رسنۍ

چین د رسنیو د لاسوهنې له لارې پرمختګونه کوي او خپل نفوذ زیاتوي

د پاکستان فارورډ لخوا

چین په ټوله نړۍ کې یو جارحانه کمپاین پرمخ وړي ترڅو ځایي رسنۍ د بیجینګ پيغام خپور کړي. [Pexels.com]

چین په ټوله نړۍ کې یو جارحانه کمپاین پرمخ وړي ترڅو ځایي رسنۍ د بیجینګ پيغام خپور کړي. [Pexels.com]

څېړنې ښيي چې چين، د رسنيو د سانسور او د انټرنېټ د محدودلو له لارې په خپل کورني معلوماتي چاپېريال باندې د کنټرول تر لاسه کولو وروسته، په بهرنيو هېوادونو کې د رسنيو د چاپيريال ​د کنټرولولو ته هم خپله پاملرنه اړولې​ده.

بیجینګ د "لیوه جنګیالي" سفارتکارانو، دولتي ملکیت او خصوصي رسنیو، او د ټولنیزو رسنیو نفوذ کونکو په ترکیب باندې تکیه کوي ترڅو د هغو موضوعاتو په اړه نړېواله بیانیه کنټرول کړي چې د چین د خلکو جمهوریت (پي آر سي) لپاره حساسه ده.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت دا ګست په ۲۴مه په يو خپور شوي راپور کې وویل، "د پي آر سي د پیغام رسولو تاکتیکونه هڅه کوي چې د نړېوال معلوماتو چاپیریال کې د زياتو موادو د خپرولو له لارې د انتقادي داستانونو مخه ونيسي ترڅو هغه موادو ته لاسرسی محدود کړي چې د بیجینګ د رسمي دريځ مخالفت کوي، او د پي آر سي پالیسیو لپاره د ملاتړ مصنوعي بڼه رامینځته کړي."

دغه راپور د ​شينجيانګ په اړه د نړۍ د عامه افکارو د کنټرولولو لپاره د چين په هڅو باندې تمرکز وکړو، چېرته چې بيجينګ د اکثريتي مسلمان اويغورانو او د نورو توکميزو او مذهبي اقليتي ډلو د غړو ​په وړاندې د نسل وژنې او د بشريت پر ضد جرمونو په تور تورن دی.

خبريالان د مارچ په ۸مه په بېجينګ کې د چين د ملي ولسي کانګرس له دوهمې عمومي غونډې نه مخکې د خلکو د لوی تالار مخې ته کار کوي. [لیو رامیریز/ای اېف پي]

خبريالان د مارچ په ۸مه په بېجينګ کې د چين د ملي ولسي کانګرس له دوهمې عمومي غونډې نه مخکې د خلکو د لوی تالار مخې ته کار کوي. [لیو رامیریز/ای اېف پي]

د قرغزستان د پولیسو یو افسر د ۲۰۱۶ کال د اګست په ۳۰مه په بشکیک کې د چین سفارت خانې ته څېرمه ګشت کوي. اُو اېس سي اي (OSCE) د چینایي کمپاین شواهد موندلي چې د قرغزي خبري رسنیو سره جوړ جاړی وکړي. [ای اېف پي/وياچسلاؤ اوسيلډکو]

د قرغزستان د پولیسو یو افسر د ۲۰۱۶ کال د اګست په ۳۰مه په بشکیک کې د چین سفارت خانې ته څېرمه ګشت کوي. اُو اېس سي اي (OSCE) د چینایي کمپاین شواهد موندلي چې د قرغزي خبري رسنیو سره جوړ جاړی وکړي. [ای اېف پي/وياچسلاؤ اوسيلډکو]

په بيجينګ تور لګول شوی چې په لرې لوېدیځه سیمه کې یې تر یو میلیونه ډېر اویغوران او نور ډېر مسلمانان او ترک نژاده وګړي د څو کلونو د امنيتي عملياتو د يوې برخې په توګه​ د توقيف مرکزونو او زندانونو په خفيه شبکه کې بنديان کړي دي، چې قانون جوړونکو په ټوله نړۍ کې ياد عمل "نسل وژنه" بللې ده.

په عمومي توګه د چين د معلوماتو د نفوذ د کمپاين موخه دا ده چې د هغه بيانيې مخه ونيسي کوم چې د چينايانو په ګټو باندې تنقيد کوي او د بېجينګ د خوښې وړ داستانونو ته وده ورکړي.

د دغه راپور له مخې، بیجینګ د ۲۰۰ څخه ډېر د دریم هیواد د ټولنیزو رسنيو نفوذ کونکي کاروي ترڅو لږ تر لږه په ۳۸ ژبو کې نړېوالو لیدونکو ته ورسیږي -- چې پدې کې انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي شامل دي -- او په اوسط ډول د ۳۰۹۰۰۰ پیروان لري.

د پي آر سي د سایبر سپیس چارو کمیسیون او د تبلیغاتو مرکزي څانګه په مستقیم ډول شاوخوا ۲ ملیونه چینایي اتباع او ۲۰ ملیونه نور د پارټ ټايم "د ملکي رضاکارانو شبکه" په کار ګماري ترڅو د چین کورني لیدونکي او د چینایي ژبو خلکو ټولنې په نښه کړي.

د چین حکومت په ټوله نړۍ کې د سفارتکارانو او سفارتي ټولنیزو رسنیو اکاونټونو خپله پراخه شبکه کاروي.

د سفارتي ټولنیزو رسنیو ډېر پیغامونه د نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو په روښانه کولو تمرکز کوي.

نور لوبغاړي، چې د "لیوه جنګیالي" سفارتکارانو په نوم یادیږي، د ردولو، "د غلط ثابتولو" او د هغه داستانونو د مخه نيولو په اړه د جارحانه چلند څخه کار اخلي کوم چې د پي آر سي د رسمي پیغامونو سره اختلاف لري.

د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې ویل شوي، "ټرولونه په برید کولو، جنجالونو راپورته کولو، د اتباعو په سپکاوي کولو او ځورولو کې مخکښ رول لوبوي ترڅو د معلوماتو چاپیریال زهرجن کړي او د هغه داستانونو څخه د خلکو پام واړوي کوم چې په پي آر سي باندې تنقيد کوي."

د شينجيانګ په اړه د داستان د بدلولو لپاره د بيجينګ د کمپاين سربېره، د پي آر سي د کمپاينونو موخه هم په هانګ کانګ او ​تايوان​ کې د ډيموکراسۍ پلوي خوځښتونه له منځه وړل دي، پر ​اوکراين د روسيې د يرغل​ په اړه ناسم معلومات خپرول او د نړیوال اهمیت د نورو مسايلو په اړه د توطيې نظريو ته وده ورکول دي.

د چین په اړه د بیانیې کنټرول د بیجینګ لپاره یو ستراتیژیک لومړیتوب دی ځکه چې دوی هڅه کوي د خپل ​یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی)، چې د یو کمربند​، یو سړک (اوبور) په نوم هم پیژندل کیږي، زیربنایی پروژې له لارې خپل سیاسي، پوځي او اقتصادي نفوذ رامینځته کړي.

منځني ختیځ ته ننوتل

په مصر کې د بیني سیف يونيورسټۍ سیاسي ساینس پوهه نادیه حلمي په وینا چې په چینایي سیاست کې تخصص لري، چینایي ماډل په ځینو چاپیریالونو کې لیدونکي موندلي دي.

په منځني ختیځ کې، د مثال په توګه، د چین عربي ژبو ژورنالیستانو، د رسنیو شخصیتونو او فعالانو په ټولنیزو رسنیو کې، په ځانګړې توګه ټویټر، "د پام وړ فعالیت" ښودلی ترڅو د ګڼ شمېر موضوعاتو په اړه د بیجینګ رسمي نظر ته وده ورکړي.

هغې د جولای په ۱۸مه د ماډرن ډیپلوماسۍ ویبپاڼې لپاره ولیکل، "څه چې دلته د پام وړ دي، د عربي رسنیو په شتون کې د ځنډ سربېره د عربانو په راجلبولو کې د چین د دغو طريقو بریالیتوب دی."

حلمې وویل، "چین د یو پراخه ډیجیټل زیربنا په جوړولو کې بریالی شوی چې دې ته اجازه ورکوي چې ټول ټولنیز پلیټ فارمونه کنټرول کړې او څارنه يې وکړي، او د چین د دولت او واکمن کمونست ګوند رسمي نظریات ښکاره کړي."

هغې وويل، په ټوله نړۍ کې له ۳۰۰ څخه زيات چينايي سفارتکاران شتون لري او هر يو يې په لويديځو ټولنيزو رسنيو کې يو اکاونټ لري، چې په ټوليزه توګه په فېسبوک او ټويټر باندې له ۵۰۰ څخه زيات اکاونټونه لري.

"د دې اکاونټونه دنده دا ده چې د دوی پوسټونه پخپله یا د نورو پیروانو له لارې بېرته ټويټ کړي، خپاره یا خوښ يې کړي، چې په پایله کې د نړۍ په کچه د ټولو مسلو په اړه د چین د نظر د خپرولو او څرګندولو لامل کیږي."

حلمې وویل، "چین د یو ضد ځواک د رامینځته کولو لپاره کار کوي ترڅو د نړۍ په کچه د هغه څه سره مقابله وکړي چې پداسې نظر سره ليکل شوي چې د بیجینګ خلاف وي."

په منځنۍ اسیا کې پرمختګونه

په منځنۍ اسيا کې د بېجينګ د رسنيو شتون بله بېلګه وړاندې کوي.

په بشکیک کې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان (اُو اېس سي اي) اکېډمۍ لخوا د اګست په ۲۵مه د خپور شوي يو راپور له مخې، قرغزستان د منځنۍ اسیا په ساحه کې د چین د نفوذ په اړه د یوې قضیې مطالعه وړاندې کوي.

په دغه راپور کې ويل شوي، چين هيله لري چې د قرغزستان په بې وزله رسنيو سکټور کې د زياتې سرمايه کارۍ، د دولتي ادارو د پراخولو او له سيمه ييزو شرکتونو سره د مشارکت په جوړولو سره په سيمه کې د معلوماتو منظر بدل کړي.

دغه راپور زياته کړه، بیجینګ "په بهرنیو هېوادونو کې د معلوماتو د چاپیریال د کنټرول اړتیا پېژني."

نیوا یاو، چې په اُو اېس سي اي اکېډمۍ کې يو لوړپوړی څیړونکي ده او د دغه راپور لیکواله ده، د اګست د ۲۷ مې نیټې د دغه مقالې په اړه د آزادۍ راډيو ته وويل، "پیسې خبرې کوي، او دا یوه ستونزه ده ځکه چې د [قرغزستان] د رسنیو سکتور ډېر کم تمویل شوی دی."

هغې وويل، "[چين] د سرمايه کارۍ او خرچ کولو لپاره ډېرې پيسې لري."

د اُو اېس سي اي مطالعې وموندل، د چین ستراتیژي درې اساسي عناصر لري: په قرغزي رسنیو کې د موادو داخلول، د پي آر سي رسنیو ځایي شتون رامنځته کول او په ټولنیزو رسنیو کې ښکېلتیا تعقیب کول.

د آزادۍ راډيو راپور ورکړو چې په بشکیک کې د چین سفارت خانه د وړیا راپور ورکولو سفرونو تنظیمولو او د تمویل او نورو هڅونې وړاندیز کولو له لارې د قرغزستان همکارۍ ته وده ورکوي ترڅو ځایي ژورنالیستان مناسب راپورونه خپاره کړي او د منفي خبرونو مخه ونیسي.

بې کاره هڅې

په حقیقت کې، چین ځینې وختونه د نړېوالو رسنیو د کنټرولولو په هڅو کې ناکامه شوی دی.

یاو وویل، "چین ډېرې بې نظمۍ لري، خو دا لاهم، په ځانګړي توګه په ټولنیزو رسنیو کې وده او تطابق کوي."

هغې وویل، "کله چې د نړېوالو رسنیو خبره راشي، نو [چین] دومره مهارت نلري." "دوی یوازې هغه ماډل [د کور څخه] کاپي او پیسټ کوي کله چې دوی بهر ته ځي او په ډېرو مواردو کې د ځایي خلکو خبرو ته د غوږ نيولو څخه انکار کوي چې د دوی لپاره کار کوي."

او قرغزي کارکونکي اکثر د خپل نظر په پرتله د پیسو لپاره د چینایي لاملونو سره یوځای کیږي.

یاو وویل، "د ډېرو خلکو لپاره، دوی په دې کې دلچسپي نلري. دا یو عملي کار دی ځکه چې بله لاره نشته"

اُو اېس سي اي خبرداری ورکړو چې که چېرې د بیجینګ مخه ونه نيول شي نو پایلې به یې جدي وي.

دې وویل: "د چینایانو ګټو ته پام نه کول په احتمالي توګه د قرغزستان د رسنیو سکتور په جدي مسلو کې د رسمي دولتي دریځونو د نفوذ په وسیله بدلولی شي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500