تروريزم

په کویټه کې د ټي ټي پي ځانمرګي بريد کوونکو د پوليو واکسين ورکونکي په نښه کړي او درې يې وژلي دي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

په کویټه کې د نومبر په ۳۰مه د پولیسو په ټرک باندې د ځانمرګي برید نه وروسته ژوبل شوی پولیس په هسپتال کې علاج کوي. [بنارس خان/ای اېف پي]

په کویټه کې د نومبر په ۳۰مه د پولیسو په ټرک باندې د ځانمرګي برید نه وروسته ژوبل شوی پولیس په هسپتال کې علاج کوي. [بنارس خان/ای اېف پي]

کویټه، پاکستان -- درې کسان د چهار شنبې په ورځ (د نومبر په ۳۰مه) ووژل شول او ۲۳ نور ژوبل شول کله چې یو ځانمرګي بریدګر د پاکستان په لویدیځ کې د پولیسو یو ټرک په نښه کړو. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دغه بريد ادعا وکړه.

تحريک طالبان پاکستان د دې هفتې په پېل کې د څو میاشتو هغه اوږد اوربند مات کړو چې له اسلام آباد سره يې کړی و​او خپلو غړو ته یې امر وکړو چې په ټول هېواد کې بریدونه بيا پېل کړل.

د پولیسو سينير چارواکي اظهر مهیسر ای اېف پي ته وویل چې د چهارشنبې په ورځ چاودنه د کویټې په ښار کې هغه امنيتي ځواک په نښه کړو کومو چې د پوليو واکسين ورکونکو د خونديتوب لپاره تياري کوله، او په وژل شويو کسانو کې "يو پوليس، يوه ښځه او يو ماشوم شامل دي".

تحريک طالبان پاکستان په یو بیان کې وویل چې د دوی یو وسله وال د کسټمز پوسټ ته نږدې يو موټر بم ته چاودنه ورکړه ترڅو د اوربند په ترڅ کې د بنسټ ایښودونکي غړي عمر خالد خراساني د وژلو غچ واخلي.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ (پيپس) په وینا، د تېر کال راهیسې، په پاکستان کې د اورپکو په بریدونو کې ٪۵۰ زیاتوالی راغلی دی.

د دغو بریدونو ډېر تمرکز په لوېدیځو صوبو خېبر پښتونخوا او بلوچستان باندې دی، چې د ګاونډي افغانستان سره پوله لري.

د دې میاشتې په پېل کې،​​شپږ پولیس افسران د تحریک طالبان پاکستان لخوا هغه مهال په ډزو ووژل شول کله چې دوی د شهاب خېل په کلي کې، چې ​​د افغانستان له پولې څخه ۱۰۰ کیلومتره لرې دی، ګشت کولو.

پولیس په لویدیځو سیمو کې د پولیو واکسین ټیمونو په منظم ډول ساتنه کوي، او په افسرانو باندې برید کول ټي ټي پي خپل عادت ګرځولی، په داسې حال کې چې هغوی په لرې پرتو ناکراره سیمو کې سفر کوي.

پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ د واکسين ورکولو د یوې هفتې اوږد کمپاین پېل کړو چې هدف یې تر ۱۳ میلیونو څخه ډېرو ماشومانو ته واکسين ورکول دي چې په "لوړ خطر لرونکو ضلعو" کې ژوند کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500