سياست

راپورونه ادعا کوي چې لوړ پوړي ایراني چارواکي د خپل ځانونو د ساتنې لپاره په وینزویلا کې د ساحل کورونه اخلي

د پاکستان فارورډ لخوا

د ایران صدر ابراهیم رئیسي او د هغه د وینزویلا سیال نیکولاس مادورو د جون په میاشت کې په تهران کې. [انتخاب]

د ایران صدر ابراهیم رئیسي او د هغه د وینزویلا سیال نیکولاس مادورو د جون په میاشت کې په تهران کې. [انتخاب]

یو نوی راپور وايي چې لوړ پوړي ایراني مشران په وینزویلا کې د خپلو ځانونو د ساتلو لپاره د کورونو په لټه کې دي که چېرې د دوی په هېواد کې واکمن رژیم له سقوط سره مخ شي.

د دسمبر په میاشت کې د ایران نړېوالو رسنیو وویل چې دوی پوه شوي چې د څلورو لوړ پوړو ایراني چارواکو یو پلاوی وینزویلا ته تللی ترڅو یوې موافقې ته ورسیږي.

د راپورونو له مخې، وینزویلا موافقه وکړه چې لوړ پوړو ایراني چارواکو او د هغوی کورنیو ته به د پناه ورکولو اجازه ورکړي که چېرې د ایران رژیم نسکور شي.

ایران انټرنېشنل هم د یو شنونکي په حواله وویل چې د پناه غوښتنه "د راپور له مخې په مستقیم ډول د ایران د مشر علي خامنه يي له دفتر څخه شوې ده".

ایل پالیتو، په وینزویلا کې د ایران لخوا جوړه شوې يوه ريفاينري چې د اکتوبر په میاشت کې فعاله شوه. [خالنشهر]

ایل پالیتو، په وینزویلا کې د ایران لخوا جوړه شوې يوه ريفاينري چې د اکتوبر په میاشت کې فعاله شوه. [خالنشهر]

د ایران بیرغ لرونکی د تېلو ټانکر فارچون د ۲۰۲۰ کال د می په ۲۵مه د وینزویلا پورټو کابیلو ته له رسیدو وروسته په ایل پالیتو ريفاينرۍ کې ولاړ دی. [ای اېف پي]

د ایران بیرغ لرونکی د تېلو ټانکر فارچون د ۲۰۲۰ کال د می په ۲۵مه د وینزویلا پورټو کابیلو ته له رسیدو وروسته په ایل پالیتو ريفاينرۍ کې ولاړ دی. [ای اېف پي]

دا اوازې چې ایراني چارواکي په وینزویلا کې د ساحل په اوږدو کې کورونه اخلي، چې د املاکو نرخونه يې زيات کړي، په وروستیو میاشتو کې خپریږي.

په اروپا کې مېشت یو ایراني شنونکي، چې د خپل نوم نه کارولو غوښتنه يې وکړه، المشارق ته وویل، دا په یقیني خبره ده چې د ایران رژیم کمزوری، ديواليه او يوازی شوی دی.

هغه وويل، که په وینزویلا کې د ایراني چارواکو د پناه غوښتنې راپور رښتیا وي، نو دا د رژیم بې ثباتي نوره هم ثابتوي.

"که رژیم نسکور شي -- چې امکان یې شته -- نور ایراني چارواکي چېرته تلی شي؟"

هغه وویل، "وینزویلا د متحده ایالاتو د بندیزونو لاندې یو مساوي منزوي هېواد دی، او یو له هغو څو هېوادونو څخه دی چې ایران ورسره اړیکې لري، نو دا ممکن د رژیم چارواکي ومني، په ځانګړې توګه د هغه پيسو په پام کې نیولو سره چې ایران يې په وینزویلا کې خرچ کوي."

که ياد راپور حقیقت ولري، نو دغه سفر پټ ساتل شوی دی.

د وینزویلا د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو څخه یې ډډه وکړه، دا راپور رد کړو چې ایراني چارواکو کاراکاس ته د پناه ورکولو په اړه د بحث کولو لپاره سفر کړی و.

هغه المشارق ته وویل، دواړه حکومتونه د "غوره اړیکو" څخه خوند اخلي.

د ایران لپاره پراخه ملاتړ په وینزویلا کې د ایران سفارت رسمي ټویټر اکاونټ کې منعکس شوی، چېرې چې کاروونکي په خپلو پوسټونو کې متحده ایالاتو ته د ایران او وینزویلا د "ګډ دښمن" په توګه اشاره کوي.

په وینزویلا کې د ایران لګښتونه

په عېن حال کې، ایران په ملیونونو ډالره لګوي چې وینزویلا یې نه لري، په داسې حال کې چې خپل خلک يې د اقتصادي بحران سره مخ دي.

د ایران وېب پاڼې افتاب نیوز د نومبر په میاشت کې راپور ورکړو، د ایران او وینزویلا بین المللي بېنک د ایراني مالیه ورکونکو په ملیاردونو ډالره وینزویلا ته د قرضو په شکل کې ورکړي دي، چې امکان نلري چې ډېر ژر به بېرته ورکړل شي.

کاراکاس د هغو پروژو لپاره چې تهران په وینزویلا کې پېل کړي، چې پکې تېل، ساختماني کار او زراعت شامل دي، د پیسې ورکولو ژمنه نه ده کړې.

تېره میاشت، یو څو بهرنۍ پارسي رسنیو راپور ورکړو چې ایران ژمنه کړې چې په وینزویلا کې د مختلفو پروژو د تمویل لپاره تر ۷ ملیارده ډالرو پورې مختص کړي.

د ایران د مرکزي بېنک (CBI) په وینا، دا په داسې حال کې ده چې د مۍ د میاشتې له اټکل سره سم د ایران بهرنۍ قرضه له ۷.۲ ملیارده ډالرو څخه اوښتی ده.

د ایران دولتي تلویزیون ویلي دي چې د "ایران-وینزویلا بازار" د سرمايۍ له ۶۰ څخه تر ۷۰ فيصده پورې به د وینزویلا د تېلو پروژو لپاره وقف شي.

د وینزویلا د خراب شوي انرژۍ بازار ته د پاک شويو تېلو د چمتو کولو سربېره، ایران پرې خپلې وسلې خرڅوي، پوځي روزنه ورته ورکوي او د راپورونو له مخې د متحده ایالاتو او اروپا د بندیزونو څخه د مخنیوي لپاره د لارو په اړه لارښوونه کوي.

د خفيه اسنادو له مخې چې ايران انټرنېشنل په لندن کې د لایډز سمندري بیمې شرکت څخه ترلاسه کړي، په بدل کې، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) او د لبنان حزب الله د خپلو فعالیتونو لپاره د فنډونو راټولولو لپاره د وینزویلا څخه سره زر قاچاق کوي، چې د ایران د تېلو پلور پکې مرسته کوي.

ایران انټرنېشنل د دسمبر په ۱۲مه راپور ورکړو، لایډز زیاته کړه چې له کاراکاس څخه تهران ته د ماهان ایر له لارې پروازونه د پلي کیدو وړ بندیزونو څخه په سرغړونې سره د ایران د تېلو د تادیې لپاره د سرو زرو د لیږدولو لپاره د غیر قانوني چېنل په توګه کارول کیږي.

د بې پیلوټه الوتکو وروستۍ پروژه د دواړو هېوادونو د همکارۍ یو بل اړخ دی.

د جولای په ۵مه په پوځي پرېډ کې، د وینزویلا صدر نیکولاس مادورو "د وینزویلا د ډرون الوتکو چې د برید وړتیا لري" پرانسته وکړه.

مبصرین وايي، وینزویلا د لاتینې امریکا یوازینی هېواد دی چې دا ډول وسلې لري. دا یو ښکاره حقیقت دی چې کاراکاس د تهران له پوځي ملاتړ څخه خوند اخلي.

۲۰ کلنه ملګرتیا

مادورو او د ایران صد ابراهیم رئیسي د جون په ۱۱مه په تهران کې د ۲۰ کلنو همکاریو یو تړون لاسلیک کړو ترڅو په مختلفو برخو کې اړیکې پراخه کړي.

رئیسي وویل، دواړه باغي هېوادونه، چې دواړه منزوي شوي او له سخت بندیزونو سره مخ دي، به "په اقتصادي، انرژۍ او دفاعي پروژو کې په ګډه کار وکړي."

اقتصاد پوهان وايي، خو تر اوسه پورې، همکاري یو اړخیزه وه.

د اکتوبر په میاشت کې ایراني رسنیو راپور ورکړو چې په کاراکاس کې د ایران لخوا جوړ شوی ایل پالیتو ریفائنري د مرمت او بیا پېلولو لپاره د می په میاشت کې د کاراکاس سره د ۱۱۶ ملیونه ډالرو په ارزښت د تړون لاسلیک کولو وروسته فعاله شوې ده.

ایران د وینزویلا درانه تېل او نور اجناس د ګازو، مايع ګازو، د ريفاينرۍ پرزو او تخنیکي مرستو سره بدل کړي، پداسې حال کې چې دغه هېواد ته سپک تېل ورکوي چې د نرمولو د موادو په توګه وکارول شي.

د دسمبر په ۶مه، رویټرز راپور ورکړو چې یو ایرانی ټانکر چې تقريباََ ۲ ملیون بېرله الټرا سپک تېل پکې بار و په همدغه هفته کې د وینزویلا اوبو ته ورسېدو.

په ۲۰۰۶ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د یو تړون د یوې برخې په توګه، ایران د ۲۰۲۰ کال د مۍ په مياشت کې وینزویلا ته د څلورو پرمختللو تېلو ټانکرونو څخه لومړۍ بېړۍ او د جون په ۱۱مه يې دویمه بیړۍ وسپارله.

د تېلو درېم ټانکر په سپتمبر کې کاراکاس ته وسپارل شو، پداسې حال کې چې څلورم به په ۲۰۲۴ کال کې د وینزویلا د تېلو او طبیعي ګاز دولتي شرکت (PDVSA) سره یوځای شي.

دغه مرستې په داسې حال کې کېږي چې امریکا پر ایران او وینزویلا سخت اقتصادي بندیزونه لګولي دي.

ډېر ایراني اقتصادي او سیاسي شنونکي د ایران رژیم په دې تورنوي چې "هېواد پلوري" لکه څنګه چې یې له خپلو نورو همكارانو روسیې او چین سره كړی دی.

په ایران کې مېشت سیاسي ساینس پوه وویل، "د رژیم چارواکي به د واک د ترلاسه کولو او په حکومت کې د پاتې کېدو لپاره هر څه وکړي، او دا ډاډ به ترلاسه کړي چې دوی يو داسې ځای ولري چې دوی ورته لاړ شي که چېري دوی واک له لاسه ورکړي."

هغه المشارق ته وویل، "د هېواد پلورل د اسلامي جمهوریت د چارواکو لپاره یوازینۍ لاره ده چې د ځان لپاره خوندي ځای واخلي، او دا مهال داسې ښکاري چې دا خوندي ځای وینزویلا وي."

ماریسیلا لوزارډو له کاراکاس څخه په دې راپور کې مرسته کړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500