لاره ده، او دا سفر د سویز کانال له لارې د دودیزې لارې په پرتله د روسیې د بالتیک بندرونو څخه چین ته د رسیدو لپاره نيم وخت نيسي."

ویکتور کاټونا، چې د تېلو د تحليلي شرکت، کیپلر، کې مشر شنونکی دی، وويل، "اروپا د مخکې نه بنده شوې ده." "که دوی پیرود نه کوي، نو ولې په ټوله نړۍ کې ګرځي، که تاسو په ۲۰ ورځو کې چین ته د رسیدو لپاره د شمالي بحر لاره کاروئ؟"

آسیا فايننشل د جنورۍ په ۵مه راپور ورکړو، د ارکټیک تېل معمولاً لویدیځ ته لیږدول کیږي، خو د بیې حد دغه حالات بدل کړي دي.

د سینګاپور یو سوداګر وویل، "دا ټول آرکیټیک خام تېل معمولاً اروپايي اتحاديې ته ځي خو اوس به دوی بل ځای ته لاړ شي." "اوس هند او چین د دوی لوی کورونه دي."

د ریفینیټیو، چې د متحده ایالاتو او برتانيې په نړېواله کچه د مالي بازار او زیربنا د معلوماتو چمتو کونکي اداره ده، له مخې، لږ تر لږه درې د تېلو ټانکرونه چې د شمالي روسیې په مرمانسک بندر کې د آرکټیک خام تېلو څخه ډک دي اوس د چین په لور روان دي.

د ټانکرونو څخه یو -- نیکولای زویف، چې د روسیې د خام تېلو ټانکر دی چې د لایبریا تر بیرغ لاندې فعاليت کوي -- شاوخوا ۷۸۰۰۰۰ بېرله خام تېل لیږدوي. د هغې دقیق وروستی منزل لا تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.

تمه کيږي چې نور دوه ټانکرونه -- اېن اېس براوو (چې د چین لخوا جوړ شوی او د روسیې بیړۍ ده) او ګلیډیټر (چې د يو یوناني شرکت ملکيت دی او د هغې لخوا پر مخ وړل کيږي) -- د فبرورۍ په ۳مه او ۱۵مه د چین په ختیځ کې کینګداو ته ورسیږي.

دواړه کښتۍ نږدې ۹۰۰۰۰۰ بېرله خام تېل لیږدوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500