ټولنه

په اوکراین کې د روسیې جګړې په منځنۍ اسیا او اروپا کې څلور میلیونه ماشومان له بې وزلۍ سره مخ کړي دي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

جينکۍ د سپتمبر په ۲۷مه په خارکیف کې خوراکي توکي ترلاسه کوي چې د کاتولیک خیریه موسسې کاریتاس انټرنیشنلز د سیمه ییزې څانګې لخوا شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته ورکړل شوي وې. [یاسویوشي چیبا/ای اېف پي]

جينکۍ د سپتمبر په ۲۷مه په خارکیف کې خوراکي توکي ترلاسه کوي چې د کاتولیک خیریه موسسې کاریتاس انټرنیشنلز د سیمه ییزې څانګې لخوا شاوخوا ۳۰۰۰ کسانو ته ورکړل شوي وې. [یاسویوشي چیبا/ای اېف پي]

جینیوا -- د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په دې هفته کې په خپره شوي یوې څیړنه کې وويل، ​په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له کبله ماشومان تر ټولو​​زيات اغيزمن شوي.

یونیسف د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۷مه) وویل، پر اوکراین د روسیې یرغل او په پایله کې اقتصادي بحران څلور میلیونه ماشومان په منځنۍ اسیا او ختیځه اروپا کې د بې وزلۍ سره مخ کړي دي -- چې د تېر کال په پرتله ٪۱۹ زیاتوالی ښيي.

پداسې حال کې چې ماشومان په سیمه کې د نفوس ٪۲۵ برخه ده، دوی د ۱۰.۴ میلیونه اضافي خلکو نږدې ٪۴۰ برخه ده چې سږکال د فقر سره مخ دي.

دغه ادارې وویل، "د ماشومانو د بې وزلۍ پایلې د هغو کورنیو پورې محدود ندي چې په مالي بحران کې ژوند کوي."

ماشومان د اکتوبر په ۱۶ مه په کيیف کې د سینټ مایکل طلایي ګنبد خانقاه ته څېرمه د ویجاړو شویو پوځي وسایطو د پرانیستې نندارتون په ترڅ کې یو ویجاړ شوي روسي ټېنک ته ورخيژي، پداسې حال کې چې اوکراین د روسیې د يرغل لاندی دی. [یاسویوشي چیبا/ای اېف پي]

ماشومان د اکتوبر په ۱۶ مه په کيیف کې د سینټ مایکل طلایي ګنبد خانقاه ته څېرمه د ویجاړو شویو پوځي وسایطو د پرانیستې نندارتون په ترڅ کې یو ویجاړ شوي روسي ټېنک ته ورخيژي، پداسې حال کې چې اوکراین د روسیې د يرغل لاندی دی. [یاسویوشي چیبا/ای اېف پي]

"دا چټک زیاتوالی د دې لامل کیدی شي چې ۴۵۰۰ اضافي ماشومان د خپلې لومړۍ کلیزې څخه مخکې مړه شي، او د زده کړې نشتوالی ممکن ۱۱۷۰۰۰ اضافي ماشومان سږ کال سکولونو پريښودو ته اړ کړي."

یونیسیف په ۲۲ هېوادونو کې د معلوماتو د مطالعې څخه دا پایلې ترلاسه کړې.

روسي او اوکرایني ماشومان د فبرورۍ په ۲۴مه د ماسکو له برید وروسته تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

یونیسف وموندل، "روسیه د اوکراین د جګړې او په ټوله سیمه کې د ژوند د اړینو توکو د لګښت د بحران له امله د هغه ماشومانو په شمېر کې د ټول زیاتوالي نږدې د درې پر څلورمې برخې مسؤلیت په غاړه لري کوم چې په بې وزلۍ کې ژوند کوي، او نور ۲.۸ ملیونه ماشومان اوس په هغو کورنيو کې ژوند کوي چې د فقر کرښې لاندې دي."

د لویدیځ بندیزونو له کبله د روسیې اقتصاد ته رسيدلي زيان او د دې لوی نفوس یوځای دغه خورا لوی اغیز رامنځته کړو.

یونیسف زیاته کړه، "یوکراین نیم ملیونه اضافي ماشومان لري چې په فقر کې ژوند کوي، چې دویمه لویه برخه ده."

رومانیا ورپسې ده، چې ۱۱۰۰۰۰ ماشومان يې په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

'مرګونه، زيانمنه شوې زده کړه او ناوړه راتلونکی'

د اروپا او منځنۍ اسیا لپاره د یونیسف سیمه ییزې مشرې افشاں خان وویل، "په ټوله سیمه کې ماشومان د جګړې د پايلو له کبله ژوند له لاسه ورکوي."

"که موږ همدا اوس د دې ماشومانو او کورنیو ملاتړ ونه کړو، د ماشومانو د بې وزلۍ خورا لوی شمېر به یقیناً ژوند له لاسه ورکړي، زده کړې به پريږدي او راتلونکی به يې زيانمن شي."

دغه ادارې په تفصيل سره وويل، څومره چې یوه کورنۍ بې وزله وي، د دې عاید ډېره برخه باید په خوراکي توکو او تېلو باندې خرچ کيږي، چې لامله یې د ماشومانو د روغتیا او زده کړې لپاره لږ عايد پاتې کیږي.

"د اوکراین جګړه او وروسته د ژوند د اړینو توکو د لګښت بحران دا معنی لري چې خورا بې وزله ماشومان لږ احتمال لري چې حتی لازمي خدماتو ته لاسرسي ترلاسه کړي او په ماشومتوب کې د واده کولو، تاوتریخوالي، استحصال او ناوړه ګټه اخیستنې له خطر سره مخ دي."

راپور زیاته کړه چې د غربت دوره ماتول سخت کار دی.

"په هرو درېو ماشومانو کې یو هغه ماشوم، چې په بې وزلۍ کې زیږیدلی او لوی شوی، به خپل بالغ ژوند په بې وزلۍ کې تېر کړي، چې په پايله کې به د کړاونو او محرومیت نړیواله نسلي دوره رامنځته کړي."

یونیسف د اروپا اتحاديې کمیسیون او د اروپا اتحاديې له ګڼ شمېر هېوادونو سره ملګرتیا کوي ترڅو د اروپا اتحاديې د ماشوم تضمین نوښت پېل کړي ترڅو په ماشومانو باندې د بې وزلۍ اغیز کم کړي او دوی ته په لویوالي کې د ودې فرصتونه چمتو کړي.

دغه ادارې وويل، په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په نتیجه کې زیات ماشومان او کورنۍ بې وزله شوي، چې په ټوله سیمه کې سخت غبرګون ته اړتيا لري.

افشاں وویل، "موږ باید د زیان منونکو کورنیو لپاره ټولنیز ملاتړ ترلاسه کړو او د هغوی ساتنه وکړو مخکې لدې چې وضعیت نور هم خراب شي."

جګړه اوږده ده

د جګړې مالي اغیز په نړېواله کچه محسوس کیږي.

سپینې ماڼۍ تېره میاشت وویل چې د خوراکي توکو اکمالات په خطرناک ډول "د وبا د خورا لويو اغیزو، د اقلیم ژور بحران، د انرژۍ او سرې لګښتونو لوړېدل، او اوږدې شخړې -- چې اوکراین باندې د روسیې برید پکې شامل دی" له امله ګډوډ شوي دي.

دغه بحران "په نړېواله کچه د اکمالاتو لړۍ ګډوډه کړې ده او په ډراماتیک ډول يې د نړېوال خوراکي توکو نرخونه لوړ کړي دي".

سپینې ماڼۍ وویل، په ځانګړې توګه د اوږدې مودې وچکالۍ د سومالیا ځینې برخې د قحط له خطر سره مخ کړي دي.

د متحده ایالاتو صدر جو بایډن د سپتمبر په ۲۱مه د یو فنډ لپاره د نورو ۲.۹ ملیارده ډالرو اعلان وکړو چې موخه یې د نړۍ د خوراکي توکو د کمي په حل کې مرسته کول دي چې د څه حده پورې د غلو په تولیدونکي هېواد اوکراين باندې د روسیې د يرغل له امله رامینځته شوی دی.

یونیسف د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړو چې په سومالیا کې په زرګونو سخت خوارځواکي هلکان او جينکۍ د مرګ له خطر سره مخ دي.

د یونیسف ویاند جیمز ایلډر په جینیوا کې خبریالانو ته وویل، "د زیاتو اقداماتو او پانګونې پرته، موږ د ماشومانو د مرګونو له داسې کچې سره مخ یو چې په نیمه پیړۍ کې نده ليدل شوي."

هغه وويل، د وروستي معلوماتو له مخې، د اګست له میاشتې راهیسې، ۴۴۰۰۰ ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ د درملنې لپاره په روغتیایي مرکز کې داخل شوي دي -- چې شرحه يې پداسې ډول ده چې "هره ورځ په هر منټ کې یو ماشوم" له خوارځواکۍ سره مخ کيږي.

په داسې حال کې چې یونیسف په تېرو میاشتو کې د متحده ایالاتو، انګلستان او اروپایي کمیسیون څخه "کافي فنډونه" ترلاسه کړي، ایلډر ټینګار وکړو چې اوږدمهاله تمویل به مهم وي چې "د قحط د بار بار رامنځته کېدو مخه ونيسي".

مسؤلیت په غاړه لرل

د سپتمبر په ۲۰مه، د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې، د اروپایي اتحادیې، متحده ایالاتو، افریقایي اتحادیې او اسپانیا وزیرانو د خوراکي توکو د کمښت په اړه خبرې وکړې، کوم چې د شخړو او بې ثباتۍ یو مهم عامل ګڼل کیږي.

د اوکراین صدر ولادیمیر زیلینسکي د ویډیو لینک له لارې څرګند شو او په مستقیم ډول یې ماسکو تورن کړو چې په خپله خوښه د خوراکي توکو بحران رامینځته کوي.

هغه وویل، "هر هغه دولت چې قحط ته لمن وهي، خوراکي توکو ته لاس رسي یو امتیاز ګرځوي، چې هڅه کوي له قحط څخه د هېوادونو ساتنه د یو دیکتاتور په رحم پورې وتړي -- دا ډول دولت باید د نړۍ له سخت غبرګون سره مخ شي."

هغه د روسیې بندیزونه او نور "غیر اخلاقي عملونه" پدې تورن کړل چې د اوکراین څخه صادراتو کې يې کمی راوستی دی. اوکراين یو لوی زراعتي تولیدونکی دی.

هغه وویل، "روسیه باید د دې مسؤولیت په غاړه واخلي."

د هسپانیا وزیراعظم پیډرو سېنچز وویل، د روسیې صدر ولادیمیر پوتین په اوکراین باندې د خپل یرغل له لارې "هڅه کوي چې نړېواله ټولنه د خوړو له لارې بلېک مېل کړي".

سېنچز وویل، "له لوږې سره سوله نشته او موږ نشو کولی له سولې پرته له لوږې سره مبارزه وکړو."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500