روغتیا

د ګیټس فاونډیشن د پولیو د له منځه وړلو لپاره د یو ملیارده ډالرو څخه د زیاتو مرستو ژمنه وکړه

د ای اېف پي او پاکستان فارورډ لخوا

په کندهار کې د سپتمبر په ۱۹مه د واکسین د درې ورځني کمپاین په ترڅ کې یو روغتیايي کارکوونکی یو ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي. [جاوید تنویر/ای اېف پي]

په کندهار کې د سپتمبر په ۱۹مه د واکسین د درې ورځني کمپاین په ترڅ کې یو روغتیايي کارکوونکی یو ماشوم ته د پولیو واکسین ورکوي. [جاوید تنویر/ای اېف پي]

د بيل او میلندا ګیټس فاونډېشن د یکشنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۶مه) ژمنه وکړه چې د پولیو د له منځه وړلو لپاره به د ۱.۲ ملیارده ډالرو پانګونه وکړي، پداسې حال کې چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه روغتیا پوهان په برلین کې د یوې سرمشریزې لپاره راټول شوي دي.

د فاونډېشن شریک رییس بیل ګیټس په یو بیان کې وویل، "د پولیو له منځه وړل يوه ممکنه خبره ده. خو تر هغه چې موږ څومره بريا ترلاسه کړې، دا ناروغي یو ګواښ دی."

دا پېسې به د پولیو د له منځه وړلو نړېوال نوښت (GPEI) ته ورکړل شي. ياده نوښت د ملي حکومتونو په مشرۍ عامه او خصوصي مشارکت دی چې موخه یې تر ۲۰۲۶ کال پورې د دې ناروغۍ پای ته رسول دي.

پولیو یوه ډېره ساري ناروغي ده چې د ویروس له امله رامینځته کیږي چې مرکزي عصبي سیسټم ته ننوځي او د ملا تير او د دماغ خليو ته زیان رسوي.

دا ناروغي کیدای شي وژونکې وي، او هغه کسان چې ژوندي پاتې کیږي اکثر په فالج یا د غړيو په کمزورۍ اخته کيږي او يا يې غړي کاږه پاتې کيږي.

پولیو اکثر د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان متاثره کوي خو هر هغه کس پدې اخته کيدی شي چې واکسین شوی نه وي.

دغه فاونډېشن په یو بیان کې وويل، په ۱۹۸۸ کال کې له پېل راهیسې، GPEI په ټوله نړۍ کې د پولیو له ۹۹٪ څخه زیاتو کيسونو په کمولو کې مرسته کړې ده، او د فالج د ناروغۍ له ۲۰ میلیونو څخه د زیاتو کيسونه مخه یې نیولې ده.

پاکستان او افغانستان یوازیني دوه هېوادونه دي چېرې چې د وحشي پولیو ویروس شتون لري، که څه هم مالاوي او موزمبیق هم په ۲۰۲۲ کال کې د وارد شوي وحشي پولیو کيسونه کشف کړي دي.

دغه فاونډېشن وویل، "د دې تاریخي پرمختګ سربېره، په عادي واکسین ورکولو کې خنډونه، د واکسین په اړه ناسم معلومات، سیاسي ناکراري، او په پاکستان کې په ۲۰۲۲ کال کې غمجن سیلابونه د پولیو په وړاندې د کار ختمولو لپاره بیړنۍ اړتیا په ګوته کوي."

دغه فاونډېشن وويل، بله اندېښنه دا ده چې "هغه هېوادونه، لکه انګلستان او متحده ایالات، چې د مخکې نه یې د پولیو ویروس ټول ډولونه له مینځه وړي دي، پدې وروستیو کې د ویروس نوي کيسونه ثبت کړي دي".

د GPEI په شریکانو کې د روغتیا نړېوال سازمان (ډبليو اېچ او)، روټري نړېوال او د متحده ایالاتو د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکزونه (سي ډي سي) شامل دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500