اقتصاد

په عراق کې د چیني سرمايه کارۍ د اجاره دارۍ تعقيب ته د شک په نظر کتل کیږي

د فاریس العمران لخوا

د عراق او چين چارواکو د جون په ۶ مه نېټه په بغداد کې يو تړون لاسليک کړو چې له مخې يې ګڼ شمېر عراقيان چين ته د ننوتلو ويزو څخه معاف کړل، چې په عراق کې د خپل اقتصاد نفوذ د پياوړتيا لپاره د چين د هڅو يوه برخه ده. [د عراق د بهرنیو چارو وزارت]

د عراق او چين چارواکو د جون په ۶ مه نېټه په بغداد کې يو تړون لاسليک کړو چې له مخې يې ګڼ شمېر عراقيان چين ته د ننوتلو ويزو څخه معاف کړل، چې په عراق کې د خپل اقتصاد نفوذ د پياوړتيا لپاره د چين د هڅو يوه برخه ده. [د عراق د بهرنیو چارو وزارت]

د عراق زیربنا، چې د کلونو جګړو له امله ویجاړه شوې او زیانمنه شوې ده -- په دې وروستیو کې زياتره د "عراق او سوریې د اسلامي دولت" (داعش) په وړاندې -- په میلیونونو اتباعو ته د خدماتو چمتو کولو تر فشار لاندې راغلې ده.

د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه شي چې دا کولی شي خپل نفوس ته کافي خدمتونه وړاندې کړي، او د اقتصاد د ډېرو سکتورونو بیا رغونه وکړي چې لاهم د داعش سره د جګړې په پایله کې له ستونزو سره مخ دي، عراق اړتیا لري چې په لویه کچه بهرنۍ سرمايه کارۍ راجلب کړي.

خو عراقي شنونکي خبرداری ورکوي چې، لکه څنګه چې عراق د پانګوالو په لټه کې دی او پانګوال له عراق سره اړيکې نيسي، د دې هېواد د مشرانو لپاره مهمه ده چې د ناسم ډول پانګونې په راجلبولو سره ناوړه وضعیت نور خراب نه کړي.

دوی يادونه وکړه چې چين هڅه کوي چې په عراق کې د شته بهرنۍ پانګونې په سترو پروژو باندې کنټرول ترلاسه کړي او دد منفي پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

په عراق کې زده کوونکي د سپتمبر په ۱۹مه د چيني ژبې درس تر لاسه کوي. له تېر دسمبر راهيسې، چين په عراق کې د خپلې ژبې د زده کړې کورسونه ترسره کوي. [چاينه نيټورک]

په عراق کې زده کوونکي د سپتمبر په ۱۹مه د چيني ژبې درس تر لاسه کوي. له تېر دسمبر راهيسې، چين په عراق کې د خپلې ژبې د زده کړې کورسونه ترسره کوي. [چاينه نيټورک]

شنونکو وويل، چین د داسې پروژو وړاندیز کوي چې احتمال لري عراق د قرضونو په جال کې راګير کړي، د هغو هېوادونو په څېر چې مخکې یې د چینایي پانګونو لپاره خپلې دروازې پرانیستې وې، لکه سریلانکا، کینیا او بنګله دېش.

چین هم د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو (IRGC) لخوا ملاتړ شوي ملېشې کاروي ترڅو په عراق کې د چینایي پانګونې لپاره لاره هواره کړي او د سوداګریزو ګټو لپاره ناوړه چاپیریال رامینځته کړي او د احتمالي سیالانو مخه ونیسي.

دې کار په عراق کې غوسه راپارولې ده، چېرې چې ډېر کسان د کرپشن د پراخیدو او د امنیت د نشتوالي پړه په ملېشو اچوي او هغوی په دې تورنوي چې داسې چاپیریال رامینځته کوي چې د نړېوالې سرمايه کارۍ مخه نيسي.

ډېر محلي او نړېوال شرکتونه اړ شوي چې د ملېشو د ځورونې له امله خپله سرمايه کاري بېرته واخلي یا فرعي قراردادیانو ته يې انتقال کړي.

پدې کې بهته اخيستل او په ګټو کې د میاشتني ونډو غوښتنې شاملې وې، چې د دوی پروژو یا کارمندانو ته د زيان نه رسولو لپاره د جبران په توګه وضع شوې وې، چې د زرګونو سرمايه کارۍ د ګډوډېدو لامل وګرځيدو.

د 'یو اړخیزه سرمايه کارۍ' لپاره لږ ملاتړ

له ۲۰۱۹ کال راهیسې، چین هڅه کوي چې په عراق کې د تيلو لپاره د بیارغونې په بدل کې خپل اقتصاد پراخه کړي: يعنې په مختلفو سکټورونو کې د بیارغونې پروژو د پېلولو په بدل کې د ورځې سل زره بېرله تېل ترلاسه کړي.

خو د مرستې او بیارغونې د اړتیا سربېره، بغداد د "یو اړخیزه سرمايه کارۍ" د راجلبولو یا د چینایي شرکتونو لپاره د پراخو دروازو د پرانستلو په حق کې نه دی.

یو اقتصاد پوه، چې د نوم نه څرګندولو غوښتنه يې وکړه، المشارق ته وویل، عراق د ټولو هېوادونو څخه سرمايه کاري غواړي، نه د یو ملت څخه چې په پايله کې يې نور وويستل شي.

هغه وویل، "د مدغم پرمختګ د ترلاسه کولو لپاره تنوع او سیالي اړینه ده."

هغه يادونه وکړه چې بغداد پخوا د دې له کبله د تېلو د اکتشاف او توليد په پروژو کې د نړېوالو شرکتونو د ونډو اخېستلو لپاره د چين په پلان باندې اعتراض کړی و ځکه چې بېجينګ به غواړي چې د عراق د انرژۍ په سکتور باندې کنټرول ترلاسه کړي.

د تېر کال راهیسې، عراقي چارواکو د دولتي ملاتړ چینایي شرکتونو ته، په ځانګړي توګه سينو پيک ته، په درېو جنوبي د تېلو په ساحو، قرنا ۱، قرنا ۲ او روميلا، کې د عملياتي امتيازاتو پلور بند کړو.

دغه اقتصاد پوه وویل، خو د چین د پراختيا هڅې دوام لري ځکه چې عراق د هغې د ستراتیژۍ بنياد دی چې په نړۍ کې خپل اقتصادي تسلط د یو کمربند او یوې لارې نوښت (BRI) یا یو کمربند یو سړک (OBOR) له لارې پراخه کړي.

د BRI موخه دا ده چې د منځني ختیځ هېوادونه د سوداګریزې لارې په توګه وکاروي چې له لارې یې چینایي توکي اروپا او افریقې ته ولیږدوي.

دا د دې سربیره ده چې چین د خپلې انرژۍ اړتیاو لپاره د تېلو د یوې مهمې سرچینې په توګه په عراق باندې تکیه کوي، ځکه چې دا د عراق د خام تېلو واردونکو په مینځ کې لومړی ځای لري، چې په کال کې د وارداتو حجم يې ۶۰ ملیونه ټنه دی.

د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ نیمایي کې د BRI دننه د چین د بهرني تمویل په اړه په یو راپور کې، د فوډان يونيورسټۍ د شنه مالي او پراختیا مرکز وویل چې چین په عراق کې د ۱.۵ ملیارده ډالرو په ارزښت سرمايه کاري کړې ده.

بیجینګ د ۲۰۲۱ کال په پای کې له بغداد سره د "رغونې لپاره د تېلو" تړون لاسليک کړو ترڅو په عراق کې ۱۰۰۰ سکولونه، په النصیریه کې ملکي هوایي ډګر او د لمریزې انرژۍ بجلۍ پلانټونه جوړ کړي.

د چین پر اهدافو بې باوري

شنونکي یادونه کوي چې چین هغه هېوادونو ته ډېر مراعات ورکوي چېرې چې دا غواړي د سرمايه کارۍ فرصتونه ولټوي، لکه د پروژې د تمویل اهدافو لپاره د کریډیټ تاسيسات، څو پراخه لاسرسي ترلاسه کړي.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت له مخې، د یوې بېلګې په توګه، چین د جون په میاشت کې له عراق سره یو تړون لاسلیک کړو چې "د سفارتي، خدمتي او ځانګړي پاسپورتونو لرونکي خپلې خاورې ته د ننوتلو ویزو له شرایطو څخه معاف کوي."

چین له دې لاسرسۍ څخه د هغو هېوادونو په اقتصاد کې د پراختیا لپاره کار اخلي چې د پراختیا غوښتونکي دي او په هغوی باندې خپل تسلط مسلط کوي، هغوی د قرضو له بوج سره مخ کوي او داسې پروژې پېلوي چې د کیفیت او موثریت معیارونه نه پوره کوي.

چاينه نيټورک د سپتمبر په ۱۹مه راپور ورکړو چې عراق ته د چين د ننوتلو بهير هم کلتوري بڼه لري، پداسې حال کې چې د چين د ژبې لومړی انستيتوت په تېر دسمبر کې په بغداد کې پرانيستل شو. زده کوونکي د عراق له څو صوبو څخه راغلي وو.

بیا هم په عمومي ډول، شنونکو وویل، عراقیان چین د باور وړ متحد نه ګڼي، ځکه چې دا توکمیز اقليتونه، لکه د اویغور مسلمان، ځوروي او په هغوی ظلمونه کوي.

د بغداد اوسیدونکي ابو فراس المشارق ته وویل، "دا د هغې د ملګري ایران څخه مختلف نه دی، چې رژیم یې په خپلو اتباعو باندې ظلمونه کوي او ظالمانه چلند ورسره کوي، د سیمې د خلکو ګټو ته زیان رسوي او د هغوی د هېوادونو ثبات ګواښي."

هغه وويل، د چين سرمايه کاري د خپل هېواد د شتمنۍ د کنټرول يوه بڼه ده.

هغه وویل، دا د ایران د نفوذ "د سکې بل اړخ" دی "چې عراقیان یې په پرله پسې ډول د دې پر ضد احتجاجونو ته اړ کړي دي".

هغه د اګست په ۷مه په یو احتجاج کې وويل، عراقیانو په میسان کې د حلفایا د تېلو په ساحه برید وکړو چې د پیټرو چاینه د تیلو شرکت يې چلوي او د تولید د بندولو ګواښ یې وکړو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500