امنیت

د روسیې د ځواکمن پوځ افسانه په ژوندۍ تلویزیون کې ماته شوه

د الکسي کوستینکو او ای اېف پي لخوا

د سپتمبر په ۱۴مه د ايزيوم په څنډه کې د روسیې د سرتيرو ليږدولو لپاره د MT-LB بکتر بند ویجاړ شوي ګاډي ته په یو ځای کی اور لګيدلی دی. [جوان بیریټو/ای اېف پي]

د سپتمبر په ۱۴مه د ايزيوم په څنډه کې د روسیې د سرتيرو ليږدولو لپاره د MT-LB بکتر بند ویجاړ شوي ګاډي ته په یو ځای کی اور لګيدلی دی. [جوان بیریټو/ای اېف پي]

کييف -- ​په تېرو څو هفتو کې د اوکرایین یو روښانه ځوابي برید​ یو ځل بیا په جګړه کې د روسیې د پوځ نیمګړتیا روښانه کړې ده.

اوکرایني ځواکونو د سپتمبر په ۵ مه په خارکیف صوبه کې وروسته له هغې برید وکړو کله چې روسیه په خرسون صوبه کې د برید په تمه وه، چې په زرګونو ويرېدلي روسي سرتیري يې دی ته اړل کړل چې تسليم شي يا له خپلو ځایونو څخه وتښتي.

په دې عملیاتو کې اوکراین د ایزیوم ستراتیژیک ښارګوټی بېرته ونیولو -- چې صدر ولادیمیر زیلینسکي يې د سپتمبر په ۱۴مه ليدنه کړې ده. دې د خارکیف صوبې له ډېرو برخو څخه چې له روسیې سره پوله لري روسي ځواکونه وشړل.

زیلینسکي د شپې په خپله وینا کې وویل، "اوکرایین یوځل بیا هغه کار ترسره کړو چې ډېرو فکر کولو چې يو ناممکنه کار دی."

هغه عکسونه چې د سپتمبر په ۱۱مه د اوکراین د کمانډر والیري زالوژني لخوا د هغه په فېسبوک پاڼه کې خپاره شوي د ګاډو او وسلو زيرمې ښیي چې د روسیې پوځ پرېښودي دي. [د اوکراين د وسله والو ځواکونو کمانډر/فېسبوک]

هغه عکسونه چې د سپتمبر په ۱۱مه د اوکراین د کمانډر والیري زالوژني لخوا د هغه په فېسبوک پاڼه کې خپاره شوي د ګاډو او وسلو زيرمې ښیي چې د روسیې پوځ پرېښودي دي. [د اوکراين د وسله والو ځواکونو کمانډر/فېسبوک]

دوه عدلي تخنیکران د سپتمبر په ۱۶مه د ختیځ اوکراین د ایزیوم په څنډه کې د ډله ایز قبر ځای کني. [جوان بیریټو/ای اېف پي]

دوه عدلي تخنیکران د سپتمبر په ۱۶مه د ختیځ اوکراین د ایزیوم په څنډه کې د ډله ایز قبر ځای کني. [جوان بیریټو/ای اېف پي]

دا بريد وروسته له هغې وشو کله چې داسې ښکاريده چې نږدې اوه میاشتنۍ جګړه په اوړي کې په ځای ودريدلې ده، پداسې حال کې چې د روسیې ځواکونو د اوکرایین ختیځ او سویل لویې برخې نیولې وې خو په نور پرمختګ کې پاتې راغلل.

زیلینسکي وویل، د کریمیا د روسیې اشغال -- چې په ۲۰۱۴ کال کې ماسکو له ځان سره يو ځای کړې وه -- یوه "تراجیدي" وه، او ژمنه یې وکړه چې ځواکونه به یې په پای کې دغه ټاپووزمه بېرته ونیسي.

سخت کشف

د سپتمبر په ۱۵مه، زیلینسکي په ایزيوم کې د ډله ایز قبر د کشف کولو څرګندونه وکړه، چې د​ بوچا​ او ماریوپول په ښارونو کې د مرګونو سره يې پرتله کوي، چې د روسیې د ظلمونو يو علامت ګرځیدلی دی.

هغه وویل، "موږ غواړو چې نړۍ پوه شي ​​چې د روسیې اشغال څه حالات رامنځته کړي دي​."

د سیمه ییزو پولیسو یو چارواکي سرګي بوټوینوف سکای نیوز ته وويل چې په ایزيوم کې شاوخوا ۴۴۰ قبرونه موندل شوي دي، چې ګڼ شمېر پکې په ډزو وژل شوي او پاتې نور د شيلنګ په جريان کې وژل شوي دي.

هغه وويل، تر اوسه ډېر لاشونه نه دي پېژندل شوي او په اړه يې پلټنې روانې دي.

دا ناوړه دريافت په داسې حال کې وشو چې سپینې ماڼۍ اعلان وکړو چې دوی د اوکراین سره د اضافي پوځي مرستې لپاره د ۶۰۰ ملیونه ډالرو نوی پيکج تصویب کړی دی، چې پکې تجهیزات او خدمات او همدارنګه روزنه شامله ده.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په یو وروستي بیان کې څرګنده کړه چې په دې پيکج کې به ۳۷۰۰۰ د توپخانې ګولۍ شاملې وي، چې د نورو وسلو، تجهيزاتو او څلور د توپښانو ضد رادارونو سره به په کې ۱۰۰۰ دقیق لارښود شوي ګولۍ وي.

پنټاګون وویل، د هيمارس راکټ سیسټم لپاره به نور مهمات هم چمتو شي.

د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې کله چې د روسیې یرغل پېل شو، امریکا له کییف سره له ۱۵ میلیارد ډالرو څخه ډېره پوځي مرسته کړې ده.

د روسیې کمزورۍ په ډاګه کول

د اوکرایین د امنیت او همکارۍ د مرکز مشر سرهي کوزان وویل، "د ایزیوم ښار د خارکیف صوبې په جنوب کې او همدارنګه د دونیتسک او لوهانسک صوبو د شمالي برخې لپاره اهميت لري."

هغه وویل، د روسیې د پوځ د ریزرو افرادو کمی د هغې وروستۍ کمزوري ده چې په ډاګه شوې ده.

د مارچ په میاشت کې د ایزیوم له نیولو وروسته، روسانو هلته خپل ډېر جنګي چمتو ځواکونه ځای پر ځای کړل، او پلان لري چې په خارکیف صوبه کې خپل بریالیتوب پراخه کړي. خو د وخت په تېرېدو سره، د روسیې کمانډ د ایزیوم دستې یوه برخه نورو سیمو ته بېرته واستوله ترڅو د مسلکي سرتېرو کمی پوره کړي.

کوزان وویل، "هر هغه څه چې دوی د جګړې لپاره چمتو لرل، د ختیځې پوځي ضلعې په ګډون -- ټول د فبرورۍ له میاشتې راهیسې په اوکرایين کې ښکېل دي."

هغه وويل، "​​[د روسیې د پوځي ځواک] ټولي افسانې په ژوندۍ بڼه تلویزیون کې تباه شوې."​​ "هر څه تباه شوي چې دوی د ۲۰ کلونو راهيسې جوړ کړې ول، د میلیونونو، سلګونو ملیونونو ډالرو سرمايه کاري ټوله تباه شوه چې دوی د دې لپاره کړې وه چې خلکو ته باور ورکړي چې دا د نړۍ دوهم غوره پوځ دی، چې دا یو پیاوړی دولت دی."

کوزان وویل، "د روسیې مخه نيول کېدې شي، خو ماتې ورته نه شي ورکړل کيدې." "روسیې ته د جګړې په ډګر کې ماتی نشي ورکړل کيدې." موږ اوس په ساده ډول دا ټول دلیلونه پای ته رسولي دي. د روسیې ټوله افسانه تباه شوې ده."

"موږ لویدیځ ټينکونه، لویدیځ الوتکې نه لرو. موږ د اوږدې فاصلې توغندي نه لرو. او حتی د موقتي وسیلو سره چې موږ یې لرو، موږ دا بریا ترلاسه کړه."

'لویه' ناکامي

روسي چارواکي اړ شوي چې ښکاره ماتې رد کړي.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشینکوف د یکشنبې په ورځ وویل، روسیه یوازې د "ځانګړو پوځي عملیاتو" په نوم د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره خپل ځواکونه بېرته منظم کوي.

په روسیه کې یرغل ته "جنګ" ویل د ۱۵ کالو پورې د بند سزا لري.

که څه هم، د تیرې هفتې انځورونو او ویډیوګانو وښودله چې روسي ځواکونه د تېښتې پرمهال ټينکونه، زغره وال ګاډي او مهمات پریږدي.

د راپورونو له مخې، ځینې کسان په غلا شويو بایسکلونو باندې د ځايي خلکو په جامه کې وتښتيدل.

د اوکراین خبري رسنۍ ټي اېس اېن د خلاصې سرچینې استخباراتي ویب پاڼې اوریکس په حواله وويل، د کییف ځواکونو د ۷ او ۱۱ سپټمبر ترمنځ د روسیې ۳۸۸ تجهیزات ونيول. پدې کې، ۲۰۰ "په ښه حالت کې دي".

په همدې موده کې روسي ځواکونو ۴۹ ټينکونه، ۲۴ زغره وال پرسونل وړونکي ګاډي، ۳۲ توپچي ګاډي او د راکټ توغولو ګڼ شمير سیسټمونه او دوه الوتکې له لاسه ورکړې.

د اوکراین د دفاع وزارت نايب وزيرې هانا ملیار د چهارشنبې په ورځ وویل، د سپټمبر له ۶ مې نيټې راهیسې، اوکرایني ځواکونو په خارکیف کې شاوخوا ۸۵۰۰ مربع کیلومتره سیمه او هغه سيمې نيولي دي چې ۱۵۰۰۰۰ اوسېدونکي پکې اوسيږي.

په کییف کې د پوځي چارو شنونکي اولیګ ژدانوف وویل، د کرملین دا ادعا چې د دوی ځواکونه بیا تنظیمیږي "د روسیې د خلکو لپاره يوه افسانه ده".

ژدانوف کاروانسرای ته وویل، "په یاد ولرئ کله چې اوکرایني سرتېرو د مار ټاپو څخه روسان [د جولای په میاشت کې] وشړل. روسانو بیا څه وویل؟ دا د نیکمرغۍ نښه وه."

هغه وویل، په حقیقت کې، په خارکیف او د مار ټاپو دواړو کې، روسي پوځیان په احتیاط سره د پلان شوي او په بریالیتوب سره د ترسره شوي د اوکراين د ځوابي عملياتو ښکار شول.

هغه وویل، "د اوکراین د پوځ ستر مشر د روسیې کمانډ قانع کړو چې اصلي ګوزار به د خرسون پر لور وي." "روسانو هلته پوځیان ځای پر ځای کړل، خو اوکرایني پوځیانو په خارکیف صوبه کې له بل لوري برید وکړو."

هغه زیاته کړه، دا بريد دومره غیر متوقع و چې اوکرایني پوځیانو د خپل ځان په مقابله کې د شمېر په لحاظ سره قوي روسي دښمنانو ته ماتی ورکړو.

واشنګټن ډي سي ته نږدې د سمندري تحلیلونو په مرکز کې لوړ پوړي څیړونکي مایکل کوفمن ای اېف پي ته وویل، "دا د روسیې د پوځي استخباراتو یوه لویه ناکامي ده. حقیقت دا دی چې دوی دا ونه ليدل چې دا بريد نژدی دی."

هغه وویل، "د روسیې پوځي استخباراتو دا خبره په بشپړه توګه رد کړه."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500