جرم او انصاف

د داعش افراطيانو ته د سزا ورکولو هڅې ورو دي خو پرمختګ کوي

د المشارق او ای اېف پي لخوا

د یزیدي ټولنې ښځې د اګست په ۲مه د عراق دوحک ته نږدې د لالش په مندر کې د اګست ۲۰۱۴ کال د هغه قتل عام د اتمې کلیزې د لمانځلو په ترڅ کې ماتم کوي چې داعش د ټولنې د غړو په وړاندې په سنجار سیمه کې ترسره کړی و. [اسماعیل عدنان/ای اېف پي]

د یزیدي ټولنې ښځې د اګست په ۲مه د عراق دوحک ته نږدې د لالش په مندر کې د اګست ۲۰۱۴ کال د هغه قتل عام د اتمې کلیزې د لمانځلو په ترڅ کې ماتم کوي چې داعش د ټولنې د غړو په وړاندې په سنجار سیمه کې ترسره کړی و. [اسماعیل عدنان/ای اېف پي]

بغداد -- د عراق او سوریې په شمال کې د "اسلامي دولت" (داعش) د واکمنۍ وحشتونه ښايي د پخوا په څېر وي، خو افراطیانو ته د سزا ورکولو لپاره هڅې لا هم په چټکۍ سره روانې دي.

د ملګرو ملتونو مشر پلټونکي Christian Ritscher، چې د داعش د ګڼ شمېر ظلمونو، يعنې قتل، ځورونې، ډله ایزې جنسي تیري، غلامي او نسل وژنې څېړنه کوي، وویل، "ډېر کار پاتې دی."

Ritscher، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي تحقیقاتي ټیم (UNITAD) مشري کوي او احتساب ته د وده ورکولو لپاره هڅه کوي، وويل، په عراق کې د دې ډلې له ماتې پنځه کاله وروسته، د دې ډلې په زرګونو غړي د عراق په زندانونو کې دي، د دوی د جرمونو د پلټنو لپاره کار روان دی.

د بغداد په یوه مرکه کې، د آلمان پخواني څارنوال دغه سخته دنده -- چې د عراقي چارواکو په همکارۍ ترسره شوې ده -- "ستونزمنه" او په پراخه کچه متنوع وبلله.

د ملګرو ملتونو د تحقیقاتي ټیم (UNITAD)، چې د داعش لخوا د ترسره شويو جرمونو احتساب ته وده ورکوي، مشر Christian Ritscher د نومبر په ۱۴مه د عراق په بغداد کې په شنه سیمه کې په خپل دفتر کې د یوې مرکې په ترڅ کې خبرې کوي. [صباح ارار/ای اېف پي]

د ملګرو ملتونو د تحقیقاتي ټیم (UNITAD)، چې د داعش لخوا د ترسره شويو جرمونو احتساب ته وده ورکوي، مشر Christian Ritscher د نومبر په ۱۴مه د عراق په بغداد کې په شنه سیمه کې په خپل دفتر کې د یوې مرکې په ترڅ کې خبرې کوي. [صباح ارار/ای اېف پي]

Ritscher ای اېف پي ته وویل، "موږ یوازې د داعش لخوا د عراق د کلتوري میراث د ویجاړولو په اړه تحقیقات پېل کړي -- یعني د مقبرو، کلیساګانو، کلتوري ځایونو او موزیمونو ویجاړول."

هغه زیاته کړه، راتلونکی تحقیقات به په موصل کې په ترسره شویو جرمونو تمرکز وکړي. موصل د عراق په شمال کې یو لوی ښار دی چې داعش له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې تر خپل واک لاندې ساتلی و.

عراق د ۲۰۱۷ کال د دسمبر په ۹مه د داعش پر وړاندې د بریا اعلان وکړو، خو دغې ډلې د ۲۰۱۹ کال تر مارچ میاشتې پورې په ګاونډي سوریه کې په سيمه باندې خپل کنټرول ټينګ وساتو، کله چې د امریکا په ملاتړ د کردانو په مشرۍ د ځواکونو په لاس يې ماتې وخوړو.

د داعش او د هغې د تش په نامه "خلافت" وده په چټکۍ سره ښکاره شوه. د موصل نيولو له دې سره مرسته وکړه چې په لنډ وخت کې د عراق شاوخوا يو پر درېمه برخه ونيسي، او د يو وخت لپاره په مرکزي ښار بغداد کې د يو ستر بريد وېره موجود وه.

د ملکي وګړو، اقلیتونو او مخالفینو سره ناوړه چلند د دې ډلې یوه نښه وګرځیدله، چې د زرګونو بهرنیو اتباعو په راتګ سره یې لیکې پراخې شوې.

Ritscher وویل، د داعش د جنایتونو لیست اوږد دی او په دې کې "نسل وژنه، د بشریت ضد جرمونه، جنګي جرمونه" شامل دي.

نړېوال انصاف

UNITAD د ډله ایزو قبرونو په موندلو کې د سیمه ایزو چارواکو سره مرسته کړې او کار کوي چې "په نړۍ کې د هر هغه قضاوت لپاره شواهد چمتو کړي چې ورته اړتیا لري ... حتی که د څو لسیزو په اوږدو کې وي".

"په ۲۰ یا ۳۰ کلونو کې، د نړېوالو جرمونو مرتکبین به بيا هم محاکمه شي. د محدودیت موده نشته. دا کار په کاناډا، هالنډ، مالیزیا او په عراق کې کيدی شي."

ګمان کيږي چې الخصفه -- چې د موصل په جنوب کې يوه کنده ده چې داعش د ډله ایز قبر په توګه کارولې وه -- د زرګونو قربانیانو پاتې شوني لري.

د ۲۰۱۷ کال د مارچ په میاشت کې د بشري حقونو د څار سازمان په یو راپور کې، د سیمې عیني شاهدانو د قربانیانو د وژل کیدو او کندې ته د غورځول کيدو په اړه بيانونه ورکړل.

دوی وویل چې دوی هلته ډېر ډله ایز اعدامونه لیدلي دي چې ځینې وختونه په هفته کې ترسره کیدل، چې د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې پېل شوي ول او د ۲۰۱۵ کال تر می یا جون پورې يې دوام لرلو.

په خپل وروستي راپور کې، چې د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۵مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شوی و، UNITAD د داعش د کیمیاوي او بیولوژیکي وسلو تولید په ګوته کړو.

د راپور له مخې، په دې پروګرام کې "د یو لړ کیمیاوي اجنټانو پراختیا، ازموینه، د وسلو جوړول او ځای پرځای کول" شامل وو.

UNITAD د Speicher قتل عام هم څیړنه وکړه -- کله چې تر ۱۷۰۰ پورې "زياتره شیعه" عراقي پوځ نوي سرتيري له یوې اډې څخه وتښتول شول او د ۲۰۱۴ کال د جون په مياشت کې اعدام شول.

نور ظلمونه چې پلټل شوي، هغه د موصل سره نږدې په بدوش زندان کې د سلګونو بندیانو وژل ول.

د یزیدیانو په وړاندې د جرمونو، چې یو مذهبي اقلیت دی چې ډېر یې نارینه اعدام شوي او ښځې یې د جنسي غلامۍ لپاره تښتول شوي دي، په اړه تحقیق ترسره شو.

په ۲۰۱۴ کال کې د عراق په شمال کې د نینوا صوبې په سنجار باندې په خپل برید کې، د داعش عناصرو په زرګونو یزیدي نارینه، ښځې او ماشومان ووژل او بندیان یې کړل، چې ډېر یې لا هم بې درکه دي.

تر اوسه په سنجار او شاوخوا ښارونو کې لسګونه ډله ییز قبرونه موندل شوي چې د سلګونو یزیدي قربانیانو لاشونه پکې پراته دي.

ملګرو ملتونو پر سنجار برید د نسل وژنې په توګه بللی دی.

په ۲۰۲۱ کال کې، د آلمان یوې محکمې د داعش پخوانی غړی طحه الجمیلي، چې په زنځیرونو کې یې یوه پنځه کلنه یزیدي جينۍ د تندې له امله مړه کړې وه، د نسل وژنې او انسانیت پرضد د جرمونو له کبله د تل لپاره د قيد سزا ورکړه -- چې په نړۍ کې دا ډول لومړۍ پریکړه ده.

دغه مهمه محاکمه د نړېوال قضاوت د اصولو له مخې ترسره شوه، کوم چې دا په ګوته کوي چې هره ملي محکمه کولی شي دا ډول جرمونه محاکمه کړي پرته له دې چې په هر ځای کې ترسره شوي وي.

Ritscher وویل، "شاید په راتلونکي کې به د داعش د جرمونو په اړه محکمه جوړه شي." هغه زیاته کړه چې دا نظر د "روانو بحثونو" تابع دی.

'عادلانه محاکمې'

عراقي چارواکي د داعش د بندیانو په اړه ارقام نه خپروي، خو ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ کال کې اټکل کړی و چې تر ۱۲۰۰۰ زیات عراقي او بهرني "جنګيالي" یې په زندانونو کې بندیان دي.

Ritscher ټینګار وکړو چې UNITAD ممکن یوازې په "عادلانه محاکمه" کې مرسته وکړي، چېرې چې د "شکنجې یا د هغه عنصر لپاره هېڅ ځای شتون نلري چې د بشري حقونو څخه سرغړونه" کوي.

هغه وویل محاکمې باید "عادلانه او د شواهدو پر بنسټ وي، او باید هغه شاهدان په کې شامل وي کوم چې په محکمه کې ګواهي ورکولی شي، هغه قربانیان چې کولی شي ټوله کیسه بیان کړي او محکمې ته ووایي چې د دوی سره څه شوي دي".

هغه زیاته کړه، "دا هغه څه دي چې زموږ هدف دی، نه د اقرار پر بنسټ محاکمې."

هغه هیله څرګنده کړه چې دا کار به په عراق کې د پخلاینې په لاسته راوړلو کې مرسته وکړي. عراق یو داسې هېواد دی چې د څو کلونو جګړو او یاغیانو د هغې متنوع ټولنیز جوړښت مات کړی دی.

هغه وویل، "پخلاینه تل د تحقیقاتو او عادلانه محاکمو پایله ده چېرې چې قربانیان غږ پورته کړي او کولی شي خپله کیسه بیان کړي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500