کارګر رسول بادشاه شپږ میاشتې وروسته له هغې یو نوي کور ته له خپلې مور پرته، چې د دېوالونو د نړېدو له امله وژل شوې وه، منتقل شوی دی کله چې د افغانستان په ختیځ کې یوه مرګوني زلزله رامنځته شوه.
د ۱۰۰۰ نه ډېر کسان وروسته له هغې ووژل شول او په لسګونو زره بې کوره شول کله چې د جون په ۲۲مه د پکتيکا په بې وزله صوبه کې د ۵.۹ درجې زلزله -- چې په افغانستان کې په نږدې یوه نیمه پېړۍ کې تر ټولو خونړۍ زلزله وه --رامنځته شوه.
۲۱ کلن بادشاه ای اېف پي ته وویل، "کله چې زه دلته راورسیدم، زما مور، وروڼه، هرڅوک د مخکې نه ښخ شوي ول." هغه څرګنده کړه چې څنګه هغه له پاکستان څخه خپل کلي ته راستون شو، چېرته چې هغه کار کولو.
په سلګونو د زلزلې مقاومت لرونکي کانکریټي کورونه چې ډېر یې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په مرسته د ځایي کارګرانو لخوا جوړ شوي دي، اوس ژوندي پاتې شویو کسانو ته سپارل شوي چې تر دې دمه يې د عارضې خیمو په ښارونو کې ژوند کولو.
بادشاه وویل، "موږ به دا کورونه نه وو جوړ کړي، حتی زموږ ماشومانو یا لمسیانو به هم نه وو جوړ کړي ... موږ د دې توان نه لرلو. موږ په جهونپړو کې ژوند کولو."
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) وویل چې نوي کورونه په سولر پینلونو، خپلواکو تشنابونو او دودیزو هيټړونو سمبال شوي ترڅو د هغه اوسیدونکو سره مرسته وکړي چې د سخت ژمي سره مخ دي.
تر زلزلې مخکې هم افغانستان د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له یو بشري آفت سره مخ و.
د نړېوالې پراختیا تمویل چې د سویلي آسیا دغه هېواد پې تکیه کوي ختم شوی دی، او په بهر کې ساتل شوي شتمنۍ لاهم کنګل دي.
ژوندی پاتې شوی بارا خان وویل، لرې پروت ختیځ چېرې چې زلزله شوې وه، د ډېرو کلونو لپاره د چارواکو لخوا له پامه غورځول شوې ده.
خان وویل، "له زلزلې وروسته، خلک راغلل او ويې ليدل چې د سيمې اوسېدونکي له ستونزو سره مخ ول. موږ حتی یو کلینک یا سکول هم نه لرو."
"هرڅوک بې سواده لوی شوي دي."
افغانستان په مکرر ډول د زلزلې له امله ځپل کیږي، په ځانګړې توګه د هندوکش غرونو په لړۍ کې، چې د یوریشیا او هندي ټیکټونک پلیټونو سره نږدې موقعیت لري.