جرم او انصاف

د پاکستان یوې محکمې په فراډ کې د ښکېلو چینايي کمپنیو بانکي اکاونټونه کنګل کړل

د زرک خان له خوا

یو سړی په کراچۍ کې په خپل دوکان کې روپۍ شماري. [اصف حسن/ای اېف پي]

یو سړی په کراچۍ کې په خپل دوکان کې روپۍ شماري. [اصف حسن/ای اېف پي]

د دې میاشتې په پېل کې د پاکستان یوې محکمې د هغه چینایي شرکتونو او اشخاصو د بانکي اکاونټونو د کنګل کولو اجازه ورکړه چې په فراډ کې ښکېل دي.

په کراچۍ کې د احتساب یوې محکمې د نومبر په ۲مه د ملي احتساب بیورو (نېب)، چې په هېواد کې د کرپشن ضد اداره ده، د مارچ په میاشت کې یوه غوښتنه ومنله او د دوو چینایي شرکتونو او څلورو کسانو نهه بانکي اکاونټونه يې منجمد کړل.

د محکمې د اسنادو له مخې، دغه شرکتونو او شکمنو خلکو د ۱.۱ ملیارده روپيو (نږدې ۵ ملیونه امريکايي ډالره) پورې د جعلي پانګوونې د سکیمونو له لارې خلک لوټ کړل، چې پکې آنلاین پونزي، پیرامیډ او د څو کچو مارکيټنګ او نور سکیمونه شامل دي.

د نېب تحقیقات د پاکستان سیکورټیز اینډ ایکسچینج کمېشن (SECP) لخوا د ثبت شوي شکایت په اساس ترسره شول.

د ملي احتساب بیورو (نېب) د تحقیقاتي راپور یوه کاپي په ډاګه کوي چې دوه چینایي شرکتونه او څلور اشخاص د جعلي پانګوونې سکیمونو له لارې د ۱.۱ ملیارده روپیو پورې د پاکستانيانو په لوټمار کې ښکېل دي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د ملي احتساب بیورو (نېب) د تحقیقاتي راپور یوه کاپي په ډاګه کوي چې دوه چینایي شرکتونه او څلور اشخاص د جعلي پانګوونې سکیمونو له لارې د ۱.۱ ملیارده روپیو پورې د پاکستانيانو په لوټمار کې ښکېل دي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د عیسوي میرمنو يو زوړ عکس چې په کراچۍ کې د اګست په میاشت کې د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د عیسوي میرمنو يو زوړ عکس چې په کراچۍ کې د اګست په میاشت کې د خپلو حقونو لپاره احتجاج کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

په يادو اسنادو کې ویل شوي چې چینايي شرکتونو قربانیان قانع کړل چې په بانکي اکاونټونو کې یا د دوی په دفترونو کې نغدي پېسې جمع کړي او دوی ته يې د ښې ګټو ورکولو وړاندیز وکړو.

یوځل چې پېسې ترلاسه شوې، نو شرکتونو قربانیانو ته د آی ډي شمېره چمتو کړه چې دوی د فنډونو د اداره کولو لپاره کارولی شوه.

شرکتونو ادعا وکړه چې د هرې جمع شوې روپۍ په مقابل کې پیرودونکو ته مجازي پوائنټونه ورکوي، او دا چې دا پوائنټونه به د پانګې اچونې د بدلون سره سم لوړ یا کم شي.

چینايي فراډ

څارونکي وايي، د شکمنو کسانو طریقه د هغو مختلفو تاکتیکونو څخه ده چې چینايي مجرمانو د پاکستانیانو د دوکه کولو لپاره کارولي دي.

په کراچۍ کې د نېب یو چارواکي، چې د نوم نه ښودلو غوښتنه یې وکړه، وویل، چینايي جعلکارانو هغه وېب پاڼې استعمال کړې چې "د چین رسمي ډومین نوم .cn يې لرلو. دا ډومېن نوم د چین د صنعت او اطلاعاتو وزارت د یوې څانګې لخوا اداره کیږي."

هغه وويل، دوی د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز (سي پېک) څخه هم کار واخيستو چې پاکستانيان دوکه کړي. سي پېک ​​د چین د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی)، چې د یو کمربند یو سړک (اوبور) په نوم هم یادیږي​​، يوه پاکستانۍ برخه ده.

د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چینايي جنايي ډلې د وي چېټ پیغام رسونې اېپ او بریښنالیکونه کاروي ترڅو غير مشکوک پاکستانيان -- په ځانګړي توګه سوداګر او زده کونکي -- دوکه کړي او له هغوی څخه په ملیونونو روپۍ لوټ کړي.

هغه وویل، "اوس دا مهمه ده چې خلکو ته د ډیجیټل سواد زده کړه ورکړل شي ترڅو دوی د سایبر جرمونو مختلف اړخونو څخه خبر شي، چې پکې جعلي فعالیتونه شامل دي."

هغه زیاته کړه، د دغه ډول جنايي فعالیتونو د زیاتوالي په صورت کې، د پاکستان حکومت باید چینايي اتباعو ته د ویزو په ورکولو کې له احتياط څخه کار واخلي.

د ناوی قاچاق، د ای ټي اېم سکیمنګ

په دې وروستيو وختونو کې، مختلفو درغليو د چين جنايي ډلې ښکاره کړي دي.

خو د حکومتي چارواکو د فشار له امله د دوی زیاتره جرمونه په رسنیو کې نه دي روښانه شوي ځکه چې له بیجینګ سره د اسلام آباد ګټورو اړیکو ته د زیان رسولو ویره لري.

له ۲۰۱۸ کال راهیسې، پاکستان ​د هغو چینايي ډلو پر ضد عملیات کوي چې د ځوانو جينکو په انساني قاچاق کې لاس لري​. دا ډول ډلې بې وزله میرمنې او د هغوی کورنۍ -- چې اکثر د عیسوي ټولنې غړي دي -- د پولې څخه هاخوا د ډېر هوسا ژوند د دروغو د ژمنو سره په نښه کوي.

"د ناوې قاچاق" ته پام وروسته له هغې زیات شو کله چې ARY نیوز په اپرېل ۲۰۱۹ کال کې یو تحقیقاتي راپور خپور کړو چې پکې د څو چینایي ناریناو عکسونه په لاهور کې د غیرقانوني ودونو د انتظام کولو مرکز کې له پاکستاني میرمنو سره -- د دوو تنکیو جينکو په ګډون -- خپاره شول.

د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې د اسوشیټیډ پریس د تحقیقاتو له مخې، د پاکستان له ګوټ ګوټ څخه لږ تر لږه ۶۲۹ جينکۍ او ښځې په چینايي ناریناو باندې د ناوې په توګه وپلورل شوې او چین ته بووستل شوې.

پولیسو په ۲۰۱۸ کال کې د ATM سکیمنګ کې د ښکېلتیا په تور ګڼ شمېر چینایي اتباع هم ونیول او د هغوی څخه یې ملیونونه روپۍ او په سلګونو ATM کارتونه ترلاسه کړل.

پداسې حال کې چې د دغه سکیم دا چینایي شبکه ماته شوې ده، چارواکو خبرداری ورکړو چې پاکستاني مجرمان، چې چینایي ډلو ورته روزنه وکړې وه، د ATM ورته سکیمنګ ریکټونه استعمالول.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500