تروريزم

د سوریې په پالمیرا کې د داعش ډله ییز قبر موندل شوی چې د تېر وخت یوه غمیزه یادونه کوي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د ځايي عدلي طب د ټيم غړي د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۴مه له الرقه څخه شاوخوا ۱۰ کیلومتره لرې د فوخیخا په کرنیزه سیمه کې په یو ډله ییز قبر کې د الرقه د ملکي شورا د لومړي ځواب ویونکو لخوا د موندل شویو انسانانو پاتې شوني معاینه کوي. [محمد احمد/ای اېف پي]

د ځايي عدلي طب د ټيم غړي د ۲۰۱۹ کال د جولای په ۴مه له الرقه څخه شاوخوا ۱۰ کیلومتره لرې د فوخیخا په کرنیزه سیمه کې په یو ډله ییز قبر کې د الرقه د ملکي شورا د لومړي ځواب ویونکو لخوا د موندل شویو انسانانو پاتې شوني معاینه کوي. [محمد احمد/ای اېف پي]

دمشق -- دولتي رسنيو وويل چې د سوریې چارواکو په پالمیرا کې یو ډله ایز قبر وموندلو، چې په لرغوني ښار کې یې ۱۲ لاشونه راويستل چې په دغه سیمه کې د "عراق او سوریې اسلامي دولت" (داعش) جنګیالي د دوو کلونو پورې واکمن پاتې شوې ول.

د سوریې رسمي خبري اژانس سنا د دې هفتې په پېل کې وویل، "چارواکو د پالمیرا د لرغون پېژندنې تهېټر ته نږدې په یو ډله ایز قبر کې د ګڼ شمېر ملکي وګړو او سرتېرو پاتې شوني وموندل."

دغه رسنۍ وویل چې دولس لاشونه ترلاسه شول او هسپتال ته وليږدول شول ترڅو د ډي اېن ای ازموینې په کارولو سره وپیژندل شي.

داعش د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ تر منځ دوه ځله پالمیرا قبضه کړی و، کله چې یې د یونیسکو د نړېوال میراث ځای د یادګارونو او مندرونو په سیستماتیک ډول د ویجاړولو او لوټ کولو لپاره کمپاین پېل کړو.

پالمیرا د عامه اعدامونو او نورو وحشتناکو جرمونو لپاره یو مرکز جوړ شو، چې ځینې یې د داعش په پروپيګنډا کې انځور شوي او ویشل شوي دي.

د ۸۲ کلن مشر لرغونپوه خالد الاسعد د سر نه بغير لاش هم هلته د داعش د وسله والو له خوا ښودل شوی و، چې هغه یې شکنجه کړی و ترڅو هغه دا څرګنده کړي چې د سیمې اثار چېرته لېږدول شوي دي. داعش هغه په ۲۰۱۵ کال کې ووژلو.

افراطیانو د کلتوري نسل وژنې په برخه کې د پالمیرا د بعل شمین زیارت ته چاودنه ورکړه. دوی د بیل مندر او د بريا آرک ویجاړ کړو، هغه څه يې لوټ کړل چې د میوزیم څخه یې لوټ کولی شول او مجسمې او د کاڼړو تابوتونه یې ویجاړ کړل.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په وینا، په ۲۰۱۶ کال کې افراطیانو په پالمیرا کې لږ تر لږه ۲۸۰ اعدامونه ترسره کړي دي.

په عراق او سوریه کې په لسګونو ډله ییز قبرونه موندل شوي، خو د پېژندنې پروسه یې ورو، ګرانه او پېچلې ده.

د داعش یو له سترو ادعا شویو ډله ییزو قبرونو کې ۲۰۰ لاشونه موجود ول چې په ۲۰۱۹ کال کې په سوریه کې د دغې ډلې پخواني مرکز الرقه ته نږدې موندل شوي ول.

د جولای په میاشت کې، د ښاروالۍ کارمندانو د سوریې په شمال کې د حلب صوبې په منبج ښار کې د منبج هوټل څخه یوازې څو متره لرې د داعش د قربانیانو ډله ایز قبر کشف کړو.

افراطي ډلې کله چې د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ دغه سیمه ونیوله، نو يو هوټل یې د تحقیقاتي مرکز په توګه غوره کړو.

عیني شاهدانو المشارق ته وویل، د مړو لاشونو لاسونه او سترګې تړل شوي وې، او د ښځو او ماشومانو لاشونه پکې شامل ول.

داعش په ۲۰۱۴ کال کې د عراق او سوریې لویه برخه ونیوله، د "خلافت" اعلان یې وکړو او په زرګونو کسان یې ووژل مخکې له دې چې له ځمکنۍ ماتې سره مخ شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500