امنیت

په اوکراین کې د ژمي په را رسېدو سره د روسیې پوځ له 'ناوړه' حالاتو سره مخ دی

د اولها چیپل او ای اېف پي لخوا

د اکتوبر په ۲۸مه د اوکراین د دونیڅک په سیمه کې د شاندریګولوو په کلي کې يوه بوډۍ ښځه د دغه سیمې له آزادولو وروسته د ژمي په رارسیدو سره د لرګیو څخه ډکه یوه ګاډۍ بوځي. [ډيميټر ډيلکوف/ای اېف پي]

د اکتوبر په ۲۸مه د اوکراین د دونیڅک په سیمه کې د شاندریګولوو په کلي کې يوه بوډۍ ښځه د دغه سیمې له آزادولو وروسته د ژمي په رارسیدو سره د لرګیو څخه ډکه یوه ګاډۍ بوځي. [ډيميټر ډيلکوف/ای اېف پي]

کييف --شنونکي وايي، ​​سره له دې چې پر ملکي بنسټونو یې بریدونه کړي دي،​​روسي ځواکونه، په داسې حال کې چې اوکراین او روسیه د ژمي په رارسېدو سره جګړې ته چمتووالی نیسي، له سخت زیان سره مخ دي.

روسیې د جګړې په ډګر کې له ماتې وروسته د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو په سیستماتیک ډول برید کړی دی، چېرې چې د روسیې پوځ په ختیځ او سویلي جبهو کې د شاتګ سره مخ دی.

روسيې د فبرورۍ په ۲۴مه پر خپل ګاونډي هېواد يرغل وکړو.

د روسیې د توغندیو له برید یوه ورځ وروسته د سه شنبې په ورځ (د نومبر په ۱) په کییف کې د اوبو او بجلۍ رسد په بشپړه توګه بېرته بحال شو.

د روسیې T-72 ټانک د سپتمبر په ۲۴مه د ایزوم ښارګوټي څخه بهر د اوکرایني سرتېرو لخوا په لارۍ کې بار شوی، پداسې حال کې چې اوکراین په خپلو عملیاتو کې د شمال ختیځ خارکیف صوبې زياتره برخه ونیوله، او د روسیې له څو میاشتو قبضې وروسته یې په سلګونو مېشت ځایونه بېرته د کییف تر کنټرول لاندې راوستل. [اناتولي سټیپانوف/ای اېف پي]

د روسیې T-72 ټانک د سپتمبر په ۲۴مه د ایزوم ښارګوټي څخه بهر د اوکرایني سرتېرو لخوا په لارۍ کې بار شوی، پداسې حال کې چې اوکراین په خپلو عملیاتو کې د شمال ختیځ خارکیف صوبې زياتره برخه ونیوله، او د روسیې له څو میاشتو قبضې وروسته یې په سلګونو مېشت ځایونه بېرته د کییف تر کنټرول لاندې راوستل. [اناتولي سټیپانوف/ای اېف پي]

اوکرایني پوځیان د سپتمبر په ۲۲مه د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د یرغل په ترڅ کې يو ټانک چلوي. [جوان بیریټو/ای اېف پي]

اوکرایني پوځیان د سپتمبر په ۲۲مه د اوکراین په ختیځ کې د روسیې د یرغل په ترڅ کې يو ټانک چلوي. [جوان بیریټو/ای اېف پي]

د بریدونو وروسته، هوایي عکسونو وښودل چې کییف د شپې په تیاره کې ډوب شو، پداسې حال کې چې یوازې په سړک باندې د موټرو څراغونو څخه رڼا راتله.

د دوشنبې په ورځ کیف ته نژدې په یو ښارګوټي کې یوې زورورې چاودنې ۳۹ کلنه ملا ریابووا له خوبه راویښه کړه.

ریابووا ای اېف پي ته وویل چې هغه او د هغې کورنۍ "اندېښمنه وه او بهر ته د تګ فرصتونو په اړه یې خبرې کولې، ځکه چې ژمی راروان دی. موږ ممکن بجلي او د تودوخې زيرمه ونلرو."

د دوشنبې د ورځې ډزو د مرکزي ښار ۸۰ سلنه مصرف کوونکي له اوبو او ۳۵۰۰۰۰ کورونه له بجلۍ څخه محرومه کړل.

د سه شنبې په ورځ، د کییف مییر ویتالي کلیتشکو وویل چې په مرکزي ښار کې د اوبو او بجلۍ رسد "په بشپړه توګه بحال شوی" دی.

ډېوېډ ای اينډلمېن، چې د سي اېن اېن خبريال دی، د اکتوبر په ۲۶مه د سي اېن اېن په ویب پاڼه کې په یو کالم کې ولیکل، "د پوتین سره وخت ډېر کم دی -- هغه هیله لري چې سیاسي ساعت او په اروپا کې د ژمي پېل به د لویدیځو قدرتونو اراده او انرژي له مینځه ویسي چې د هغه پوځي - صنعتي مشین یې له مینځه وړی او د روسیې وسله وال ځواک یې ویجاړ کړی دی."

هغه زیاته کړه، "دواړه خواوې -- روسیه او اوکراین د خپلو لویدیځو ملاتړو سره -- د ژمي د راتګ څخه مخکې هڅه کوي چې په يو بل فشار راوړوي چې بالاخره پریکړه به وکړي چې څوک به د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې په اروپا کې د ځواکونو ترټولو سخته جګړه وګټي."

ژمی راروان دی

څارونکي وايي، د پوتین مايوسي غالباََ په اوکراین کې د روسي ځواکونو لپاره د سخت ژمي له کبله ده.

د کييف سرهي کوزان، چې د اوکراین د امنیت او همکارۍ د مرکز مشر دی، له ۲۰۱۴ کال راهیسې د روسیې او اوکراین جګړې ته په اشارې سره کاروانسرای ته وویل، اوکراین یوه ګټه لري ځکه چې هغې "د پوځ جوړښت ساتلی دی."

هغه وویل، "موږ اته کلنه تجربه لرو. موږ پوهیږو چې څنګه په هر ډول حالاتو کې جګړه وکړو ځکه چې موږ له ۲۰۱۴ کال راهیسې په لومړۍ کرښه کې پاتې یو ... موږ پوهیږو چې په ژمي کې په خپله ځمکه د ودریدو لپاره څه ته اړتیا وي."

کوزان وویل، "خو د روسیې منظم پرسونل چې مهارتونه یې لرل او د ژمي په حالاتو کې يې د ساحې روزنه ترلاسه کړې وه، د جګړې په پېل کې له منځه یوړل شول."

هغه وویل، "اوس ۷۰ یا حتی ۹۰ فيصده [روسي پوځیان] ... په هېڅ صورت د جګړې لپاره چمتو نه دي، او د دې نه علاوه ژمی راروان دی. که دوی د وړۍ غبرګ ډوله کوټونه ولري، دوی ښه دي -- دوی د بې وزلو لښکر دی."

په کییف کې د اوکراین د سیاسي چارو شنونکي ولادیمیر مولچانوف کاروانسرای ته وویل، روسي عسکر چې له ساړه سره د مقابلې لپاره چمتو نه دي، احتمال لري چې په نیول شویو کلیو او د اوکراینیانو په کورونو کې پناه واخلي یا د خشاک لپاره ونې پرې کړي.

مولچانوف وویل، په هر صورت، دا به لاهم کافي نه وي.

هغه وویل، "زه په کلکه باور لرم چې ژمی به د روسیې پوځ کمزوری کړي که څه هم دوی د ځان ګرم ساتلو لپاره د لرګیو سوځولو هر څومره هڅه وکړي."

د مولچانوف په وینا، د لرګیو پرې کول وخت او هڅې ته اړتیا لري، او ځینې سیمې -- لکه خرسون -- په لومړۍ کرښه کې دي چې په عملي توګه د ځنګل بوټي نه لري.

مولچانوف زیاته کړه،​ ​د روسیې پوځ د خپلو پوځیانو په تغذیه کې له کمي سره مخ دی.​

د کیف د میخایلو ژیروکوف، چې پوځي شنونکی، د تاریخ لیکوال دی او د شوروي څخه وروسته په فضا کې په شخړو باندې تمرکز کوي، له مخې، د خوراک نشتوالی او ساړه پدې معنی ده چې روسي سرتیري به د ناروغۍ سره مخ شي.

هغه کاروانسرای ته وویل، "خپلو تجربو ته په کتو سره، زه پوهیږم چې ډېر روسي سرتیري به په ناروغیو اخته شي. موږ ټول په ۲۰۱۴ کال کې له داسې وضعيت څخه تیر شوي وو."

"ډېر سرتیري به له جګړې څخه وویستل شي -- دوی به هسپتالونو ته ولیږدول شي. روسيان په هغه ټول وحشت نه پوهیږي چې د دوی انتظار کوي."

ژیروکوف زیاته کړه، لکه څنګه چې ژمی راروان دی، روسي ځواکونه احتمال لري چې د تېلو د کمي او د تجهیزاتو له خرابوالي سره مخ شي -- یعنې، د ایران شهید-۱۳۶ ډرون الوتکو خرابوالی چې په وروستیو بریدونو کې کارول شوي و.

"ستونزه دا ده چې دا بې پیلوټه الوتکې په فارس خلیج کې د کارولو لپاره جوړې شوي وې. هلته د تودوخې درجه له صفر [سیلسیس]څخه پورته ده. څه به پیښ شي کله چې بهر واوره وي او درجه حرارت منفي ۱۰ وي؟"

ژیروکوف وویل، "دا په بشپړ ډول ممکنه ده چې د دوی هارډویر خوندي نه دی. کیدای شي تېل کنګل شي، او بیا به یوه برخه په لاره کې راغوزار شي."

د متحدینو څخه مرسته

ژیروکوف وویل، په ژمي کې به "د اوکراین په ګډون د هرچا لپاره حالات سخت" وي.

"خو د روسیې لپاره، ژمی ناوړه دی."

دا د څه حده پورې سمه ده ځکه چې اوکرایني ځواکونه د لویدیځو متحدینو ملاتړ لري چې د مخکې نه خپلو سرتېرو ته د ژمي تجهیزات ورکوي.

د کییف ایوان کیریچاوسکي، چې د دفاعي ایکسپریس د مشاورتي شرکت پوځي شنونکی دی، کاروانسرای ته وویل، "بې شکه [د اوکراین ځواکونه] د ژمي یونیفورم ته ډېره اړتیا لري ځکه چې تحرک نه دی بند شوی، او پوځ په دوامداره توګه وده کوي."

کیریچاوسکي کاروانسرای ته وویل، "موږ د مخکې نه مرسته ترلاسه کوو. زه پوهیږم چې د ژمي یونیفورم سربیره، داسې ښکاري چې خیمې، چې په ځانګړې توګه د ژمي لپاره جوړې شوي وي، چمتو شي، او هغه نور شیان به هم چمتو شي چې جنګیاليان يې باید په سړه هوا کې د آرام پاتې کېدو لپاره ورته اړتيا لري."

کیریچاوسکي کاروانسرای ته وویل، "موږ باید دا رد نه کړو چې زموږ پوځ ممکن په ژمي کې ځوابي بریدونه وکړي ... سرتیري باید چمتو وي، خو دا پدې پورې اړه لري چې د دوی حالات څومره ښه دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500