زده کړه

ملاله کور ته بېرته راغله او د سیلاب ځپلو سره يې د مرستې ژمنه وکړه

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د پاکستان تعلیم فعاله او د نوبل د سولې جایزه ګټونکي ملاله یوسفزۍ د اکتوبر په ۱۲مه د سند صوبې په دادو کې د امدادي ځایونو څخه لیدنه وکړه او د سیلاب ځپلو ښځو، جينکو او د هغوی له کورنیو سره یې وکتل. [آمنه زبیري/ملاله فنډ]

د پاکستان تعلیم فعاله او د نوبل د سولې جایزه ګټونکي ملاله یوسفزۍ د اکتوبر په ۱۲مه د سند صوبې په دادو کې د امدادي ځایونو څخه لیدنه وکړه او د سیلاب ځپلو ښځو، جينکو او د هغوی له کورنیو سره یې وکتل. [آمنه زبیري/ملاله فنډ]

کراچۍ -- د نوبل د سولې جایزه ګټونکي​ملاله یوسفزۍ​​د چهار شنبې په ورځ (د اکتوبر په ۱۲مه) د پاکستان د ویجاړونکو مونسون سیلابونو له قربانیانو سره وکتل. دا له هغه وخت راهيسې د هغې دويم سفر دی کله چې يوه عشره وړاندې هغه د پاکستاني طالبانو له خوا په ډزو وویشتل شوه.

ويجاړونکي سیلابونو په دې ګرمۍ کې د پاکستان یو پر دریمه برخه د اوبو لاندې کړه، اته میلیونه خلک یې بې ځایه کړل او لږ تر لږه ۲۸ میلیارده ډالره زیان یې رامنځته کړو.

ملالۍ​​د سند صوبې​​په کليو کې د کېمپونو څخه ليدنه وکړه چېرې چې هغې له هغو کورنیو سره ولیدل چې له خپلو ډوب شویو کلیو څخه تښتیدلي دي.

ملالۍ په يو بيان کې، چې د هغې د موسسې، ملاله فنډ، لخوا جاري شوی و، وویل، "د تباهۍ کچه حیرانوونکې ده او د خلکو په ژوند، په ځانګړې توګه په ښځو او جينکو، باندې نفسياتي او اقتصادي اغیز له پامه نشي غورځول کېدی."

اوسیدونکي د اکتوبر په ۱۱مه په یو احتجاج کې برخه اخلي، یوه ورځ وروسته له هغې چې په مینګوره کې د سکول پر بس برید وشو، چې پکې يو ډریور ووژل شو او یو زده کوونکی ژوبل شو. [ای اېف پي]

اوسیدونکي د اکتوبر په ۱۱مه په یو احتجاج کې برخه اخلي، یوه ورځ وروسته له هغې چې په مینګوره کې د سکول پر بس برید وشو، چې پکې يو ډریور ووژل شو او یو زده کوونکی ژوبل شو. [ای اېف پي]

داخلي بې ځایه شوي سیلاب ځپلي ماشومان د سپتمبر په ۲۱مه د سند صوبې په حیدرآباد کې په یو عارضي سکول کې په ټولګي کې ګډون کوي. [اکرم شاهد/ای اېف پي]

داخلي بې ځایه شوي سیلاب ځپلي ماشومان د سپتمبر په ۲۱مه د سند صوبې په حیدرآباد کې په یو عارضي سکول کې په ټولګي کې ګډون کوي. [اکرم شاهد/ای اېف پي]

"د نړۍ مشران باید ګام پورته کړي، خپل ځوابي پلانونه ګړندي کړي او د پاکستان د بیارغونې او د اغیزمنو خلکو سره د مرستې لپاره اړین فنډونه راټول کړي."

ملاله فنډ په پاکستان کې د موسسو سره د ۷۰۰۰۰۰ ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.

له درې میلیونو څخه زیاتو ماشومانو ​​تعلیم ګډوډ شوی،​​په داسې حال کې چې په زرګونو سکولونه زیانمن شوي دي.

چارواکي د مليریا، ډینګي او خوارځواکۍ د روغتیایي بحران سره هم لاس او ګریوان دي چې ​​د سیلاب قربانیان​​يې په نښه کړي دي، چې په ټول هېواد کې په زرګونو موقتي کېمپونو کې ژوند کوي.

ملالۍ یوازې ۱۵ کلنه وه چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د جينکو د تعلیم لپاره د هغې د کمپاین له کبله په سر وویشتله.

هغه د سه شنبې په ورځ د​​برید د لسمې کلیزې​​څخه دوه ورځې وروسته کراچۍ ته راورسيده.

ملاله فنډ په یو بیان کې وویل، د هغې د سفر موخه دا ده چې "په پاکستان کې د سیلابونو اغیزو ته د نړېوال پام په راړولو کې مرسته وکړي او د جدي بشري مرستو اړتیا پیاوړې کړي."

د سيلاب ځپلو سره د مرستې يو پلان، چې د پاکستان حکومت او ملګرو ملتونو د اګست په مياشت کې ​ جوړ کړی و، د نړیوالې مرستې په توګه ​سمدستي د ۱۶۰ ملیونه ډالرو غوښتنه وکړه​​، او مرستې ​​د متحده ایالاتو​​، متحده عرب اماراتو، ترکیې او نور ملګرو څخه رارواني دي.

زده کونکي او ښوونکي د تاوتریخوالي پروړاندې احتجاج کوي

ملالۍ د مینګورې په ښار کې په خورا زياته محافظه کاره ​​وادي سوات​​کې، چې د افغانستان پولې ته نږدې دی، لويه شوې وه.

تحريک طالبان پاکستان هلته د يو کال اوږد بغاوت پېل کړو چې په ۲۰۱۴ کال کې د لوی پوځي عملیاتو سره پای ته ورسیدو.

خو په تېر کال کې د ناکراریو لړۍ یو ځل بیا راپورته شوې ده.

​تحريک طالبان پاکستان په وروستيو هفتو کې د لسګونو بریدونو ادعا کړې ده​، چې زیاتره پکې د امنیتي ځواکونو او د طالبانو ضد مشرانو پر وړاندې شوي دي.

د سوات پخواني ناظم محمد علي شاه وویل، "موږ ستړي شوي یو او نور مړي نه شو وړی."

"دا د دولت دنده ده چې د خپلو خلکو ساتنه وکړي او دوی ته امنیت ورکړي، خو د دې ټولو پېښو په اړه د حکومت خاموشي يو جرم دی."

د سه شنبې په ورځ، څه باندې ۵۰۰۰ خلکو په مینګوره کې يو لوی سړک بند کړو. دا مظاهره د دوشنبې په ورځ د سکول په بس باندې د وروستي برید له امله وشوه، چې په موټر سایکل سپور یو نامعلوم بریدګر پکې ډرايور ووژلو او یو ۱۰ یا ۱۱ کلن هلک یې ژوبل کړو.

د امریکا غږ (وي او ای) راپور ورکړو، مظاهره چیانو پلی کارډونه نیولي وو چې پکې لیکل شوي وو، "موږ په خپله خاوره کې د سولې غوښتنه کوو." "موږ اجازه نشو ورکولی چې په سختۍ ترلاسه شوې سوله بېرته لاړه شي"، او "د برید کونکو پروړاندې همدا اوس اقدام وکړئ مخکې لدې چې ډېر ناوخته شي".

ټي ټي پي د پېښې پړه منلې ده او پوليس وايي چې د موخې په اړه پلټنې کوي.

زده کوونکي او ښوونکي له ښوونځیو څخه راوتل -- د هغه سکول په ګډون چې د ملالۍ پلار جوړ کړی و او هغې په کې سبق ویلی و -- ترڅو د سولې غوښتنه وکړي.

احمد شاه، چې د یو پرايويټ سکول پرنسپل دی، ای اېف پي ته وویل، "خلک غوسه دي او احتجاج کوي. د ټولو پرايويټ سکولونو زده کونکي د احتجاج لپاره راووتل."

یو ۳۶ کلن ډاکټر امجد علي وویل، "زموږ احتجاج به تر هغه دوام وکړي چې قاتلان نیول شوي نه وي، موږ به له دې ځایه نه پورته کېږو تر څو چې لوړپوړي حکومتي چارواکي موږ ته د انصاف او د اورپکۍ د ختمولو ډاډ رانکړي."

د امريکا غږ راپور ورکړو، د ۴۰ ګهنټو پرلت وروسته، مظاهره چیانو د حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو په نتیجه کې د منتشر کیدو په اړه موافقه وکړه چې په نتیجه کې یې د قربانیانو کورنیو ته د مالي معاوضې د ورکولو ډاډ ورکړل شو او چارواکي به د برید کوونکي د نیولو او په سیمه کې د سولې د راوستلو لپاره ټولې ممکنې هڅې وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500