رسنۍ

د ایران د دولتي رسنیو چارواکي د جبري اعترافونو او سانسور له امله له بندیزونو سره مخ دي

د پاکستان فارورډ لخوا

په ۲۰۲۰ کال کې د روح الله زام د تلویزیوني 'اعترافونو' د صحنې تر شا. د IRIB علي رضواني د زام مخې ته ناست دی، پداسې حال کې چې شا يې کیمرې اړخ ته ده. روح الله زام دوه میاشتې وروسته اعدام شو. [تسنیم]

په ۲۰۲۰ کال کې د روح الله زام د تلویزیوني 'اعترافونو' د صحنې تر شا. د IRIB علي رضواني د زام مخې ته ناست دی، پداسې حال کې چې شا يې کیمرې اړخ ته ده. روح الله زام دوه میاشتې وروسته اعدام شو. [تسنیم]

د ایران د دولتي نشراتي شرکت لوړ پوړو چارواکو په ملي تلویزیون او راډیو سټیشنونو کې "په سلګونو جبري اعترافونه" خپاره کړي چې دوی یې د متحده ایالاتو د نویو بندیزونو هدف ګرځولی دی.

متحده ایالاتو د نومبر په ۱۶مه د ایران د اسلامي جمهوریت د نشراتو (IRB) شپږ لوړ پوړي چارواکي په تور لیست کې شامل کړل، کومو چې "په ایران کې د سلګونو ایراني، دوه ګوني ملي او نړېوالو بندیانو جبري اعترافونه خپاره کړي دي".

د متحده ایالاتو د خزانې چارواکي براین اي نیلسن وویل، د ایران رژیم لخوا "په جبري اعترافونو باندې منظمه تکیه د حکومت لخوا خپلو اتباعو او نړیوالې ټولنې ته د ریښتيا ويلو څخه انکار په ګوته کوي."

د خزانې په اعلامیه کې ویل شوي چې "IRIB په ایران کې د تلویزیون او راډیو په خدماتو باندې اجاره داري لري."

د IRIB ډايريکټر پیمان جیبلي د نومبر په ۱۶مه د متحده ایالاتو د خزانې لخوا په تور لیست کې شامل شو. [تابناک]

د IRIB ډايريکټر پیمان جیبلي د نومبر په ۱۶مه د متحده ایالاتو د خزانې لخوا په تور لیست کې شامل شو. [تابناک]

د IRIB 'خبریاله- پلټونکي' امینه سادات ذبیحپور د نومبر په ۱۶مه د متحده ایالاتو د خزانې لخوا په تور لیست کې شامله شوه. [فارس نیوز]

د IRIB 'خبریاله- پلټونکي' امینه سادات ذبیحپور د نومبر په ۱۶مه د متحده ایالاتو د خزانې لخوا په تور لیست کې شامله شوه. [فارس نیوز]

د IRIB 'خبریال- پلټونکی' علي رضواني د نومبر په ۱۶مه د متحده ایالاتو د خزانې لخوا په تور لیست کې شامل شو. [خبر آنلاین]

د IRIB 'خبریال- پلټونکی' علي رضواني د نومبر په ۱۶مه د متحده ایالاتو د خزانې لخوا په تور لیست کې شامل شو. [خبر آنلاین]

په دې حالاتو کې، دولتي شرکت "د بیان د ازادۍ د حق د محدودولو او په ایران کې د سانسور فعالیتونو له لارې د معلوماتو د آزاد جریان په مخنیوي کې مرکزي رول لوبوي."

IRIB په ایران او نړېواله کچه دولتي پروپيګنډه تولیدوي، تمويلوي او خپروي، چې په منظمه توګه د ایراني اتباعو، دوه ګوني تابعیت لرونکو او بهرنیانو په وړاندې ناسم او بې بنسټه تورونه لګوي.

د خزانې وزارت زیاته کړه چې دا د غلطو خبرونو د خپرولو لپاره جعلي خبرونه کاروي او د رژیم فرضي دښمنان په دروغه محاکمه کوي.

د ایران د استخباراتو او امنیت وزارت (MOIS) او د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) لخوا اخیستل شوي او د IRIB لخوا ترویج او نشر شوي جبري اعترافونه د دغه بنديزونو له دلیلونو څخه دي.

له ۲۰۰۹ کال راهیسې، IRIB د اشخاصو لخوا په سلګونو جبري اعترافونه خپاره کړي دي، چې په ځانګړې توګه دوه ګونی تابعیت لرونکي او بهرنیان پکې د جاسوسانو په توګه وړاندې شوي دي.

دا جبري اعترافونه د بشري حقونو د فعالینو بدنامولو لپاره کار کوي او د مذهبي اقلیت ډلو لکه د بهايي ټولنې جبر مشروع کوي.

په تور ليسټ کې شامل شوي د IRIB چارواکي

IRIB پخپله د ۲۰۱۳ کال د فبرورۍ تر ۶مې نېټې پورې د ایران د حکومت د سانسور په فعالیتونو کې د ښکیلتیا له امله د متحده ایالاتو د بندیزونو سره مخ ده.

نوي بندیزونه د IRIB شپږ لوړ پوړي کارمندان په نښه کوي، چې په دوی کې علي رضواني او امینه سادات ذبیحپور، چې د متحده ایالاتو خزانه يې د "پلټونکي ژورنالیستانو" په توګه تشریح کوي، شامل دي.

رضواني او ذبیحپور د ۲۰:۳۰ په نوم د یو بدنام تلویزیوني پروګرام مشهورې خپرونې دي چې په منظمه توګه جبري اعترافونه نشر کوي.

د ۲۰۲۰ کال په یوه برخه کې، رضواني د روح الله زام سره د هغه له اعدام څخه مخکې مرکه وکړه. هغه یو جلاوطن مخالف او سیاسي فعال دی. زام په ۲۰۱۹ کال کې په عراق کې ونیول شو او په جبري توګه ایران ته د محاکمې لپاره راستون شو.

رضواني هم د کاووس سید امامي د پلټونکي په توګه نومول شوی و.

سید امامي، چې د چاپېریال پوهنې يو مشهور کارپوه او د چیتا ساتونکی و، چې د ایران د توغندیو په ډیپو باندې د جاسوسۍ لپاره د څارنې کیمرې کارولو په تور تورن شوی و، د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په مياشت کې په زندان کې د ځورونې وروسته مړ شو.

د ایران قضايي چارواکو ادعا وکړه چې د هغه مرګ خود کشي وه.

په IRIB کې د بهرنۍ فارسۍ ژبې د رسنیو د ډلې د مشر په توګه، ذبیحپور د دوه ګوني تابعیت لرونکو، د مدني ټولنې فعالینو، سیاسي بندیانو، لیکوالانو او مذهبي اقلیتونو په جبري اعترافونو کې په مستقیمه توګه د ښکېلتیا اوږد تاریخ لري.

د خزانې وزارت وویل، په دې وروستیو کې، ذبیحپور د بهايي په کورونو باندې په ټول هېواد کې د MOIS او نورو ایراني امنیتي ځواکونو لخوا ترسره شوي بریدونو سره په ګډه د ایران بهايي ټولنه په نښه کړې ده.

د اګست په میاشت کې، MOIS د بهایي اقليت د ۱۳ غړو د نیولو اعلان وکړو او دوی یې په جاسوسۍ او د خپل مذهب د خپرولو لپاره په ناقانونه توګه د کار کولو په تور تورن کړل.

د بهايي ټولنې دغه غړي، چې مهم غړي پکې هم شامل دي، په ټول هېواد کې پر ۵۲ کورونو او کاروبارونو د چاپو په ترڅ کې ونيول شول.

پیمان جیبلي، چې د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په مياشت کې د ایران د مشر علي خامنه يي له خوا د IRIB د مشر په توګه ټاکل شوی و، په هغو کسانو کې شامل دی چې په تور لیست شامل شوي دي.

هغه د IRIB لوړ پوړي مدیران د نورو سره بدل کړل چې د IRGC سره نږدې اړیکې لري، او د IRGC سره يې په مستقیمه توګه همکاري وکړه ترڅو د خپرونې لپاره غلط داستانونه رامینځته کړي.

په خپلو تېرو پوستونو کې، جیبلي په فعاله توګه د خپرونو لپاره د اجباري اعترافونو په تنظيم کولو کې بوخت و.

د راپورونو له مخې، د IRIB ډپټي ډايريکټر محسن برمهاني د IRIB چینلونو د ګڼ شمېر ډايريکټرانو د سخت دریځو سره د بدلولو له کبله له بندیزونو سره مخ دی.

همدارنګه احمد نوروزي، چې د اکتوبر ۲۰۲۱ کال راهیسې د IRIB نړېوال خدماتو ډايريکټر پاتې شوی دی، او یوسف پورونوري، چې د IRIB د څارنې څانګې د پروګرامونو او مهالویش ډايريکټر پاتې شوی دی، هم له بنديزونو سره مخ دي.

د انټرنیټ بندېدل

د ایران د حکومت لخوا په رسنیو او د معلوماتو په جریان مطلق کنټرول په ایران کې په زیاتیدونکي توګه تړل شوې ټولنه رامینځته کړې ده.

لکه څنګه چې د رژیم د سانسور هڅې وده کوي، خلک په زیاتیدونکي توګه انټرنیټ ته د محدود لاسرسۍ سره مخ دي، پداسې حال کې چې چارواکي او ډېر دولتي دفترونه د تېز رفتار انټرنیټ څخه خوند اخلي.

د پایلې په توګه، ګڼ شمېر آنلاین سوداګرۍ د ډېرېدونکي اقتصادي چيلنجونو سره مخ دي ځکه چې دوی خپلو فعالیتونو ودرولو ته اړ شوي دي.

کورنۍ نشي کولی د مشهور پیغام رسولو اېپلیکېشنو، لکه وټس اېف په کارولو سره په هېواد کې دننه او بهر د خپلو عزیزانو سره اړیکه ونیسي. او بې شمېره بانکي او د راکړې ورکړې خدمتونه ګډوډ شوي، چې له امله یې ژوند او ګټې وټې زیانمنې شوي.

مجلس (د ایران پارلمان) د فبرورۍ په میاشت کې د یو قانون اصلي برخې تصویب کړې چې رژیم ته د انټرنیټ بشپړ نظارت او فلټر کولو اجازه ورکوي او چمتو دی چې د انټرنیټ کنټرول "پوځ" ته وسپاري.

ایراني څارونکو وویل چې دا خورا ډېر احتمال لري چې دا به IRGC وي.

دوی یادونه وکړه، په دې ورځو کې حتی د مجازي خصوصي شبکو سره د ایران خلک اکثر د دې توان نلري چې د رژیم د سخت انټرنیټ محدودیتونو څخه ډډه وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500