ټولنه

متحده آيالاتو د پاکستان له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د ۳۰ میلیونه ډالرو ژمنه وکړه

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

په دې انځور کې چې د سپتمبر په ۲۸ مه اخیستل شوی، د سند صوبې په جامشورو ضلعه کې سیلاب ځپلې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د خپلې خیمې څخه بهر په یوه عارضي خیمه کې ناسته ده. سند د سیلابونو له کبله تر ټولو زيات زیانمن شوی چې د پاکستان دریمه برخه یې تر اوبو لاندې کړې ده، اته میلیونه یې بې ځایه کړي دي، دوه میلیونه کورونه یې ویجاړ کړي او یا یې زیانمن کړي دي، ۱۵۰۰ هسپتالونه او کلینکونه یې ويجاړ کړي او د اټکل له مخې د ۲۸ میلیارده ډالرو زیان يې رامنځته کړی دی. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

په دې انځور کې چې د سپتمبر په ۲۸ مه اخیستل شوی، د سند صوبې په جامشورو ضلعه کې سیلاب ځپلې داخلي بې ځایه شوې کورنۍ د خپلې خیمې څخه بهر په یوه عارضي خیمه کې ناسته ده. سند د سیلابونو له کبله تر ټولو زيات زیانمن شوی چې د پاکستان دریمه برخه یې تر اوبو لاندې کړې ده، اته میلیونه یې بې ځایه کړي دي، دوه میلیونه کورونه یې ویجاړ کړي او یا یې زیانمن کړي دي، ۱۵۰۰ هسپتالونه او کلینکونه یې ويجاړ کړي او د اټکل له مخې د ۲۸ میلیارده ډالرو زیان يې رامنځته کړی دی. [رضوان تبسم/ای اېف پي]

متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ (د اکتوبر په ٢٧مه) وویل چې پاکستان ته به د سېلابونو په برخه کې د ٣٠ میلیونه ډالرو نورې مرستې ورکړي، چې تمه ده له تاریخي آفت څخه وروسته نږدې دوه میلیونه نورو خلکو ته ورسیږي.

د متحده آيالاتو د نړېوالې پراختیا ادارې (يو اېس اېډ) وویل چې په دې نوې مرسته کې به بیړني خواړه او تغذیه، د خوارځواکۍ معاینه کول، د سرپناه مرستې او د ژمي لپاره د کورنیو سره د مرستې لپاره کیټونه شامل وي.

د يو اېس اېډ مشرې سمانتا پاور، چې تېره میاشت یې پاکستان ته سفر کړی و، وویل چې هغې په سیلابونو کې "ډوبه شوې نړۍ" ولیدله چې له ۱۷۰۰ څخه ډېر خلک او ۱.۲ ملیونه څاروي یې ووژل او د هېواد یو پر دریمه برخه یې ډوبه کړه.

هغې په یو بیان کې وویل، "د هغو کسانو لپاره چې ژوندي پاتې شوي، داسې ستونزې شتون لري چې تصور کول يې ګران کار دی. که څه هم اوبه مخ په کمېدو دي، خو زیانونه خورا پراخه دي."

"متحده ایالات په دې زړه ماتونکي وخت کې د پاکستان د خلکو سره ولاړ دی."

د دغه مرستې سره د پاکستان د سېلاب ځپلو لپاره د متحده ايالاتو، چې تر ټولو زياته مرسته يې کړې ده، مرسته ٩٧ ميليونه ډالرو ته رسيدلې ده.

فرانس په راتلونکي میاشت کې د بسپنه ورکوونکو د کانفرنس کولو پلان لري چې د پاکستان لپاره د پراخو مرستو په اړه بحث وکړي. پاکستان په هغو هېوادونو کې شامل دی چې د اقليم له بدلون سره مخ دی، سره لدې چې دا په نړېواله کچه د کاربن په اخراج کې لږ رول لري.

'د هر موسم ملګری'

د سپتمبر په وروستیو کې د متحده آيالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له ​پاکستان څخه غوښتنه وکړه چې له خپل نږدې ملګري چین څخه د د قرض معافيت ترلاسه کړي ځکه چې سیلابونو د سویلي آسیا هېواد ویجاړ کړی دی​​.

بلينکن په واشنګټن کې د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بهټو زرداري سره تر خبرو وروسته وویل، "موږ یو ساده پیغام لیږو. موږ دلته د پاکستان د مرستې لپاره موجود یو، لکه څنګه چې موږ د تېرو طبیعي پېښو پر مهال دلته وو، مونږ د بیارغونې په لټه کې یو."

بلینکن وویل، "ما له خپلو همکارانو څخه هم وغوښتل چې د چین سره د قرضو د معافیت او بیارغونې په ځینو مهمو مسلو کې ښکېل شي ترڅو پاکستان په چټکۍ سره د سیلابونو څخه روغ شي."

چین د پاکستان یو مهم اقتصادي او سیاسي شریک دی، چې د ۵۴ ملیارده ډالرو "اقتصادي دهلیز" سره مخ په وړاندې ځي چې تاسيسات به جوړ کړي او بیجینګ ته به د هند بحر ته لاره ورکړي، که څه هم د چین ګټې د بیلتون غوښتونکو له بریدونو سره مخ دي.

واشنګټن په مکرر ډول تور لګولی چې چین به د دې ګټې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې پاکستان به د دوامداره قرض سره مخ شي.

لوی سیلابونو له ملت سره ​​د چین د "هر موسم" ملګرتیا محدودیتونه په ګوته کړي دي.​

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500