امنیت

د متحده آيالاتو پوځ د نړۍ تر ټولو پياوړی د بم غورځونکو الوتکو ځواک کاروي

د پاکستان فارورډ له خوا

نوي B-21 Raider الوتکه د دسمبر په ۲مه په کالیفورنیا کې د نارتروپ ګرومېن په فيکټرۍ کې پرانستل شوه. [د امریکا هوايي ځواک]

نوي B-21 Raider الوتکه د دسمبر په ۲مه په کالیفورنیا کې د نارتروپ ګرومېن په فيکټرۍ کې پرانستل شوه. [د امریکا هوايي ځواک]

د متحده ایالاتو هوایي ځواک په نړۍ کې د ستراتیژیکو بم غورځونکو الوتکو خورا وړ ډله لري، چې د متحده ایالاتو پوځ ته توان ورکوي چې په ناوړه حالاتو کې ګړندی او وژونکی ځواک وکاروي او د اړتیا په صورت کې د متحدینو سره مرسته وکړي.

د هوایي ځواک بم غورځوونکي بیړۍ -- چې اوس له B-2 Spirits ،B-1B Lancers، او B-52 Stratofortresses څخه جوړه شوې ده -- د نوي B-21 Raider له پرانستلو وروسته به په راتلونکو کلونو کې خورا مختلفه وي، چې تمه کیږي په ۲۰۲۷ کال کې به کار پېل کړي.

B-1B Lancer د متحده ایالاتو د اوږد واټن بم غورځونکو الوتکو ځواک يوه مهمه برخه ده او د هوایي ځواک په ليست کې د لارښود او غیر لارښود دواړو وسلو لوی دودیز بار وړلی شي. د اټکل له مخې، اوس مهال له ۶۰ څخه ډېرو کار پېل کړی دی.

B-2 Spirit یوه پټه بم غورځونکي الوتکه ده چې د الوتکو د دفاعي سیسټمونو ته د ننوتلو لپاره جوړه شوې او د دودیزو او اټومي وسلو دواړو د کارولو وړتیا لري. د اټکل له مخې، اوس مهال له ۲۰ څخه ډېرو کار پېل کړی دی.

یو JASSM کروز توغندی د متحده ایالاتو د بم غورځونکي الوتکې څخه توغول کیږي. [د امریکا هوايي ځواک]

یو JASSM کروز توغندی د متحده ایالاتو د بم غورځونکي الوتکې څخه توغول کیږي. [د امریکا هوايي ځواک]

B-52 Stratofortress د اوږد واټن، درنه بم غورځونکي الوتکه ده چې کولی شي مختلف ماموریتونه ترسره کړي، چې پکې ستراتیژیک برید، نږدې هوایي ملاتړ، هوایي مخنیوی کول، او د هوایي او سمندري بریدونو ضد عملیات شامل دي. د اټکل له مخې، اوس مهال له ۷۰ څخه ډېرو کار پېل کړی دی.

تمه کیږي چې سټراټوفورټریس به تر ۲۰۵۰ کال پورې کار وکړي، او هوایي ځواک پلان لري چې پکې ډېر ترميمونه وکړي، چې پدې کې نوي انجنونه، نوی راډار او نوې اټومي وسلې شاملې دي.

که څه هم د دې زړو بم غورځونکو الوتکو څخه ځینې به خدمت ته دوام ورکړي او ترميم به پکې وشي، نور به په راتلونکو کلونو کې غير فعاله شي کله چې B-21 Raider کار پېل کړي.

تمه کیږي چې B-21 Raider، چې د دسمبر په لومړیو کې پرانستل شوې وه، د دودیز اوږد واټن بريد لپاره د سیسټمونو په يوه لویه ډله کې کار وکړي، چې پکې د استخباراتو، څارنې او جاسوسۍ، بریښنایي برید، ارتباط، او نورې وړتیاوې شاملې دي. دا اټومي وړتیا لري او د انساني یا بې پیلوټه عملیاتو د ترسره کولو لپاره جوړه شوې ده.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آسټین د دسمبر په ۲مه وویل، "لکه څنګه چې متحده ایالات نوښتونو ته دوام ورکوي، دا بم غورځونکي الوتکه به وکولای شي چې د هغه نویو وسلو سره زموږ د هېواد دفاع وکړي چې حتی تر اوسه نه دي اختراع شوي."

هغه وویل، "او B-21 څو اړخیزه الوتکه ده. دا کولی شي د استخباراتو راټولولو، د جګړې مدیریت، زموږ د متحدینو او شریکانو سره ادغام پورې هرڅه اداره کړي. او دا به په سيمو، وضعيتونو کې او د ګډ ځواک سره د څه خنډ نه بغېر کار وکړي."

هوایي ځواک تمه لري چې لږ تر لږه ۱۰۰ B-21 ترلاسه کړي.

د متحده ایالاتو په بم غورځونکو الوتکو کې د وسلو ډولونه

د متحده ایالاتو ستراتیژیکي بم غورځونکي الوتکي کولی شي مختلف اټومي او غیر اټومي دقیق لارښود شوي مهمات ولري، لکه AGM-86 هوایي پېل شوی کروز توغندی (ALCM)، AGM-158 ګډ له هوا څخه ځمکې ته سټینډ آف توغندی (JASSM)، او د ګډ مستقیم برید مهمات (JDAM).

د هوايي ځواک په وینا، ALCM یو کروز توغندی دی چې هدف یې د دښمن ځواک کمزوری کول او د خپلې خاورې دفاع پياوړي کول دي. د دښمن ځواک به په هر توغندي بريد وکړي، چې د دوی په وړاندې دفاع ګرانه او پیچلې کوي.

دغه ځواک وویل، "د دښمن دفاع د توغندیو د وړوکوالي او د ټیټ ارتفاع د الوتنې وړتیا له امله نوره هم له خنډ سره مخ ده، چې په رادار کې یې کشف کول ستونزمنوي."

JDAM د لارښود يو کیټ دی چې موجوده غیر لارښود شوي په آزادانه توګه غورځيدونکي بمونه په دقیق، د ناوړه موسم په "سمارټ" مهماتو بدلوي. JDAM د څو وسلو توان لري چې په یو وخت د یو یا څو هدفونو پروړاندې وکارول شي.

JASSM د ۳۷۰ کیلومتره رینج سره د ټیټ لید وړ سټینډ آف د هوا څخه پېل شوی کروز توغندی دی، په داسې حال کې چې د JASSM د پراخه کچې (JASSM-ER) نږدې ۱۰۰۰ کیلومتره واټن لري.

JASSM او JASSM-ER، چې د ۴۳۲ کيلوګرامه وارهیډونو سره سمبال دي، یو شان، د ټیټ لید وړ هوایي چوکاټونه لري چې د دښمن د هوایي دفاع څخه د تیښتې لپاره ډیزاین شوي دي.

دغه توغندي د غیر مستقیم نېویګېشن سیسټم/نړېوال موقعیت سیسټم (INS/GPS) يونټ سره هم سمبال شوي چې د ګډ مستقیم برید مهماتو او د ګډ سټينډ آف وسلو بمونو، د ترمینل لارښود لپاره د انفراریډ لټونکونکي او مختلفو ځانګړيو پېکجونو لکه بریښنایي جیمنګ لپاره جوړ شوي دي.

JASSM-ER کله چې د وسلو په ډېټا لینک مجهز وي، کولی شي د پیل وروسته خپله لاره سمه کړي، چې دا وړتیا ورته ورکوي چې په ځمکه یا بحر کې حرکت کونکي هدفونه په نښه کړي.

د توغندیو د بل ډول، JASSM-XR (زيات واټن)، چې نږدې ۱۸۰۰ کيلو ميټره واټن لري، هوايي ځواک ته سپارل به د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په مياشت کې پېل شي.

هر سټراټوفورټریس کولی شي تر ۱۲ پورې JASSMs په خپلو وزرونو کې او نور اته د خپل بم په ساحه کې دننه ویسي.

د ۲۰ B-52Hs سره، د متحده ایالاتو هوایي ځواک کولی شي شاوخوا ۴۰۰ JASSM-ER د ۱۰۰۰ کیلو مترو په واټن کې د هدفونو په وړاندې استعمال کړي.

وروستي ماموریتونه

په ۲۰۲۲ کال کې، د متحده ایالاتو ستراتیژیکو بم غورځونکو الوتکو په مکرر ډول د خپلو متحدینو لپاره د واشنګټن ژمنې تایید کړې.

د متحده ایالاتو مرکزي کمانډ (سينټکوم) د نومبر په ۱۰مه د بم غورځونکو الوتکو کاري ځواک (بي اېف ټي) ماموریت په نوم وروستي عملیات ترسره کړل.

د ماموریت په جریان کې، دوو​B-52H Stratoforttresses​ الوتکو​د متحده ایالاتو له لویزیانا ایالت څخه د سينټکوم سیمې ته الوتنه وکړه چې منځني ختیځ او مرکزي آسیا پکې شامل دي او د لارې په اوږدو کې يې د ۱۳ ملګرو هېوادونو هوایي ځواکونو سره همغږي وکړه.

داسې یوه همغږي له اسرائیلو سره وه. د اسراییلو د هوايي ځواک F-35 Adir جنګي الوتکو د عربي خلیج څخه د بیرته راستنیدو په حال کې د اسراییلو د هوايي حریم نه پورته د بم غورځونکو الوتکو ساتنه وکړه.

سينټکوم وویل چې د ماموریت په جریان کې د لوړې کچې همغږۍ ډول "د ایتلافي او سیمه ایزو ملګرو ځواکونو تر څنګ د نړېوال هوایي ځواک په ګړندۍ توګه د ځای په ځای کولو او د دې مهمې سیمې امنیت د يقيني کولو وړتیا وښودله."

د فبرورۍ، مارچ او جون په میاشتو کې، د متحده ایالاتو بم غورځونکو الوتکو په منځني ختیځ کې درې "د شتون ګشتونه" ترسره کړل.

پوځي چارواکو وویل، د جون په ګشت کې، د متحده ایالاتو د هوايي ځواک دوه B-52 Stratofortresses، دوه KC-10 Extenders او درېو KC-135s Stratotankers ​په ختیځ مدیترانيا​​، عربي ټاپووزمه او سور سمندر کې پروازونه وکړل، چې په ځینو ځایونو کې يې د سیمه ییزو او نړېوالو ایتلافي ملګرو سره اړيکه ونيوله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500