تروريزم

پاکستاني طالبانو په يو بريد کې شپږ پوليس ووژل

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

امنیتي چارواکي او د وژل شوي خپلوان د جنورۍ په ۲۸مه د چمن په سرحدي ښارګوټي کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا په یو برید کې د وژل شوي پولیس په جنازه کې ګډون کوي. [عبدالباسط/ای اېف پي]

امنیتي چارواکي او د وژل شوي خپلوان د جنورۍ په ۲۸مه د چمن په سرحدي ښارګوټي کې د تحریک طالبان پاکستان لخوا په یو برید کې د وژل شوي پولیس په جنازه کې ګډون کوي. [عبدالباسط/ای اېف پي]

پیښور -- چارواکو وویل، شپږ پولیس افسران د چهار شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۶مه) د پاکستان په شمال لویدیځ کې په یو بريد کې د هېواد د طالبانو لخوا ووژل شول.

وسله والو نن سهار شاوخوا اوه بجې د شهاب خېلو په کلي کې، چې د افغانستان له پولې څخه ۱۰۰ کلوميټره لری دی، د پولیسو په يو ګشت کونکي ګاډي باندې برید وکړو.

د خېبر پښتونخوا په صوبه کې د ضلعې يو چارواکي طارق الله خان وویل، "ټول شپږ پولیس د دواړو خواوو په ډزو کې ووژل شول".

د پولیسو یو بل چارواکي د وژل شویو کسانو شمېر تایید کړو.

پاکستاني طالبان، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په نوم پیژندل کیږي، وویل چې پولیس "د برید لپاره راروان وو" کله چې دوی ډزې وکړې.

طالبانو په یو بیان کې وویل، د دوی جنګیالي د وسلو او مهماتو له لوټلو وروسته "په خوندي توګه خپلې اډې ته ورسېدل".

وزيراعظم شهباز شريف د غمرازۍ څرګندونه وکړه.

هغه په ​​ټویټر کې په یو پوسټ کې وویل، "ترهګري د پاکستان یوه له مهمو ستونزو څخه ده."

ټي ټي پي د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ په پاکستان کې د خپل واک په اوج کې وه، کله چې دوی د اسلام اباد شمال ته ۱۳۵ کیلوميټره لرې په وادي سوات کې واک لرلو.

دوی د یو پوځي برید له ترسره کولو وروسته افغانستان ته وشړل شول وروسته له هغې کله چې دوی په ۲۰۱۴ کال کې په يو سکول باندې وحشیانه برید وکړو چې نږدې ۱۵۰ زده کونکي پکې وژل شوي ول.

د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په مياشت کې د هغه وخت وزیر اعظم عمران خان اعلان وکړو چې حکومت له ۲۰۱۴ کال راهیسې په لومړي ځل د دې ډلې سره خبرې اترې کوي.

د ترهګرۍ د قربانیانو کورنیو او د مدني ټولنې فعالانو په دغه پريکړه سخت تنقيد وکړو.

دوی وويل، د ټي ټي پي سره د سولې تېر تړونونه د سولې په بحالولو کې ناکامه شول او پر ځای يې وسله واله ډله قوي او پياوړې کړه.

د تحريک طالبان پاکستان مشرانو د هغه تړونونو سرغړونه وکړه چې دوی په ۲۰۰۴، ۲۰۰۵، ۲۰۰۶ او ۲۰۰۹ کال کې لاسلیک کړي ول.

پاکستان، متحده آيالاتو او ملګرو ملتونو د تحریک طالبان پاکستان ډله د تروریستي سازمان په توګه اعلان کړې ده.

د ټي ټي پي پر ضد له پوځي عملیاتو اوه کاله وروسته، اسلام اباد اوس هڅه کوي چې د دغې ډلې د بېرته راتګ مخه ونیسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500