چاپیریال

امریکا له پاکستانه غوښتي چې له سیلابونو وروسته د چین څخه د قرض د معاف کولو غوښتنه وکړي

د پاکستان فارورډ او ای اېف پي لخوا

د سند صوبې په دادو ضلع کې د سند صوبې په یو لنډمهاله کېمپ کې د سېلاب له امله داخلي بې ځایه شوي پاکستانيان د سپتمبر په ۱۴مه پناه اخلي. [ای اېف پي]

د سند صوبې په دادو ضلع کې د سند صوبې په یو لنډمهاله کېمپ کې د سېلاب له امله داخلي بې ځایه شوي پاکستانيان د سپتمبر په ۱۴مه پناه اخلي. [ای اېف پي]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۲۶مه) په پاکستان غږ وکړو چې د خپل نږدې ملګري چین څخه د قرض د معاف کولو غوښتنه وکړي ځکه چې سیلابونو د سویلي آسیا دغه هېواد ویجاړ کړی دی.

بلينکن د پاکستان لپاره د متحده ایالاتو د قوي ملاتړ ژمنه وکړه، پداسې حال کې چې دا د سیلابونو څخه خلاصی ترلاسه کوي، چې دغه سیلاب د هېواد یو پر دریمه برخه، چې د انګلستان په اندازه يوه سيمه ده، ډوبه کړې ده.

بلينکن په واشنګټن کې د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بهټو زرداري سره تر خبرو وروسته وویل، "موږ دلته د پاکستان لپاره یو، لکه څنګه چې موږ د تېرو طبیعي پېښو پر مهال دلته وو، مونږ د بیارغونې په لټه کې یو."

بلینکن وویل، "ما له خپلو همکارانو څخه هم وغوښتل چې د چین سره د قرضو د معافیت او بیارغونې په ځینو مهمو مسلو کې ښکېل شي ترڅو پاکستان په چټکۍ سره د سیلابونو څخه روغ شي."

چین د پاکستان یو مهم اقتصادي او سیاسي شریک دی، چې د ​​۵۴ ملیارده ډالرو "اقتصادي دهلیز" سره مخ په وړاندې روان دی​​ چې تاسيسات به جوړ کړي او د بیجینګ لپاره به د هند سمندر ته لاره هواره کړي، که څه هم​ د چین ګټې هم د بیلتون غوښتونکو له بریدونو سره مخ شوي دي .

واشنګټن په مکرر ډول تور لګولی چې چین به د دې ګټې ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې پاکستان به د دوامداره قرض سره مخ شي.

څه د پاسه ۱۶۰۰ کسان -- چې یو پر دریمه برخه یې ماشومان دي -- په پاکستان کې په سیلابونو کې مړه شوي او له اوو میلیونو څخه زیات بې کوره شوي دي، په دې وېره کې چې د اقلیم د بدلون له امله به دا ډول سخت آفتونه نور هم عام شي.

د چين دوستي خپل حدود لري

لویو سیلابونو له ملت سره ​د چین د "هر موسم" ملګرتیا محدودیتونه په ګوته کړي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د ویجاړ شویو زیربناوو د بیارغونې او ترمیم به لږ تر لږه ۳۰ ملیارده ډالره لګښت ولري -- چې د خورا زياته قرضداره ملت لپاره يو ناممکنه رقم دی -- خو د اوس وخت لومړیتوب د میلیونونو بې کوره شویو خلکو لپاره خواړه او سرپناه ده.

د چین حکومت ګلوبل ټایمز د سپتمبر په ۱۹مه راپور ورکړو، بیجینګ د سیلابونو وروسته پاکستان ته یوازې د ۴۰۰ ملیونه چينايي يوانو (شاوخوا ۵۷ ملیونه ډالرو) په ارزښت مرستې چمتو کړي دي.

په اسلام آباد کې د مالیې وزارت یو جګپوړي چارواکي وویل، "د بیجینګ مالي مرستې یوازې یوه ټوکه ده."

د چین مرستندویه توکي هم د دوی د خراب کیفیت له امله تر نيوکو لاندې راغلي، په ځانګړي توګه هغه ۴۰۰۰ خیمې چې پاکستان ته یې لیږلي دي.

په ډېرو سیمو کې اوس هم ژوندې پاتې شوي خلک له هغو خیمو څخه کار اخلي چې د متحده آيالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې (يو اېس اېډ) او نورو غربي مرستندویه موسسو له خوا په ۲۰۱۰ کال کې د سیلابونو څخه وروسته ورکړل شوي وې.

جمیل خاشخيلي، چې د سند صوبې په شهداد کوټ سیمه کې خپل کلي ته څېرمه په یوه خیمه کې ژوند کوي، وویل، "امریکايي خیمې اوږد ژوندي لري، او حتی د ۱۲ کلونو وروسته هم د کارولو وړ وي، خو چینایي خیمې په یوه هفته کې شليږي."

متحده ایالاتو د بشري مرستو لپاره د ۵۶ ملیونه ډالرو ژمنه کړې ده او د اوږدمهاله مرستې ژمنې سره یې ۱۷ الوتکې له توکو ډکې لیږلي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500