ټولنه

ویجاړونکي سیلابونه د چین د ادعا ازموينه کوي چې د پاکستان "د هر موسم ملګری" دی

د زرک خان او ای اېف پي لخوا

یو سړی چې د سند صوبې په شهداد کوټ ضلعه کې له خپل کلي څخه د سیلاب له امله بې کوره شوی دی، د سپتمبر په ۱۹مه خیمه لګوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

یو سړی چې د سند صوبې په شهداد کوټ ضلعه کې له خپل کلي څخه د سیلاب له امله بې کوره شوی دی، د سپتمبر په ۱۹مه خیمه لګوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

اسلام آباد -- ​​هغه ستر سیلابونه چې پاکستان یې ​​ په دې وروستیو هفتو کې ویجاړ کړی دی له ملت سره د چین "د هر موسم" ملګرتیا محدودیتونه په ډاګه کوي.

د پاکستان د ناورینونو د مدیریت ادارې د دوشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۱۹مه) په خپل وروستي راپور کې وویل، د جون په نیمیایي کې پیل شوي د مونسون سخت بارانونه په سیلابونو بدل شول چې لامله یې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسانو ژوند له لاسه ورکړو او شاوخوا ۳۳ میلیونه کسان اغیزمن شول.

کورونه، سړکونه، د ریل پټلۍ، فصلونه، څاروي او مالونه تباه شوي دي.

پاکستاني چارواکي وايي چې د ویجاړ شویو زیربناوو د بیارغونې او ترمیم لپاره به لږ تر لږه ۳۰ ملیارده ډالره ته اړتیا لري -- چې د خورا زياته قرضداره ملت لپاره يو ناممکنه رقم دی -- خو د اوس وخت لومړیتوب د میلیونونو بې کوره شویو خلکو لپاره خواړه او سرپناه ده.

په پاکستان کې د وروستیو سیلاب ځپلو لپاره د متحده ایالاتو لخوا لیږل شوي امدادي توکي د سپتمبر په ۱۶مه رارسیدلي دي. [په کراچۍ کې د امریکا قونسلګرۍ]

په پاکستان کې د وروستیو سیلاب ځپلو لپاره د متحده ایالاتو لخوا لیږل شوي امدادي توکي د سپتمبر په ۱۶مه رارسیدلي دي. [په کراچۍ کې د امریکا قونسلګرۍ]

پاکستان، چې د مخکې نه ​​د روان اقتصادي بحران​​سره لاس او ګرېوان دی، له نړیوالې ټولنې څخه یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د اګست په میاشت کې د پاکستان حکومت او ملګرو ملتونو لخوا يو جوړ شوي پلان ​​سمدستي د ۱۶۰ ملیونه ډالرو نړېوال تمویل​​غوښتنه کړې ده.

د چین حکومت ګلوبل ټایمز د دوشنبې په ورځ راپور ورکړو، که څه هم دا د "هر موسم ملګري" ادعا کوي، بیجینګ د سیلابونو وروسته پاکستان ته یوازې د ۴۰۰ ملیونه چينايي يوانو (شاوخوا ۵۷ ملیونه ډالرو) په ارزښت مرستې چمتو کړي دي.

په اسلام آباد کې د مالیې وزارت یو جګپوړي چارواکي وویل، "د بیجینګ مالي مرستې یوازې یوه ټوکه ده."

دغه چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو غوښتنه يې وکړه ځکه چې هغه د رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله، وویل، "د بیجینګ لخوا وړاندیز د واشنګټن لخوا اسلام آباد ته د هغه ورکړل شويو ملیونونو ډالرو په پرتله خورا کم دی کله چې په ۲۰۱۰ کال کې په هېواد کې ویجاړونکي سیلابونه راغلي ول."

متحده ایالاتو په پاکستان کې په ۲۰۱۰ کال کې له ویجاړونکو سیلابونو وروسته چې له ۱۷۰۰ څخه ډېر کسان پکې وژل شوي ول او ۲۰ میلیونه يې اغيزمن کړې ول، د سلګونو ملیونو ډالرو مرسته وکړه.

فرحان جعفري، چې په انګلستان کې د څېړنيز مرکز د ترهګرۍ سره د مبارزې د اسلامي نظريې موسسې ډپټي ډايريکټر دی، د سپتمبر په ۱۱مه ټویټ وکړو، "هغه پاکستانیان چې په دې باور لري چې چین د هر موسم ملګری دی باید دا پرتله کړي چې چین تر اوسه د پاکستان لپاره د سیلابونو په برخه کې څه کړي دي او​​يوازې متحده آيالاتو څه کړي دي."​

هغه وويل، "او بیا د چین هڅې د هغه څه سره پرتله کړي چې ټول لویدیځ یې ترسره کوي. فرق وګورئ"

"د چین، روسیې او ایران د ټولو په پرتله اوس یوازې امریکا د پاکستان لپاره ډېر څه کوي."

د ټیټ کیفیت خیمې

د چین د مرستې توکي هم د خراب کیفیت له امله تر نيوکو لاندې راغلي دي.

بیجینګ د سیلابونو له امله د بې ځایه شویو ژوندي پاتې شویو کسانو لپاره څه دپاسه ۴۰۰۰ خیمې پاکستان ته استولي دي.

د ​​سند صوبې په سکهر ډويژن​ کې د سیلاب ځپلو د بیا رغاونې په پروګرام کې ځای په ځای شوي یو دولتي چارواکي عبدالجبار وویل، "لومړی، داسې یو هېواد ته يوازې ۴۰۰۰ خيمې ليږل چېرته چې په میلیونونو خلکو د سېلاب له امله خپل کورونه له لاسه ورکړي دي له ملت سره یوه ټوکه ده."

هغه وويل، "دويم، زياتره خېمې ټيټ کيفيت لري او اغېزمن شوي خلک اوس له موږ څخه د دغه خيمو د اخيستلو نه انکار کوي."

په ډېرو سیمو کې اوس هم خلک له هغو خیمو څخه کار اخلي چې د متحده آيالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې (يو اېس اېډ) او نورو غربي مرستندویه موسسو له خوا په ۲۰۱۰ کال کې د سیلابونو څخه وروسته چمتو شوي وې.

جمیل خاشخيلي، چې د سند صوبې په شهداد کوټ سیمه کې خپل کلي ته څېرمه په یوه خیمه کې ژوند کوي، وویل، "امریکايي خیمې ډیره موده کار کوي، او حتی د ۱۲ کلونو وروسته هم د کارولو وړ وي، خو چینایي خیمې په یوه هفته کې بې کاره کيږي."

هغه وويل، "هر يو کس د چينايي توليداتو په ټيټ کيفيت پوهيږي، نو له همدې امله هېڅوک په چينايي خيمو کې دلچسپي نلري."

د کلونو دوامداره مرستې

متحده ایالاتو چې له اسلام اباد سره یې اړیکې په وروستیو کلونو کې خړې پړې شوې دي،​ ​تقريباََ دومره مرستې چمتو کړي څومره چې چين، چې د اسلام آباد نږدی اتحادي دی، چمتو کړي دي.​

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین جان پیا د پنجشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې متحده ایالاتو یوازې سږ کال په پاکستان کې د آفت پروړاندې د مقاومت او سیلابونو سره د مبارزې لپاره د ۵۳.۱ ملیونه ډالرو مرسته کړې ده.

هغې وویل، سربېره پردې، د متحده ایالاتو مرکزي کمانډ (سينټکوم) د ۴۱۲۰۰ پخلنځي سیټونه، د پلاستیکي شیټینګ ۱۵۰۰ رولونه، ۳۵۰۰۰ پلاستيکي تارپونه او ۸۷۰۰ د سرپناه کیټونه برابروي ترڅو له ۳۰۰۰۰۰ څخه زیاتو خلکو سره د سرپناه او د کور په توکو کې مرسته وکړي.

هغې زیاته کړه، يو اېس ايډ په پاکستان کې د ناورین سره د مرستې غبرګون ټیم ځای په ځای کړو ترڅو د متحده ایالاتو د حکومت د دوامداره بشري غبرګون د هڅو رهبري وکړي او د ناروغیو کنټرول او مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو د مرکزونو تخنیکي ماهرین یې ګمارلي دي چې د سیلابونو د عامې روغتیا اغیزو کې مرسته وکړي.

جان پیا وویل، "د [۲۰۱۰] کال د سیلابونو راهیسې، متحده ایالاتو په پاکستان کې د چمتووالي، مقاومت او د ناورین د خطر کمولو هڅو ملاتړ کړی، چې د ټولنو وړتیا ته وده ورکوي چې د دې په څېر ناورینونو پروړاندې ودريږي او غبرګون وښيي."

په پاکستان کې د متحده ایالاتو د سفارت خانې په وینا، د ۲۰۰۹ کال راهیسې، د متحده ایالاتو حکومت ژمنه کړې چې د پاکستان سره به د ۵ ملیارده ډالرو څخه ډيره ملکي مرسته او د بیړني بشري غبرګون لپاره د ۱ ملیارد ډالرو څخه ډیره مرسته وکړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 1

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د همالیې په غرونو کې د وريځو راوستل ترڅو ګاونډي هېوادونه مجبوره کړي چې په دوی باندې تکیه وکړي د انسانیت پروړاندې يو جرم دی.

ځواب