اقتصاد

غولوونکي ټیکنالوژي د غیرقانوني چینایي کښتيو په اړه اندیښنې زیاتوي

د زرک خان له خوا

پاکستاني پوځيان د ګوادر په بندر کې ولاړ دي. [سارا ټیټرټن/ای اېف پي]

پاکستاني پوځيان د ګوادر په بندر کې ولاړ دي. [سارا ټیټرټن/ای اېف پي]

چینايي سمندري کښتۍ، چې په پرمختللې ټیکنالوژۍ سمبال دي، د نړۍ او پاکستان کب نیونکو ته په دوامداره توګه ګواښ کوي.

چینایي کښتۍ چې د خپل هېواد له اوبو څخه بهر کبان نیسي، له اوږدې مودې راهیسې په غیرقانوني چلند کې دخیل دي او نه یوازې په سیمه ایزه کچه بلکې په نړېواله کچه د کبانو ترټولو لوی استحصال کونکي په توګه راپورته شوي دي.

د کانګريس د څېړنيز خدمت په يو راپور کې، چې د اپرېل په مياشت کې خپور شوی و، ويل شوي چې چين د نړۍ په کچه د کب نيولو کښتيو او عامه کښتيو تر ټولو لويه بېړۍ جوړه کړې ده چې په کورنيو او ګاونډيو ساحلي او سمندري سيمو کې فعاليت کوي. چين د لرې اوبو بيړۍ (ډي ډبليو اېف) هم جوړه کړې ده چې د نړۍ په ډېرو برخو کې فعاليت کوي.

په ياد راپور کې ويل شوي، "د چین د کب نیولو بیړۍ د نړۍ په ډېرو برخو کې د غیرقانوني کب نیولو په فعالیتونو کې ښکېل ده، او چین یو مخکښ هېواد دی چې د غیرقانوني، غیر راپور شوي او غیر منظم (آی يو يو) کب نیولو مسولیت په غاړه لري."

د کراچۍ اوسیدونکي د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په مياشت کې په یو زوړ عکس کې سند او بلوچستان ته د ژور بحر لپاره د چين د کښتيو د رارسيدو پروړاندې احتجاج کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د کراچۍ اوسیدونکي د ۲۰۲۰ کال د سپتمبر په مياشت کې په یو زوړ عکس کې سند او بلوچستان ته د ژور بحر لپاره د چين د کښتيو د رارسيدو پروړاندې احتجاج کوي. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

تېر کال پاکستان ګوادر ته نژدې پنځه چینايي کښتۍ په غير قانوني توګه د کب نیولو په شک ونیولې. ګوادر يو بندري ښار دی چې تمه کيږي ​​د چين د يو کمربند او يوې لارې نوښت (بي آر آی)​​، چې د یو کمربند یو سړک (اوبور) په نوم هم یادیږي، لويه برخه به وي.

ګارډین ورځپاڼې د ۲۰۲۱ کال د جولای په مياشت کې راپور ورکړو چې چینایي کښتۍ چې له کبانو ډکې وې، د پاکستان د سمندري امنیت ادارې (پي اېم اېس ای) لخوا ونیول شوې، چې په ګوادر کې يې د دوی د شتون په اړه تحقیقات پېل کړل.

دي هندو ورځپاڼې د ۲۰۲۱ کال د اګست په مياشت کې راپور ورکړو، په ګاونډي هند کې، چارواکو موندلي چې چینایي کښتۍ د لوړ ټیکنالوژۍ وسایل کاروي، چې کولی شي د خپلو ځایونو پټولو لپاره په وسيلو کې خرابۍ رامینځته کړي.

يو هندي چارواکي دي هندو ورځپاڼې ته وویل، "که بیړۍ د [۲۰ متره څخه په لږو ژورو ] اوبو کې کب نیسي، نو دا غیرقانوني کار دی، خو دا وسایل کولی شي موږ دوکه کړي. که دوی سم سیسټم وکاروي، نو دا به زموږ لپاره اسانه وي چې د ژغورنې عملیاتو په جریان کې د بحري یا ساحل ساتونکي سره همغږي شو او د کب نيولو سندونو پورې اړونده ګډوډي حل کړو."

د پي اېس اېم ای د یو چارواکي په وینا، پاکستاني چارواکو په کښتيو کې د نصب شويو چینايي ټيکنالوژۍ تجهیزاتو په اړه هم اندېښنې راپورته کړي دي.

په ګوادر کې د پي اېس اېم ای یو چارواکي چې د امنیتي دلایلو له امله یې د نوم نه ښودلو غوښتنه وکړه، پاکستان فارورډ ته وویل، "په چینايي کښتيو کې دا ډول تخنیکي تجهیزات د هېواد ساحلي امنیت ته زیان رسوي."

د راپورونو له مخې ځايي خلک اندېښمن شوي دي.

په ګوادر کې د کب نیونکو مشر بشیر هوت وویل، "د چینايي کب نیولو کښتۍ د پاکستان په ساحل کې په غیر قانوني توګه فعاليت کوي، چې د کبانو نفوس کموي او سمندري سرچینې له منځه وړي."

هوت وویل، "د پاکستان حکومت باید په بشپړ ډول په چینايي کښتیو بندیز ولګوي چې نه یوازې د ځایي کب نیولو ټولنې ژوند خوندي کړي بلکې د هېواد سمندري امنیت هم خوندي کړي."

د YaleEnvironment360، چې د يال يونيورسټۍ لخوا خپره شوې يوه آنلاین مجله ده، لخوا د ۲۰۲۰ کال د اګست په مياشت کې په يو راپور کې ويل شوي چې په تیرو وختونو کې چینایي کښتۍ هم پدې تور تورنې شوي چې په ژور سمندر کې د دوو کښتیو ترمينځ جالونه کاروي، چې دا هغه يو عمل دی چې چاپيريال ساتونکي یې په کلکه غندي ځکه چې دا په ناڅاپي ډول او په پراخه کچه کبان مړه کوي.

په دغه راپور کې راغلي، "هېواد ته نږدې د سمندرونو له کارولو څخه وروسته، د چین کب نیونکې بیړۍ په دې وروستیو کلونو کې لرې ځایونو ته سفر کوي چې د نورو هیوادونو د اوبو څخه ناوړه ګټه پورته کړي."

د چین د مخ په زياتيدونکي نفوذ په اړه اندېښنې

په ګوادر کې د کب نیولو زرګونو کارګرانو په څو احتجاجونو کې برخه اخیستې ترڅو د دوی په معیشت او ورځني ژوند کې ​د چینایانو د نفوذ په اړه د ځایي اوسیدونکو اندیښنې څرګندې کړي​ او ​د ځایی او چینایی کښتیو لخوا په غیرقانوني توګه په ژور سمندر کې د کب نیولو د پای ته رسیدو غوښتنه وکړي ​چې د پاکستاني کب نیونکو کارکوونکو ژوند ته زیان رسوي.

د چین کمونست ګوند د څو ملیاردونو ډالرو د زیربنایي پروژو لپاره له پاکستان سره معاهدې کړي، چې په هېواد کې د چین د نفوذ په اړه اندېښنې راپورته کوي.

پارلماني غړي او کتونکي وايي، په بلوچستان کې د چینايي نفوذ ګړندۍ وده -- ​په داسې حال کې چې چینايي شرکتونه له ځايي سرچينو څخه ګټه پورته کوي او په محلي خلکو باندې د دې د تاثیراتو په اړه څه پاملرنه يا اندیښنه نه لري​ -- په صوبه کې جدي ناکراري رامینځته کوي.

په بلوچستان کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ له امله اندېښنې بلوچ او سندهي وسله وال سازمانونه په دې هڅولي چې له یو بل سره يو ځای شي، چې لامله یې دا اندیښنه راپورته کیږي چې دغه ګډه ډله به په سیمه کې د تاوتریخوالي فعالیتونه زیات کړي.

د اپرېل په وروستیو کې، د بلوچستان د آزادۍ پوځ (بي اېل ای)، چې​ د بلوچ راجي آجويې سنګر (براس)​ یوه برخه ده، په کراچۍ کې په یوه دولتي يونيورسټۍ کې دننه په یو ځانمرګي برید کې د درېو چینایي ښوونکو په ګډون د څلورو کسانو د وژلو مسؤلیت په غاړه واخیستو.

​د بي اېل ای وسله والو د فبرورۍ په میاشت کې هم ​ د بلوچستان په نوشکي او پنجګور ضلعو کې د پوځ په دوو پوسټونو بریدونه وکړل​.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

تبصرې 0

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500