امنیت

افغانان په لویو ښارونو کې د داعش د مخ په زياتيدونکو فعالیتونو په اړه اندېښمن دي

د عمر لخوا

ښځې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۳مه په کابل کې د سردار داود خان په پوځي هسپتال کې د چاودنې له ځای څخه تېرېږي، یوه ورځ وروسته له هغې چې د 'عراق او سوریې اسلامي دولت' (داعش) له خوا په برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

ښځې د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۳مه په کابل کې د سردار داود خان په پوځي هسپتال کې د چاودنې له ځای څخه تېرېږي، یوه ورځ وروسته له هغې چې د 'عراق او سوریې اسلامي دولت' (داعش) له خوا په برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هرات، افغانستان -- د مرکزي ښار کابل په ګډون د افغانستان په ښارونو کې د "عراق او سوریې د اسلامي دولت" ​داعش​ عناصرو پر پټنځایونو وروستیو پوځي عملیاتو، د دې ترهګرې ډلې د شتون او فعالیتونو په اړه جدي اندیښنې راپورته کړي دي.

د جنورۍ په ۵مه د ننګرهار صوبې په دره نور ضلعه کې د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د یو مهم قوماندان په ګډون درې داعش وسله وال ووژل شول.

چارواکو د جنورۍ په ۴مه د کابل په اتمه ضلعه کې د عملیاتو په ترڅ کې لږ تر لږه اوه وسله وال چې د داعش سره يې تړاو لرلو ووژل او د داعش اووه شکمن کسان یې ونیول.

په همدې ورځ، د نيمروز صوبې په مرکز زرنج کې د داعش دوه تنه شکمن کسان ونيول شول.

افغانان وايي، وروستۍ پېښې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د ​داعش وسله والو​ شتون تاییدوي.

۴۳ کلن خیر محمد پتنګ چې د کابل د اتمې ضلعې اوسېدونکی دی، وویل چې هغه حيران شو کله چې په خپل ګاونډ کې د داعش د پټنځای په اړه خبر شو او د خپل ځان او د خپلې کورنۍ د خوندیتوب په اړه ډېر اندېښمن دی.

هغه وویل، "زموږ کور ته څېرمه د داعش پر پټنځای پوځي عملیات وشول. حالات ډېر ناوړه وو او له څو ورځو وروسته اوس هم زموږ په ورځني ژوند کې ويره شتون لري. هرڅوک له هغه وخت راهیسې ډېر اندېښمن دي."

"دا څه موده شوې چې موږ د چاودنو او ډزو غږونه اوریدلي وو. داسې ښکاري چې هغه نسبتاً ارام چاپیریال چې موږ یې لرلو نور شتون نلري."

پتنګ وویل، "زموږ کور ته څېرمه د داعش وسله والو شتون او فعالیت واقعي د وېرې خبره ده. داعش په کابل ښار کې ډېر پټنځایونه لري، او زه اندېښمن یم چې هر وخت به ځانمرګي بریدونه پلان کړي او یا به بمونه وچوي."

۲۵ کلن جواد محسني، چې د کابل ښار د دشت برچي په سیمه کې اوسېږي، وویل، په تېرو څو میاشتو کې د داعش بریدونو د هغوی په ګاونډ کې سوله او ورځنی ژوند ګډوډ کړی دی.

هغه وويل، "موږ د داعش د احتمالي بریدونو د وېرې له کبله بازار یا جومات ته په تللو ویریږو، سکول یا يونيورسټۍ او یا هم ټولګیو ته په تللو وېرېږو. هرڅوک ویره لري چې د داعش د بریدونو قرباني به شي."

هغه زیاته کړه، "زموږ له ګاونډ څخه لسګونه کورنۍ په وروستیو میاشتو کې د داعش له وېرې ګاونډیو هېوادونو ته کډه شوې دي. د داعش د پراخه حضور په اړه اندېښنې ورځ په ورځ زیاتېږي."

محسني وویل، په کابل کې د داعش د پټنځایونو شتون ښيي چې ښار له ګواښ سره مخ دی.

د نورو خونړیو بریدونو په اړه اندېښنه

افغانستان کې د داعش ډلې بریدونه له شاوخوا یو نیم کال راهیسې​زيات شوي دي.

د SITE استخباراتي ګروپ په وینا، چې د ترهګریزو شبکو فعالیتونه تعقیبوي، د داعش خراسان څانګې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست او د ۲۰۲۲ کال تر اګست پورې ۲۲۴ ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي.

د دیني عالمانو په ګډون لسګونه ملکي وګړي په دغه بريدونو کې وژل شوي دي.

د بریدونو زیاتوالیاو په ځینو ښارونو کې د داعش شتون د افغانانو ترمنځ د جدي اندېښنې لامل شوی دی.

د نیمروز صوبې د زرنج اوسېدونکي ۳۲ کلن ګل احمد عزیزي وويل، داعش وسله والو په بېلابېلو ښارونو کې خپل عملیات پراخه کړي دي او هغه په عامه ځایونو کې د دغې ډلې د ترهګریزو بریدونو او د بې ګناه ملکي وګړو د وژنې په اړه اندېښمن دی.

"ما هېڅکله فکر نه کولو چې داعش به په نیمروز کې شتون ولري. خو اوس چې [چارواکو] په زرنج ښار کې د دغې ډلې وفادار غړي نيولي دي، زه ډېر اندېښمن يم. د داعش ګواښونه له پامه نه شي غورځول کېدی."

هغه زیاته کړه، افغانستان د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره اړین ځواکمن پوځ نه لري.

هغه وويل، "د کابل په څېر ګڼ شمېر لوی ښارونه د پخوا په څېر د چاودنو او ځانمرګو بریدونو سره مخ دي. تر دې وړاندې ترهګرو ډلو د نړېوالو او سیمه ییزو افغان ځواکونو له هوايي بریدونو څخه وېره لرله. خو اوس دوی کولای شي په ازاده توګه فعالیت وکړي او په ښارونو کې اډې جوړې کړي."

عزيزي وويل چې داعش د ټولو افغانانو ژوند ګواښي،او که د دې تخريبي فعاليتونو مخه ونه نيول شي، نور به هم بې ګناه ملکي وګړي د چاودنو او ځانمرګو بريدونو قرباني شي.

د هرات ښار یو اوسېدونکي صفي الله پویا، چې ۲۶ کاله عمر لري، وویل، د داعش د خونړیو بریدونو زیاتوالی ښيي چې يو ناوړه راتلونکی د افغانانو په تمه دی.

"هېڅوک د داعش له بریدونو څخه خوندي نه دی. داعش د بازارونو، جوماتونو، سکولونو، هسپتالونو او تعلیمي مرکزونو په ګډون په هر ځای کې بې توپیره بریدونه کوي. د داعش وسله وال هوډ لري چې په هرځای کې چې کولای شي بې ګناه افغانان ووژني.

"د نړېوالو ځواکونو په وتلو او د پخوانیو افغان ځواکونو په ړنګېدو سره، داعش پیاوړی شوی او په ټول هېواد کې یې خپل فعالیتونه پراخه کړي دي."

هغه زیاته کړه، "د اوسنۍ خلا څخه په ګټه اخیستو، داعش بریدونه پېلوي او هر ځای چې وغواړي ځايي ملکي وګړي په نښه کوي."

د پویا په وینا، د فقر او بیکارۍ سربېره، د داعش تاوتریخوالی د افغانانو د ډېرو ورځنیو اندېښنو څخه دی.

د نړېوالې ټولنې لپاره یو ګواښ

د څارونکو په وینا، که داعش له نورو ترهګرو ډلو سره اتحاد وکړي او په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخه کړي، نو د نړۍ د امنیت لپاره به يو جدي ګواښ جوړ شي.

د پوځي چارو شنونکي محمد نعیم غیور وویل، د داعش خراسان څانګه په تېر کال کې خورا پیاوړي شوه او هڅه کوي چې نور کسان استخدام کړي.

هغه وويل، "په افغانستان کې د داعش ډېر سیمه ییز قوماندانان د دې ډلې له مشرتابه څخه دوامداره ملاتړ ترلاسه کوي، چې غړي یې په عراق او سوریه کې ژوند کوي. اوس چې داعش په افغانستان کې ډېر تمرکز کړی، مشرتابه یې حالات په ټول هېواد کې د دغې ډلې د فعالیتونو د پراخولو لپاره مناسب ګڼي."

غیور وویل، "د داعش موخه یوازې دا نه ده چې ترهګریز بریدونه ترسره کړي یا ځایي ملکي وګړي ووژني، بلکې هڅه کوي چې په افغانستان کې نورې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي. لکه څنګه چې نورې ضلعې د دوی په لاس کې دي، داعش به نور پټنځایونه جوړ کړي او په ټول هېواد کې به خپل حضور پراخه کړي."

هغه زیاته کړه، که په افغانستان کې د داعش ترهګریز فعالیتونه بند نه شي، نه یوازې د افغانستان بلکې د نړۍ امنیت به له خطر سره مخامخ شي.

په هرات ښار کې د افغان پوځ یو پخواني افسر زمری شین ډنډوال، چې ۶۵ کاله عمر لري، وویل، د داعش د خراسان څانګې کنټرولول او له منځه وړل نړېوال ایتلاف ته اړتیا لري.

"داعش تقریباً په ټول افغانستان کې موجود او فعال دی. دا ډله دومره ځواکمنه شوې ده چې افغانان یې په یوازې سر نشي ختمولی. دې افغانستان ته له ګاونډیو هېوادونو او سیمې څخه ډېر وسله وال راوستلي او په هېواد کې یې خوندي پټنځایونه ترلاسه کړي."

"د داعش زیاتره پټنځایونه په غرنیو او لرې پرتو سیمو کې شتون لري. د دغو پټنځایونو په نښه کولو لپاره قوي هوايي ځواک ته اړتیا ده. اوس مهال په افغانستان کې هوايي ځواک نشته او داعش له دې فرصته ښه ګټه پورته کوي."

شین ډنډوال وویل، دا وخت دی چې نړۍ په افغانستان کې د داعش د حضور خطر درک کړي او مخکې له دې چې ډېر ناوخته شي، پر وړاندې يې پرېکنده عمل وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500